شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته نژدې ویبپاڼې د کندهار حمله د آی ایس آی کار...

طالبانو ته نژدې ویبپاڼې د کندهار حمله د آی ایس آی کار وباله

تاند (جمعه، د حمل ۳ مه) طالبانو ته یوې نژدې ویبپاڼې (المرصاد) د کندهار پرونۍ (پنجشنبې) انتحاري حمله د پاکستان د استخباراتي ادارې، آی ایس آی کار وباله.

د کندهار برید په خوست او پکتیکا کې د پاکستان پر بمبارۍ د طالبانو له غبرګونه وروسته وشو.

المرصاد هم دې موضوع ته په اشارې لیکلي:«ِ د پاکستان له خراب امنیتي وضعیت او د ناامنيو په کنټرولولو کې له ناکامۍ وروسته، پاکستاني اسټیبلشمنټ هڅه وکړه چې پر ګاونډي افغانستان د هوايي بریدونو په کولو خپله مایوسي لري کړي، خو د دغو بریدونو په تړاو یې د ټولو ادعاوو له ناکامېدو وروسته نن په کندهار کې د خپلو نیابتي جنګیالیو په کارولو او ځانمرګي برید کولو سره يوه ناوړه هڅه وکړه.»

المرصاد زیاتوي: «د کره مالوماتو پر بنسټ په کندهار کې د نن ورځې ځانمرګی برید د پاکستان د پوځ د کوټې په ګارنیزون کې د آی ایس آی د افسرانو له خوا پلان شوی و، چې په کې د داعش اړوند یو ځانمرګی بریدګر وکارول شو.

دغه برید په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي او جنګي ستراتیژۍ یوه برخه ده.»

د کندهار برید امریکا، ملګروملتو، ایران، متحده عربي امارتو، جرمني او ځینو نورو هیوادونو غندلې خو پاکستان تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

المرصاد په خپله لیکنه کې، چې لیکوال یې احسان الله احسان ښودل شوی، د پاکستان له لوري د نورو بریدونو احتمال مطرح کړی او وايي: «د پاکستان اسټيبلشمنټ او فوځي ادارې هڅه کوي چې له ټولو ممکنه لارو په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي، ښايي په نږدې راتلونکي کې دا لړۍ نوره هم ګړندۍ شي، نو د اسلامي امارت ځواکونه باید له حالاتو سره مقابلې ته چمتو وي.»

له بلې خوا د طالبانو یو شمېر مخالفانو هم ادعا کړې چې د پاکستان لوی درستیز په ترکیه کې د شمال د پخوانۍ ټلوالې له غړیو سره کتلي او هغوی ته یې ویلي چې په پاکستان کې د طالبانو د حکومت خلاف دفترونه پرانیزي.

2 COMMENTS

  1. دا خو معلومداره خبره ده چې ددې برید طراح ای ایس ای ده. هغوی اوس غواړي چې د خپلو عوامو توجه حاصله کړي او خپلې ټولې ناکامۍ او غلاوې پټې کړي. مګر دا یې لویه اشتباه وکړه ځکه د مچیو جالې ته یې لاس وروړ نو اوس د پاکستان خیر نشته ځکه هم به ټي ټي پي هلته حملې کوي او په انتحار کې خو طالبان دوکتوراوې لري.

  2. دا ټول د کافرستان سیهونیستي تورغري فرنګي پنجابي کار ده.او په روسیه تروریستي حمله د کافرستان سوډر اسرائیلي لعنتي کار ده. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب