شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او نړۍ څو لنډ خبرونه

د افغانستان او نړۍ څو لنډ خبرونه

د دې برخې خبرونه د ورځې تر پایه تازه کیږي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ نن (جمعه) په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

ده له دې کتنې وروسته پر خپله ایبکسپاڼه کښلي چې د هند د باندنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې د افغانانو د ۲۰۲۴ کال د اړتیاوو او همداراز د یوې واحد دیپلوماتیک دریځ په اړه خبرې کړي دي.

ده د خپلو خبرو نور جزییات نه دي څرګند کړي.

ویست دا هم ویلي چې هند ژمنه کړې چې د افغانستان خلکو ته به د بشري مرستو او درملو لېږلو ته دوام ورکړي.  

توماس ویست د روانې اوونۍ په پیل کې متحده عربي اماراتو او هند ته سفر پیل کړ.

————–

په پاکستان کې د طالبانو د امارت سرپرست سفیر سرداراحمد شکېب د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره د دوو هیوادونو پر وروستیو شخړو خبرې کړي.

د دواړو له عکسه ښکاري چې دا کتنه په ترینګلي چاپېریال کې شوې ده. همداراز له عکسه دا هم څرګندیږي چې احمد شېکیب د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی دی.

باختر خبري اژانس ویلي چې دواړو خواوو د وروستیو ستونزو پر حل، دوه اړخیزو اړیکو، تجارتي او سیاسي اړیکو او د هغو پر پیاوړتیا خبرې کړي.

خو دا کتنه وروسته له دې کېږي چې پاکستان په خوست او پکتیکا کې بمباري وکړه او ورپسې په کندهار کې زوروه چاودنه وشوه چې ۲۱ تنه یې ووژل او ۵۱ نور ژوبل شول. ځینې شنونکي د کندهار چاودنه د افغانستان او پاکستان له وروستیو ناندریو سره بې ارتباطه نه بولي.

په همدې منځ کې ځیني پاکستاني رسنۍ وايي چې دوی د طالبانو حکومت ته ویلي چې یا د ټي ټي پي د حملو مخه ونیسي او یا به پاکستان د افغانستان پر خاوره د حملو ترڅنګ راز راز فشارونه راوړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پرون وویل چې په بل ګام کې به د افغانستان او هند د سوداګرۍ د مخنیوي لپاره خپله ترانزیتي لار بنده کړي.

———————

په اروپا او شمالي امریکا کې میشت یو شمیر افغان خبریالان وايي، په تیر ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو د فشار له کبله ۵۰۰ خبریالان اړ شوي چې دندې پریږدي او نژدې ۳۰۰ نور يې له هیواده وتلي دي.

دې خبریالانو پرون د مارچ په ۲۱مه په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبانو تیر کال په هره میاشت کې د یوې رسنۍ دروازه تړلې چې ورسره په ټول هیواد کې یوولس رسنۍ بندې شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي،” هره میاشت یو خبریال یا د رسنۍ کارکوونکی خبر ورکاوه چې کار نه کوي، خو سږکال په هرو دوو ورځو کې خبریال له امنیتي پیښې سره مخامخ کیږي، چې طالبان په یو ډول نه یو ډول په دې پیښو کې لاس لري.”

———————-

یو شمېر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په پیل کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل، طالبانو د نجونو یو نسل محروم کړیث او په حقیقت کې یې د یو هیواد راتلونکې غلا کړی ده.

په افغانستان کې د هالنډ سفارت بیا ویلي د نوي ښوونیز کال پیل له یو میلیون او څلور سوه زره څخه د زیاتو افغان نجونو لپاره چې په پرله پسې ډول په درېیم کال هم له زده کړو بې برخي دي، توره ورځ وه.

طالبانو چې کابو څه باندې دوه کاله پخوا تر بلې خبریتا پورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړل، لا هم د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه څه نه وايي.

—————-

د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ په یوه خوله د مصنوعي ذهانت په اړه لومړنی پرېکړه لیک تصویب کړ.

د دغه پرېکړه لیک، چې اجرايي ضمانت نه لري، موخه د شخصي معلوماتو خوندیتوب، د مصنوعي ذهانت د پرمختګ له کبله پر خطرونو څارنه او د بشر ساتنې ته هڅونه بلل شوې ده.

د مصنوعي ذهانت له چټکې ودې سره دا ویره پیدا شوې چې د انسانانو اختیار به کم کړي او نړۍ ممکن داسي خوا ته بوځي چې انسان یې نه غواړي.

——————

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د کندهار پرونۍ خونړۍ تروریستي حمله وغندله.

ښاغلي ویسټ نن (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه کې د کندهار برید وحشیانه تروریستي برید بللی دی.

د کندهار په پروني انتحاري برید کې، چې د نوي کابل بانک د ودانۍ مخ ته وشو، لږترلږه ۲۱ تنه وژل شوي او ۵۱ نور ژوبل شوي دي.

د داعش سختدریځې ډلې یې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دا برید وروسته له دې وشو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه.

—————-

د ملګروملتو پراختیايي اداره (یو این ډي پي) وايي، په افغانستان کې یې تر ۸۲۴ کیلومتره زیاتې اوبلارې (د اوبو کانالونه) جوړ کړي یا بیارغولي دي.

دې ادارې نن (جمعه) د اوبو له نړیوالې ورځې سره هممهاله پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په مجموع کې یې په افغانستان کې د ۱۷۰۰۰ هکتاره کرنیزې مځکې له اوبه لګونې سره مرسته کړې او په دې توګه یې غذايي امنیت ښه کړی دی.

——————

د فرانسې د انلاین سیالیو د تنظیم ادارې ګوګل شرکت په ۲۵۰ میلیون یورو فرانسوي خپروونکو ته د پیسو د ادا کولو د اوږدې لانجې پر سر جریمه کړ.

د فرانسې دې ادارې پرون (چهارشنبې) وویل، ګوګل یې په دې خاطر ۲۵۰ میلیون یورو جریمه کړی چې دې شرکت خپلې هغه ژمنې نه دي عملي کړي چې په ۲۰۲۲ کې یې کړې وې.

——————-

یو شمېر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په پیل کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل، طالبانو د نجونو یو نسل محروم کړیث او په حقیقت کې یې د یو هیواد راتلونکې غلا کړی ده.

په افغانستان کې د هالنډ سفارت بیا ویلي د نوي ښوونیز کال پیل له یو میلیون او څلور سوه زره څخه د زیاتو افغان نجونو لپاره چې په پرله پسې ډول په درېیم کال هم له زده کړو بې برخي دي، توره ورځ وه.

طالبانو چې کابو څه باندې دوه کاله پخوا تر بلې خبریتا پورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړل، لا هم د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه څه نه وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب