شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهجلالي: د اوسني رژیم له واکمنیدو سره داعش په افغانستان کې پیاوړی...

جلالي: د اوسني رژیم له واکمنیدو سره داعش په افغانستان کې پیاوړی شوی

تاند (جمعه، د حمل درېیمه) د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي وایي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې داعش ډله پیاوړې شوې او پراخه شوې ده.

د ده په وینا، د دې پیاوړتیا او پراختیا یو اصلي دلیل د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغان زندانونو پرانیستل او ترې د ټولو زندانیانو خوشې کول دي.

د جلالي په باور، په دغو زندانونو کې د داعش ‌ډلې ګڼ مشران هم بندیان وو، چې طالبانو خوشې او د بېرته فعالیدو زمینه په لاس ورکړه.

دغه افغان سیاستوال په کندهار کې د داعش ډلې د ۵ شنبې ورځې برید ته په اشارې وایي، چې په کندهار کې د دغه برید د سرته رسولو دلیل په دغه ولایت کې د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله حضور او هغلته د طالبانو د رژیم مرکزیت دی.

جلالي د طالبانو د واکمنۍ بڼه او ورڅخه پراخه نارضایتي د داعش او نورو طالب ضدو ډلو د پیاوړتیا زمینه برابروونکي ګڼي.

هغه په پاکستان کې وروستیو نا امنیو ته په اشارې وایي، چې دغه هېواد له افراطي ډلو او تروریزم څخه د نورو خلاف استفاده کوله، خو نن خپله د دغې استفادې او په افغانستان کې د کرلي افراطیت ثمره ویني.

جلالي له اوسني وضعیت څخه د وتو لپاره د طالبانو لخوا د واک انحصار پای ته رسول او پرځای یې د یوه مشروع، قانونمند او د ټولو په خوښه د برابر سیستم رامنځته کول اړین ګڼي.

5 COMMENTS

  1. جلالی صیب ولی په حقایقو سترګی پتوی د پنځو کلونو مخکینی حالت کله چی تاسی په افغانستان حاکم واست او د نن تش په نوم داعش د مقایسی وړ نه دی هعه وخت چی به داعش طالبانو محاصره کړل چی مستقل جبهات یی درلودل لکه په سر پل او ننګرهار کی ستاسو هلیکاپترو به د هوا له لاری د محاصری و ایستل او د کابل میلمستونونو ته به یی انتقال کړل هغه وخت هیڅ داعش به بند کی نه وو دا د امریکا یوه پروژه وه او اوس هم ده؛

  2. jalaly also one of karzai&ashrafghani teammat friend,
    isis did more activity in the time of ghani,
    donot blame talib.
    kandahar attack is happen by pakistan
    thanks

  3. لعنت په تاسو منافقیون دامریکا جاسوسانو شې که تاسو هر څه ووایاست تاسو خبری لکه د خره نیز ده ځکه ازموده را ازمودن خطاست تاسو دشلو کلونو دفحاشی چور لندغری اختطاف حکومت خلکو ولید کابل د داعش مرکز وه مسلمیار او د قدیر زوی ظاهر قدیر د داعش میلمستونونه درلودل او له امریکا نه یې په ملیونونو دالر تر لاسه کول ستا ګناه نده ځکه ته لکه یو مولی وې

  4. د طالب هم ښځه غی او د هغه چا چی حقیقت نوایی د هغه هم. په جمهوریت کی هره میاشت کی یو دوه چاودنی، خصوصآ د کابل غرب سیمه کی په شعه ګانو باندی. داعشیانو په ننګرهار کی ځالې نوی جوړې کړې؟ ته خرکُس جلالی ولی د امریکایانو د خوشحاله ولو لپاره دروغ وایی؟ اوس داعش ممکن فکر وکړه میاشت کی یو عملیات لری نه هره دوی ورځی وروسته.

  5. ته خو خبیثه مغلیه د ث ای اې وفادار په ځنځیر تړلی سپئ یې. بدبختي داده سي د پښتون له ډګې پیداسویو د پښتنو لپاره د لستوڼي ماران سول.دغه اوس ددغو خبرې یرغل ته لاره پرانیزي. ای سوډره د ث ای اې وفاداره سپیه مغله !! بس ده نور چوپه خوله سۍ د یرغل لارې مو نورې تړلې یوازي تور کافر یهودي پنجابي شین څراغ مه لګوۍ.که دعیش ده که خراسان یا بل دغه ټول رذیلو ستاسي په فابریکو کې ډیزاین کیږي؟😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب