تاند- ملګروملتو په دې مناسبت پر خپله ویبپاڼه لیکلي، اوبه هم سوله راوستلی شي او هم شخړې رامنځته حکولی شي.
د ملګروملتو پر اساس، کله چې اوبه کمې وي، یا کله چې خلک هیڅ یا په مساوي ډول اوبه نه لري، د خلکو او هیوادونو ترمنځ شخړې رامنځته کولی شي.
په نړۍ کې تر ۳ میلیارده ډېر انسانان په هغو اوبو متکي دي چې له نورو هیوادونو څخه یې خاورو ته بهیږي خو یوازې ۲۴ هیوادونه شته چې د ګډو اوبو په اړه یې په خپل منځ کې د همکارۍ موافقې کړي دي.
د اقلیمي بدلون اغېزې په زیاتېدو دي او له بلې خوا نفوس په ډېریدو دی. له همدې کبله د اوبو اهمیت ورځ په ورځ ډیریږي او تر ټولو په ارزښتناکې سرچینې بدلیږي.
دا ورځ کله او ولې ونومول شوه؟
په ۱۹۹۲ م کال د چاپیریال او پراختیا په اړه د ملګروملتو په یوویشتم کنفرانس کې، چې د برازیل په ریودوجینیرو ښار کې جوړ شوی و، د مارچ دوه ویشتمه د اوبو نړیواله ورځ ونومول شوه. په ورپسې کال کې په لومړي ځل دا ورځ په نړۍ کې تجلیل شوه.
د ۱۹۹۲ کال کنفرانس د ملګروملتو یو ډېر ستر او په عین حال کې مهم کنفرانس ګڼل کېږي. هدف یې د چاپیریال ساتنې او پراختیا په اړه د بېلابېلو هیوادونو او حکومتونو د مسوولیتونو ټاکل و.
دوی د کال په ورځو کې یوه ورځ د دې لپاره اوبو ته ځانګړې کړه د اوبو اهمیت ته د خلکو او حکومتونو پام واړوي.