شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهسیاستوالو ته د ټي ټي پي ګواښ او د پښتنو ملتپالو خلاف...

سیاستوالو ته د ټي ټي پي ګواښ او د پښتنو ملتپالو خلاف د بریدونو اندېښنې

تاند (جمعه، د حمل درېیمه) د پاکستان د طالبانو تحریک( ټي ټي پي) هغو پاکستاني سیاستوالو ته د بریدونو ګواښ کړی، چې د دوی خلاف جګړه کې ښکېل دي.

دغه تحریک په یوه اعلامیه کې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف وروستیو څرګندونو ته هم غبرګون ښودلی، چې د ټي ټي پي په ګډون یې د نورو وسله والو ډلو په ځپلو ټینګار کړی.

یاد شوي تحریک نه دي مشخص کړي، چې دا ګواښونه یې په مشخص ډول کومو سیاستوالو یا ګوندونو ته اړوند دي.

دغه تحریک تر دې مخکې په ۲۰۱۰ کې د پاکستان د پیپلز ګوند پر مشرې او پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو د برید مرګوني برید مسوولیت منلی و.

د پاکستان کیڼ اړخي سیاسي ګوندونه او سیاستوال تر ډېره، د ټي ټي پي په ګډون د وسله والو ډلو خلاف دي، خو ځینې ښي اړخي ګوندونه، مذهبي ‌سیاستوال او دغه راز پخوانی صدراعظم عمران خان او پلویان یې له ټي ټي پي سره د خبرو پلوي دي.

د ځینو ملتپالو څارونکو اندېښنه دا ده، چې ټي ټي پي به له دغه خبرداري وروسته تر ډېره پښتنو ملتپالو ته سرخوږی جوړ کړي.

د یاد شوي تحریک له رامنځته کېدو تر اوسه، تر ډېره دغه تحریک په پښتونخوا کې پښتانه ملتپال د بریدونو لپاره په نښه کړي وو.

د پښتنو یو شمېر ملتپال سیاستوال او له هغې ډلې افراسیاب خټک وخت پر وخت د پاکستان تحریک طالبان د دغه هېواد له استخباراتو او پوځ سره په پټو اړیکو تورنوي او ادعا لري، چې د پاکستان واکمنان د دغې ډلې په وسیله مخکې هم ملتپالې ډلې او څېرې ځپلي او بیا یې هم د ځپلو اندېښنه شته.

1 COMMENT

  1. یاره د پښتنو د علاقې تیر شئ دې پنجاب ته شئ تاسو هم دا غریب خپل خلک راګیر کړي. پنجاب کې مو جهاد هم کیږي که رښتیا جهاد کوئ او هسې ځان نه تیرباسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب