شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ د فتوا په باره کي مختصر بحث|عبدالباري جهاني

 د فتوا په باره کي مختصر بحث|عبدالباري جهاني

  ( څوارلسمه برخه)

شیعه اوسُنت:

اسلام، لکه څرنګه چی یې حضرت رسول ص پیش بیني کړې وه، ډېر ژر پر مختلفو ډلو او فرقو ووېشل سو او د هغه له وفات څخه تقریباً پنځه ویشت کاله وروسته مسلمانان، یو د بل په مقابل کي، د جنګ میدانونو ته سره ووتل او په لس هاوو زره ځوانان یې سره ووژل. په دې مختلفو ډلو کي دوې فرقې ډیري مهمي دي چي نن ورځ یې اسلامي نړۍ پر دوو متخاصمو او دښمنو ډلو سره وېشلې ده. که څه هم چي دواړه خواوي ځانونه ریښتوني مسلمانان او د پیغمبرص پیروان بولي او یوه بل ته هم، په ظاهره، مسلمانان وایی مګر هم په عمل کي سره بېل او هم، دواړه خواوي، له یوه بل سره دونه توپیر لري چي ځیني علماء یې، په مربوطو کتابونو کي، یو بل تکفیروي.

شیعه په لغت کي پیرو ته وايی او دا د حضرت علي د امامت او خلافت طرفداران ول چي، له ده څخه مخکي یې د ابوبکر، عمر او عثمان خلیفه کېدل غیرعادلانه او د علي په حق کي ظلم باله. وروسته یې سیاسي او عقیدوي لاره بېله کړه، که څه هم علي ته داسی هیڅ مربوط موثق روایات موجود نه دي چي له هغو څخه، له اهل سنت سره، د ده د عقایدو څرګند توپیر معلوم سي. بلکه سنیان پخپله حضرت علي د اسلام له مهمو رهبرانو څخه ګڼي.

سنیانو چي، هم یې په پخوا او هم په اوس وخت کي، مطلق اکثریت جوړاوه شیعه ته رافضي یا انشعابي او له لاري اوښتي وویل. ویل کیږي چي حضرت علي د پیغمبرص د قبر په کینولو لګیا وو چي د خلیفه د ټاکل کېدلو اطلاع ورته ورسېده. علي وویل چي هغوی ماته صبر نه سو کولای چي زه د پیغمبرص له تدفین څخه فارغ سم ځکه چي پوهېدل چي خلک به خلافت ماته راکړي نو ځکه یې تلوار وکړ. هغه په دغه وخت کي د ۲۹ سورة -العنکبوت لومړني آیتونه ولوستل: آیا دوی فکر کوي چي دوی به همداسي پر خپل حال پاته سي؟ دوی وايی موږ مومنان یو او دوی به ونه آزمېل سي؟ مګرموږ یقیناً له دوی څخه مخکي کسان ازمېیلي دي او الله به یقیناً هغه کسان رسوا کړي چي دروغ وايي. آیا هغه کسان چي شریر اعمال کوي فکر کوي چي دوی به زموږ څخه مخکي سي؟ خو هغه شر او بدي ده چي د دوی په باب به قضاوت کوي. هر هغه څوک چي له الله سره د لیدلو هیله لري په دې باید پوه سی چي د الله صادرسوی فرمان عملي کیدونکی دی او هغه هرڅه اوري او په هرڅه خبر او دانا دی. ( دوهم، دریم، څلورم او پنځم آیتونه)

شیعه ګان په دې عقیده دي چي په دغه وخت کي د حضرت پیغمبرص لور فاطمې رض ته خاصي وحی راغلې. ویل کیږي چي دا وحی له وروستي امام المهدي سره دي. Hughes, Dictionary of Islam PP 572-73

په دې موضوع کي زیات تفصیل موږ له موضوع څخه لیري کوي خو په لنډ ډول باید ووایو چي شیعه د اسلام خلافت د علي او د هغه د اولادونو حق بولي. علي ته په خاص تقدس قایل دي او بالاخره وايی چي په قرآن شریف کي د علي او د هغه د اولادونو په باره کي آیتونه موجود ول او هغه له قرآن شریف څخه ایستل سوي دي. دغه راز علي ته په داسی مقام قایل دي چي، که څه هم په خوله او په ظاهره څه نه وايي، عملاً یې تر پیغمبرص لوړ بولي. په مقابل کي سنیان پر دې خبري کلک ولاړ دي چي په قرآن کي لاس نه دی وهل سوی او دا هغه سورتونه او آیتونه دي چي پر حضرت محمدص باندي وخت په وخت نازل سوي دي. د سنیانو دا خبره ځکه معقوله ده چي هغه وخت چي دریم خلیفه عثمان بن عفان د قرآن د واحد متن د ترتیبولو کار ته ملا وتړله نو په هغه وخت کي په زرهاوو داسی کسان موجود ول چي قرآن شریف یې ټول په یاد وو او د حضرت عثمان او بل هیچا لپاره دا مقدوره نه وه چي په آیتونو کي یا لاس ووهي او یا یې کم او زیات کړي. په هر صورت، که د دواړو خواوو لیکنو او کتابونو ته مراجعه وکړو نو څرګندیږي چي د دوی اختلافات تر هغه چي دوی یې څرګندوي ډېر ژور دي.

د اهل تشیع مشران د قرآن شریف د آیتونو پر شمېر باندي له سنیانو سره اختلاف لري. د مثال په ډول د هغوی یو لوی مبلغ او مشر آیت الله سید کمال حیدري، چي اوس هم په یوټیوب کي تبلیغ کوي، وايی چي په قرآن کي تحریف نه دی راغلی بلکه آیتونه یې کم سوي دي. دی وايی دغه قرآن چي څه باندي ۶۰۰۰ آیتونه لري ناقص دی او اصلي قرآن ۱۷۰۰۰ آیتونه لري. کمال حیدري وايی قرآن په اصل کي درې جلده وو چي یو جلد یې زموږ په لاس کي او دوه نور جلدونه یې له امام زمان سره دي چي هغه به یې له ځان سره راوړي.

دا بحث پر دې ځای نه ختمیږي بلکه د اهل تشیع ستر محدثین او مذهبي مشران د موجود قران شریف آیتونه هم ناقص بولي. احسان الهی ظهیر د اهل تشیع د یوه مشهور محدث محمدابن یعقوب الکلینی( ۸۶۴-۹۴۱ میلادي) له قوله لیکي: « ما له ابی عبدالله ( امام جعفرصادق، جهاني) څخه واورېدل چي ویل یې موږ یو چي خدای زموږ اطاعت پر خلکو باندي فرض کړی دی. خلک زموږ د پېژندلو لپاره کوښښونه کوي او له بې خبری څخه خطاکار دي. چا چي موږ و پېژندلو هغه مومن دی او چا چي ونه پېژندلو هغه کافر سو. او چا چي موږ و نه پېژندلو تر هغه وخته به ګمراه وي چي تر څو پوری یې هغه هدایت ته رجوع نه وي کړې چي خدای د هغه په اساس زموږ اطاعت فرض کړی دی » ظهیر، شیعه وسنت ص ص ۱۰۵-۱۰۶

« کلینی په یوه بل روایت کي د زراره او له هغه د ابی جعفر له قوله وايي چي د اسلام اساس پر پنځو شیانو ایښودل سوی دی: لمونځ، زکات، حج، روژه او ولایت. زراره وايی ما سوال ورڅخه وکړ چي په دې کي کوم یو مهم دی هغه وویل ولایت تر نورو افضل دی» هغه کتاب ص ص ۱۰۶-۱۰۷

ظهیر د اهل تشیع د یوه بل معتبر کتاب بصایرالدرجات په حواله لیکي: « امیرالمونین وویل خدای زما ولایت د مځکي اوسېدونکو ته تقدیم کړ. هر چا چي اقرار وکړ هغه قریب سو او چا چي انکار وکړ هغه لیري سو. و د عجایب العجایب څخه دا ده چي یونس ع انکار وکړ او خدای هغه د ماهي په نس کي تر هغه بند کړ چي اقرار یې نه وو کړی» هغه کتاب ص ص ۱۰۷-۱۰۸

د سنیانو او اهل تشیع مهم اختلاف د قرآن شریف د آیتونو پر سر دی. اهل تشیع وايي د موجوده قرآن شریف له آیتونو څخه ځیني برخي ایستل سوي دي. د هغوی دا ادعا د آیت الله سیدکمال حیدري له هغی وینا سره تضاد لري چي وایی موږ نه وایو چي په قران شریف کي لاسوهنه سوې ده بلکه د قرآن شریف آیتونه کم سوي دي.

« محمدبن یعقوب الکلینی د جابر او هغه د ابی جعفر له قوله روایت کوي چي وايی ما پوښتنه وکړه چي علي بن ابی طالب ته ولي امیرالمونین وايی هغه راته وویل دا لقب  پخپله خدای ورکړی دی. او په خپل کتاب کي یې رواړي دي ( و اِن اخذ ربک من بنی آدم من ظهورهم ذریتهم  و اشهدهم علی انفسهم الست بربکم و اِن محمد رسولی و اِن علیاً امیرالمونین) او په دې هر څوک پوهیږي چي په آیة کي ( ان محمدرسولی و ان علیاً امیرالمونین) نسته. او شیعه ګانو دغه برخه له ځانه جوړه کړې ده او پر خدای باندي یې تهمت ویلی دی » هغه کتاب ص ۱۰۹

ظهیر د کتاب الحجة من الکافي په حواله لیکي« هغه د ابی بصیر او هغه د ابی عبدالله څخه روایت کړی دی چي په قرآن کي راغلي دي ( سأل سایل بعذاب واقع للکافرین بولایة علی لیس له واقع) او وروسته یې وویل په الله مي دي قسم وي چي جبریل پر محمدص باندي په همدغه توګه ایة نازل کړ » هغه کتاب ص ۱۱۰

په پورتني قرآني متن کي، چی د سورة المعارج ۷۰، دوهم او دریم آیتونه دي، (بولایة علي ) کلمه له سره وجود نه لري. خو ابی عبدالله د الله په نوم سوګند یادولو سره ځان ګنه کار کړی دی. البته که دا خبره ومنو چي ابی عبدالله یا امام جعفرصادق به دا سوګند ریشتیا هم یاد کړی وي، چي چنداني د منلو خبره نه ده.

زما سره د اهل تشیع کتابونه نسته او یوازي د حقدیقةالشیعه په نوم یو کتاب یې لرم چي په پنځه لسمه میلادي پېړۍ کي د شیعه مذهب یوه لوی او مشهور رهبر احمدبن محمد معروف په مقدس اردبیلي لیکلی دی. په دې کتاب کي، چي ټول ۷۸۲ مخه دی، هم د حضرت علي د شخصیت او امامت په باره کي ډیري زیاتي مبالغې سوي دي او ځیني آیات د لیکوال یا نورو راویانو له سلیقې سره سم تفسیر سوي او تعبیر سوي دي.

د کتاب لیکوال اردبیلي د حضرت علي د امامت د حق د اثبات لپاره یوه کیسه راوړي او لیکي « چي کله سورة توبه نارل سو نو رسول اکرم ص ابوبکررض ته د هغه سورة ۳۰ یا څلوېښت آیتونه ورکړل او ورته وې ویل چی د حج په موسم کي مکې ته ولاړ سی او دا آیتونه د مکې خلکو ته ولولي. کله چي ابوبکر روان سو نو جبرییل نازل سو او حضرت رسول ص ته یې وویل چي خدای تعالی سلام وایی چي دا کار باید یا ته پخپله وکړې او یا خپل سړی ولېږې. حضرت رسول ص علي ته وویل چی سمدستي پر اوښ سپور سه او له ابوبکر څخه هغه آیتونه واخله او د مکې خلکو ته یې ورسوه. هغه هم ځان په ابوبکر پسی ورساوه او آیتونه یې ورڅخه واخیستل. کله چي ابوبکر راستون سو نو له حضرت رسول ص څخه یې پوښتنه وکړه چي دا کار یې ولي وکړ هغه ورته وویل چی الهی امر راباندي وسو چی یا باید زه پخپله مکې ته ولاړ سم او یا زما خپل سړی ولېږم. څرنګه چي علي زما خپل وو نو ځکه مي دا ماموریت هغه ته وسپاره. او له دې څخه په څرګنده ښکاري چي حضرت امیرالمونین له انحضرت څخه دی او د هغه په درجه کي دی او دا پخپله د هغه پر امامت باندي یو بل دلیل دی » اردبیلی، حدیقة الشیعة ص ص ۹۴-۹۵

« کله چي د عمَّ یتساءلون عن النباءِالعظیم آیة نازل سو نو حضرت رسول د هغه آیة د تلاوت په وخت کي وویل چي په تحقیق سره چي کله خلک مړه سی نو په قبرونو کي به د امیرالمومنین د ولایت پوښتنه ورڅخه کیږي نو نه په مشرق او نه په مغرب کي څوک پسله مرګه پاتیږي چي منکراو نکیر له هغه څخه پوښتنه ونه وکړي چي خدای دي څوک دی، دین دي څشي دی، پیغمبر دي څوک وو او څوک دي د خدای د رسول پر ځای باندي امام او ځای ناستی باله » هغه کتاب ص ۹۹

اردبیلي او یا له هغه څخه مخکي د شیعه مذهب نورو مشرانو او مفسرینو د قرآن شریف د آیتونو تعبیر له خپلو زړونو او غوښتنو سره برابر کړی دی. مثلاً د الرحمن د سورة دا آیة ( مرج البحرین یلتقیان بینهما برزخ لا یبغیان فبای آلاء ربکما تکذبان یخرج منها اللوءلوء والمرجان ) یې داسي تعبیر کړی دی چي له بحرین څخه یې مطلب امیرالمومنین او فاطمة الزهرا او برزخ د خدای رسول او لوءلوء او مرجان امام حسن او امام حسین دي. ص ۷۷

اوس به نو له اردبیلي یا نورو شیعه مفسرینو څخه څوک پوښتنه وکړي چي دوی د خدای تعالی په نیت څه پوه سول او دا ترجمه او تعبیر یې په کوم اساس کړی دی.

اردبیلي د ځینو محدثینو او راویانو له قوله یو حدیث نقلوي او وايی حضرت رسول اکرم ص وویل چي د علي دوستي داسي نیکي او ثواب دی چي که یې څوک ولري نو هیڅ خطا او ګناه تاوان نه سی ورته رسولای؛ او څوک چي له علي سره عداوت او دښمني ولري نو چي هر څومره ثوابونه او ښه کارونه یې کړي وي ګټه نه ورته کوي.  دغه راز د انس بن مالک او احمد بن حنبل په کتابونو کي راغلی دي چي که ټولو خلکو په زړونو کي د علی مینه لرلای نو حق تعالی به دوږخونه نه وای پیدا کړي.

دغه راز ویل سوي دي چي یوه سړي له سلمان فارسي څخه پوښتنه وکړه چي علي ولي درباندي ګران دی؟ هغه وویل له پیغمبرص څخه مي اورېدلي چي ویل یې هر هغه څوک چي له علي سره دوستي کوي په حقیقت کي زما سره دوستي کوي او څوک چي له علي سره دښمني کوي هغه زما دښمن دی.

دغه راز په مناقب خوارزمیه کي د عبدالله بن عمر له قوله ویل سوي دي چي حضرت رسول ص وویل څوک چی له علي سره مینه لری نو حق تعالی د هغه لمونځونه او د شپې عبادتونه قبولوي او پوه سی! هر څوک چي له علي سره مینه لری حق تعالی د هغه د وجود د رګونو په حساب ښارونه وربخښي. پوه سی! هر څوک چي د محمدص له آل سره مینه ولري هغه د حساب او کتاب او پل صراط څخه خلاص دی. او هرڅوک چي د آل محمدص سره مینه ولری نو هغوی به له پیغمبرانو سره جنت ته داخلیږي. او هر څوک چي د آل محمد سره دښمني ولري په قیامت به یې د دوو سترګو ترمنځ لیکلی وي چي دا سړی د الله له رحمت څخه لیري او محروم دی. هغه کتاب ص ص ۲۰۵-۲۰۶

اردبیلي دغه راز لیکي چي په قیامت کي به د انحضرت ص د بیرغ، پل صراط او د کوثر د حوض اختیار د علي په لاس وي او جنت ته د تللو اجازه به علی ورکوی او دوږخ ته د تللو حکم به هم علي ورکوي. خوارزمي د ابن عباس له قوله وايي چي انحضرت ص به  کوثر د حوض پر غاړه ولاړ وي او جبرییل ته به امر وسي چي د جنت په دروازه کي کښیني او هر څوک چي د علي اجازه او لیکلی سند ونه لري هغه دی جنت ته نه پریږدي.

او جابر بن سمره ویلي دي چی له حضرت رسول ص څخه یې پوښتنه وکړه چي په قیامت کي به ستا بیرغ له چاسره وي هغه ورته وویل له هغه چا سره به وي چي په دنیا کی زما بیرغ ورسره وو او هغه علی بن ابی طالب دی. او له عبدالله بن عباس څخه روایت دی چي څوک چي د علي د دوستی او ولایت سند په لاس کي ونه لري هغه له پل صراط څخه نه سی تېرېدلای. هغه کتاب ص ۲۰۸

اردبیلي لیکي چي حضرت رسول ص وویل ستوري د اسمان ساتونکي دي. که ستوري نه وي اسمان نړیږي. دغه راز زما اهل بیت د دې مځکي امان او ساتونکي دي. که هغوی نه وي نو د مځکي د مخ تول موجودات به له منځه ولاړ سي. هغه کتاب ص ۱۷۸

د اردبیلي کتاب له سره تر پایه له دغه راز مبالغو، غیرموثقو احادیثو او د قرآن شریف د آیتونو له عندي تعبیرونو او تفسیرونو څخه ډک دی او په حقیقت کي ټول کتاب د همدغه یوه مقصد لپاره ترتیب سوی دی. کله چي څوک دا کتاب لولي، چي ښايي د اهل تشیع نور کتابونه به هم له دغه راز عباراتو څخه ډک وي، نو سړی ویلای سي چي د سني او شیعه اختلاف یوازي له علي څخه د خلافت د حق د سلبېدلو پر سر نه دی بلکه دا اختلافات دومره ژور دي چي د دواړو مذهبونو لاري یې بیخي سره بیلي کړي دي او په هیڅ توګه یې د پخلایني او نیژدې کېدلو امکان موجود نه دی.

کله چي د شیعه مذهب په باره کي « احسن الفتاوی » ته مراجعه کوو، چي فتاوای قاسمیه او د سني فتاوا نورو کتابونو هم استناد په کړی او مراجعه یې ورته کړې ده نو څرګندیږي چي سني مذهبي علماء اهل تشیع ته مشرکین وايی او کله چي اهل تشیع د هغوی دا حکمونه ګوري نو طبیعي خبره ده چي هغوی سنیانو ته مشرکین وايی.

د اهل تشیع د کفر حکم:

د احسن الفتاوی د کتاب، چی ټول ۱۰ جلده دی، د لومړي جلد د « حقیقت شیعه » په فصل کي لولو: « که څوک حضرت علی رض له نورو صحابه وو څخه بهتر بولي نو دا فقط د هغوی عقیده ده او په دې عقیده څوک نه کافر کیږي؛ مګر نن سبا چي د هغوی عقاید ګورو نو په کفر کي یې هیڅ شک نسته. دوی په متواتر شکل د قرآن په متونو کي لاس وهي او تحریفوي یې او په دې کي موږ شبهه نه لرو»

احسن الفتاوی د اهل تشیع د « تفسیرصافی » د مقدمې په حواله لیکي چي د اهل بیت څخه چي کوم روایات ترلاسه سوي دي په هغو کی ښودل سوې ده چي هغه قرآن چي زموږ په لاس کي دی هماغه عین قرآن نه دی چي پر محمدص باندي نازل سوی دی؛ بلکه په هغه کي ځیني برخي داسي دي چي د الله تعالی له خوا د نازل سوي قرآن سره توپیر لري او ځیني برخي یې تحریف سوي دي او ډېر نومونه او شیان ورڅخه ایستل سوی دي. مثلاً د حضرت علي نوم په ډېرو ځایونو کي ایستل سوی دی. احسن الفتاوی ص ۷۵

دغه راز د احتجاج طبرسي د ۱۲۸ مخ په حواله لیکي : له قرآن څخه چي څه برخي ایستل سوي دي او یا تحریفونه پکښي راغلي دي که زه دا ټول بیانوم نو دا خبره اوږدیږي او داسي شیان به څرګند سي چي د هغو اظهار ته تقیّه اجازه نه ورکوي. هغه کتاب هغه مخ

د شیعه مذهبي مشر علامه نوري د « فصل الخطاب» د کتاب د ۳۰ مخ په حواله لیکي: محدث جزایري وايی چي زموږ ټول اصحاب پر دې خبري متفق دي چي د قرآن په متن کي په پرله پسې توګه تحریفات سوي دي. هغه کتاب ص ۷۶

د اصول کافی د ۶۷۱ مخ په حواله لیکي: له ابوعبدالله( امام جعفرصادق، جهاني) څخه روایت دی چي وايی زموږ سره د حضرت فاطمه رض قرآن موجود دی. د فاطمې قرآن ستاسي د قرآن درې چنده دی او په خدای مي دي قسم وي چي ستاسي د قرآن یوه کلمه په هغه کي نسته. له ابوعبدالله څخه روایت دی چي هغه قرآن چي جبرییل علیه السلام حضرت محمدص ته راووړ په هغه کي ۱۷۰۰۰ آیتونه وه.

احسن الفتاوی د اصول کافی د ۶۶۹ مخ په حواله لیکي: « ابوجعفر ویلي دي چي قرآن څلور برخي وو. یوه بر خه یې زموږ په باره کي وه. یوه څلورمه یې زموږ د دښمنانو په باره کي وه. یوه ربع یې سنن او امثال دي او بله څلورمه یې فرایض او شرعي احکام وه.» هغه کتاب ص ۷۸

دغه راز د اصول کافي د ۲۶۲ مخ په حواله لیکي: ابوبصیر، له ابو عبدالله څخه روایت کوي چي دا آیة ( من یُطع الله و رسولهُ فقد فاز فوزاً عظیما) څوک چي د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړي هغه ته به ستر بری ور په برخه وي. اصلاً داسي وو: من یُطِع الله و رسولهُ فی ولایة علي والآءمة من بعدهِ فقد فاز فوزاً عظیما. ص ۷۹

د اصول کافي د ۲۶۳ مخ په حواله لیکي: ابوعبدالله سوګند یاد کړی چي هغه آیة ( ولقد عهدنا الی آدم من قبل فنسی) اصلاً داسي نازل سوی وو: ( ولقد عهد نا الی آدم من قبل کلماتٍ فی محمد و علی و فاطمه والحسن والحسین والآیمة من ذریتهم فنسی) هغه مخ

د اصول کافي د ۲۶۷ مخ په حواله لیکي: جبرییل علیه السلام چي دا آیة راووړ ( ان الذین ظلموا لم یکن الله لیغفرلهم و لا لیهدیم طریقاً . . یا ایهاالناس قد جاءکم الرسول بالحق من ربکم فآمنوا خیرالکم و ان تکفروا فانالله ما فی السموات و ما فی الارض . .

اصلاً داسي وو ( ان الذین ظلموا آل محمد حقهم لم یکن الله لیغفر لهم ولا لیدیهم طریقاً یا ایهالذین قدجاءکم الرسول بالحق من ربکم فی ولایة علی فآمنو خیرالکم و ان تکفروا بولایةِ فا ن الله ما فی السموات . ) هغه کتاب ص ۸۰

د اصول کافي د ۲۶۴ مخ په حواله لیکي: هغه آیة چي جبرییل راوړی دی چي ( یا ایهاالذین اوتوالکتاب امنوا بما نزلنا)  اصلاً داسي وو چي ( یا ایهالذین اوتوالکتاب آمنوا بما نزلنا فی علیّ نوراً مبیناً) هغه کتاب هغه مخ

د اصول کافي د ۶۷۱ مخ په حواله لیکي: حضرت علي چي کله د قرآن له لیکلو څخه فارغ سو نو هغه یې خلکو ته راووړ او ورته وې ویل چي دا د الله کتاب دی چي پر محمدص باندي نازل سوی دی ما هغه له دوو تختو ( لوحو) څخه راجمع کړی دی. خلکو ورته وویل چي زموږ سره د الله کتاب موجود دی نو دې دوهم کتاب ته څه حاجت دی. حضرت علي ته قهر ورغی او ویې  وېل چي زما دي په خدای سوګند وي تاسی به بیا ددې قرآن مخ ونه وینی. زما همدومره مسوولیت وو چی تاسی ته مي قرآن جمع کړ او تاسي ته مي راووړ څو تاسي یې ولولی. هغه کتاب ص ۸۱

احسن الفتاوی په همدغه مخ کي لیکي:

د اصول کافي په ۱۳۹ مخ کي دوه ځایه راغلي دي چي بشپړ قرآن له حضرت علي پرته بل هیچا ته معلوم نه دی.

د احتجاج طبرسي په ۲۵ مخ کي راغلي دي چي په قرآن شریف کي داسي کلمات دي چي هغه د خدای تعالی نه دي.

د احتجاج طبرسي په ۱۳۰ مخ کي راغلي دي چي قرآن مجید د دین د دوستانو یا اولیاءالدین دښمنانو ترتیب کړی دی.

د همدغه کتاب په همدغه مخ کي راغلي دي چي په قرآن کي د حضرت محمدص سپکاوی سوی دی.

د فصل الخطاب په ۳۰ مخ کي راغلي دي چي د قرآن ترتیب د خدای د ارادې په خلاف دی. هغه کتاب ص ۸۱

« شیعه په دې عقیده دي چي له الله تعالی څخه اشتباه کېدلای سي او اشتباهات یې کړي دي. دوی دغي اشتباه یا غلطۍ ته  بداء وايی. شیعه په دې عقیده دي چي د بداء تر حمایه کولو او پر هغې باندي عقیدې لرلو څخه بهتر عبادت نسته »

د اصول کافي د ۱۸۴ مخ په حواله لیکي چي د الله په نزد تر دې لوی عبادت نسته چي سړی بداء ته عقیده ولري.

د اصول کافي د ۸۶ مخ په حواله لیکي چي امام رضا ویلي دي چي الله تعالی هر نبي ته شراب حرام کړي او حکم یې ورته کړی دی چي بداء به مني.

د همدغه کتاب د همدغه مخ په حواله لیکي چي ابوعبدالله ویلي دي چي که خلکو ته دا معلومه سوې وای چي پر بداء باندي عقیده درلودل څومره ثواب لری نو هیڅ وخت به له دې عقیدې څخه اوښتي نه وای. حضرت علي ویلي دي چي الله تعالی د ابومحمدپه باره کي هغه سهو وکړه چي د موسی په باره کي یې کړې وه. احسن الفتاوی ص ص ۸۱-۸۲

احسن الفتاوی د اهل تشیع سره د اهل تسنن د مخالفت په بر خه کي دونه مخته ځي چي هغوی حتی اهل کتاب هم نه بولي او زندیق یې بولي؛ او زندیق پر  دوه قسمه بولي.

۱: منافقین دي چي د اسلام دعوه کوي او کفریه عقاید لري خو پټوي یې. علامه التفتازاني وايي که یو څوک د نبی ص نبوت مني او د اسلام تول شرایط او شعایرمني مګر په باطن کي کفري عقاید ولري هغه د علماوو په اتفاق زندیق دی ( شرح المقاصد جلد ۲ صفحه ۲۶۹)

۲: هغه کسان دی چي د اسلام د عقایدو باطله تأویلات کوي دغه ډول کسان که څه هم خپل کفري عقاید نه پټوي او د خپلو عقایدو د خپرولو کوښښ کوي هغه زندیق دی. هغه کتاب ص ۸۸

د زندیق په برخه کي احکام:

۱: زندیق واجب القتل دی.

۲: تر نیول کېدلو وروسته د هغه توبه نه قبلیږي او تر ګرفتارۍ مخکي یې توبه قبلیږي.

۳: له هغه سره د مسلمان نکاح حرامه ده.

۴: د هغه په لاس د ذبح سوي حیوان غوښي حرامي دي.

متعه یا صیغه یا موقتي نکاح:

متعه یا صیغه ( موقتي نکاح)  یوه له هغو مسایلو څخه ده چي اهل تسنن او اهل تشیع د هغې پر سر سخت مخالف دي او حتی اهل تسنن یې د زنا یو ډول بولي. اهل تسنن په دې عقیده دي چي حضرت رسول ص خپلو ځینو اصحابو ته یوازي د یوه ځل لپاره د متعې اجازه ورکړې وه او وروسته یې هغه ناروا کړه. د صحیح مسلم  په کتاب النکاح کي په دې اړه ډېر احادیث موجود دي.

« سبرةالجُهني وايي د الله پیغمبرص موږ ته د موقتي واده کولو اجازه راکړه. نو زه او زما یو بل ملګری روان سولو او د بنو عامِر د قبیلې یوه ښځه مو ولیده چي لکه د ځواني اوښي داسي اوږده غاړه یې وه. موږ ورسره مخامخ سولو او د موقتي واده کولو پېشنهاد مو ورته وکړ. دې پوښتنه وکړه چي موږ به په ولور کي څشي ورکړو؟ ما ورته وویل چي زما خرقه به درکړم او زما ملګري هم ورته وویل چي خپله خرقه به ورکړي. زما د ملګري خرقه زما تر خرقې ښه وه مګر زه بیا تر هغه ځوان وم. کله چي یې زما د ملګري خرقه ولیده خوښه یې سوه او کله چي یې زما ځوانۍ ته وکتل نو زه یې خوښ سوم. دې راته وویل چي ته او ستا خرقه زما لپاره کافي دي. نو ما له هغې سره درې شپې تیري کړې. او وروسته د الله پیغمبرص وویل چي هر چا چي کومه ښځه په موقتي توګه په نکاح کړې وي هغه باید پریږدي » صحیح مسلم حدیث عمومي نمبر ۳۲۵۲  —- کتاب النکاح حدیث ۲۳

د همدغه سبرةالجهني زوی ربیع بن سبرة د خپل پلار له قوله همدغه حدیث تکراروي. کتاب النکاح حدیث ۲۴

د  سبرةالجهني لمسی عبدالملک د خپل پلار ربیع بن جهني له قوله وايي حضرت پیغمبرص د هغه پلار ته د مکې د فتح په کال دغه اجازه ورکړې وه. هغه کتاب حدیث ۲۸

ورپسې حدیث ۲۹ د سبرة بن معبد له قوله همدغه کیسه تکراروي او وايي چي پیغمبر ص د مکې د فتح په کال دوی ته د موقتي واده کولو اجازه ورکړه.

په ورپسې حدیث ۳۰ کي ربیع بن سبرة د خپل پلار له قوله وايی چي حضرت پیغمبر موقتي واده منع کړ.

د همدغه کتاب ۳۲ حدیث وايی: « عُروه بن زبیر ویلي دي چي عبدالله بن زبیر په مکه کي ولاړ سو او وې ویل چي الله هغه کسان په زړونو ړانده کړي دي لکه ځیني کسان چی یې د سرپه سترګو ړانده کړي دي چي موقتي واده کول روا بولي؛ او مطلب یې ابن عباس ته اشاره وه. ابن عباس ورته وویل چي ته یو بې تربیې سړی یې او عقل نه لرې. زما په ژوند کي او د پیغمبرص په ژوند کي موقتي واده کول روا وو او خلکو کاوه. ابن زبیر ورته وویل نو دا دی ویې کړی خو زما دي په الله قسم وي چي زه به تاسی ستاسی په خپلو ډبرو سنګسار کړم. ابن شهاب وویل خالد بن مهاجر بن سیف الله ماته ویلي دي چي زه د یوه سړي  له څنګه ناست وم او یو سړی راغی له هغه څخه یې د متعې یا موقتي واده په باره کي پوښتنه وکړه او هغه اجازه ورکړه چی کولای یې سي. ابن ابوعمره الانصاري ورته وویل چي په دې برخه کي احتیاط کوه ځکه چي موقتي واده ته یوازي د اسلام په لومړیو شپو کي اجازه ورکړه سوې وه. هغه هم د ضرورت په اساس وو لکه د ضرورت په وخت کي چي د ټپوس غوښي او د خوګ ویني او غوښی خوړل روا دي. او وروسته الله د اسلام احکام سخت کړل او متعه یې ناروا کړه»

د همدغه کتاب النکاح په ۳۳ حدیث کي هماغه سبرةالجهنّی چي ویل یې پیغمبرص د موقتي واده کولو اجازه ورکړه؛ د خپل پلار له قوله وايی چي حضرت پیغمبرص موقتي واده منع کړ او موږ ته یې وویل چي موقتي واده تر قیامته پوري منع دی او هرچا چي له کومي ښځي سره موقتي واده کړی او ولور یې ورکړی وي هغه دي له هغې ښځي څخه نه اخلي.

په ۳۴ حدیث کي راغلي دي چي علي ابن ابی طالب وايی چي د الله پیغمبرص د خیبر په ورځ له ښځو سره موقتي واده کول او د اهلي خرو غوښي خوړل منع کړل.

البته په دې احادیثو کي د پام وړ ستونزه دا ده چي یو ځل سبرةالجهنّي وايی چي موږ ته پیغمبرص د مکې د فتح په کال د موقتي واده کولو اجازه راکړه، چي دا د هجرت لسم کال دی. بل ځل همدغه سبرة د خپل پلار له قوله، چی نوم یې نه یادوي، وايی چي حضرت پیغمبرص  موقتي واده کول منع کړل او دلته د موقتي واده کولو د ممانعت وخت معلوم نه دی، چي کله. خو حضرت علي وايی پیغمبرص د خیبر د جنګ په وخت کي، چي د هجرت پنځم کال دی، موقتي واده او د اهلي خره غوښي خوړل منع کړل.

له دې څخه مخکي د صحیح مسلم شپږ پرله پسې احادیث وايي چي متعه یا موقتي واده د حضرت پیغمبرص په زمانه کي رواوه.

« جابر بن عبدالله او سلامه بن الاکوا وايي چي موږ ته د الله د پیغمبرص له خوا سړی راغی او وې ویل چي هغه تاسي ته د موقتي واده کولو څخه د ګټي اخیستلو اجازه درکړې ده» حدیث ۱۷

« سلامه بن اکوا او جابر بن عبدالله وویل چي حضرت پیغمبرص موږته راغی او د موقتي واده کولو یا متعه اجازه یې راکړه» حدیث ۱۸

« ابن جوریج د عطا له قوله وايي چي جابربن عبدالله د عُمرې لپاره تللی وو او کله چي خپل ځای ته راغی نو خلکو د مختلفو مسایلو په باره کي پوښتني ورڅخه وکړی. بالاخره یوه سړي د متعه په باره کي پوښتنه ورڅخه وکړه او ده وویل: بلې موږ د حضرت پیغمبرص، ابوبکر صدیق او عمر په وخت کي متعه کوله» حدیث ۱۹

البته وروسته همدغه جابربن عبدالله وایی: « موږ د پیغمبرص او ابوبکر په وخت کي متعه کوله او ښځو ته مو خرماوي او یو څه اوړه په ولور کي ورکول او عمر متعه د عمرو بن حارث په قضیه کي منع کړه» حدیث ۲۰

« ابوندره وايی یوه سړي له جابر بن عبدالله څخه د متعه په باره کي پوښتنه وکړه. ده ورته وویل چي موږ د پیغمبرص او ابوبکر په وخت کي متعه کوله خو عمر متعه منع کړه او موږ هم بیا له متعې څخه لاس واخیست » حدیث ۲۱

دلته موږ ګورو چي په ټولو ذکر سویو احادیثو کي د متعه اجازه ورکړه سوې ده. حتی د ابوبکر رض په زمانه کي هم متعه رواوه او عمررض هغه منع کړې ده. که چیري د صحیح مسلم دغه احادیث ومنو نو د متعه په مسله کي له اهل تشیع سره په جنجال کي پاته کیږو؛ ځګه چي دا یو حدیث نه دی چي سړی به شک پکښي وکړي بلکه تقریباٍ دوولس احادیث دي. څرنګه چي صحیح مسلم د اعتبار په اساس، له قرآن شریف څخه وروسته، له صحیح بخاري سره مساوي مقام لري نو سړی مجبور دی چي باید په اهمیت ورته قایل سي. البته که متعه عمرفاروق رض منع کړې وي نو دا عمل یې د ده د ژوند په ترټولو ښو کارونو کي  شمېرلای سو.

خو یوه خبره باید وکړو چي امام مسلم او نورو محدثینو، د احادیثو په جمع کولو کي، خپل کار بشپړ کړی نه دی. کله چي د متعه په څېر یوې مهمي حیاتي موضوع په باره کي لس دوولس، له یوه بل سره مختلف، روایات او احادیث موجود وي؛ لوستونکي ګمراه کیږي. د احادیثو سني پیروان به اهل تشیع ته کوم حدیث وړاندي کوي؟ ځکه چي په احادیثو کي دومره توپیر موجود دی چي د یوې مشخصي مسلې په باره کی هم د سبرة الجهُنّي او هم د هغه د پلار له قوله یو حدیث نقلیږي. یو ځل سبرةالجهینی وايي چي دی او یو بل ځوان یوې ښځي ته ورغلل او هغه یې په موقتي توګه په نکاح یا متعه کړه. بل ځل پخپله جُهینی همدغه کیسه د خپل پلار له قوله کوي. دلته د محدثینو وظیفه وه چي دا احادیث یې سم تصفیه کړي وای ځکه چي موږ اورېدلي دي چي د احادیثو شمېر تر ۶۰۰ زرو پوري رسېدی او امام بخاري او نورو محدثینو هغه تصفیه کړل او، د خاصو فورمولونو په اساس یې، سم او د اعبتار وړ احادیث پکښي انتخاب کړل. مګر موږ ګورو چي د دومره یوې مهمي موضوع په باره کي بیا هم له بې احتیاطی څخه کار اخیستل سوی دی؛ او د شیعه او سني ترمنځ یې جنجال ته زمینه برابره کړې ده.

اهل تشیع نه یوازي متعه روابولي بلکه دغه عمل ته په یوه خاص فضیلت قایل دي. احسن الفتاوی د اهل تشیع د یوه معتبر تفسیر منهاج الصادقین د ۳۵۶ مخ په حواله وایی چي « جعفرصادق ویلي دي چی د متعه د جنابت له غسل څخه د اوبو له هرڅاڅکي څخه ۷۰ فرشتې پیدا کیږي او هغوی د متعه کونکي لپاره تر قیامته پوري د مغفرت دعا کوي.

نبی علیه السلام ویلی دي چي که څوک یو ځل متعه وکړي نو د خدای له قهر څخه نجات پیدا کوي. که دوه ځله متعه وکړي نو هغه به د قیامت په ورځ له نیکانو سره یو ځای حشرګاه ته ځي او که درې ځله متعه وکړي نو هغه به په جنت کي زما سره یو ځای وي» احسن الفتاوی جلد اول ص ۹۳

احسن الفتاوی د تفسیر منهاج الصادقین د ۲۵۶ مخ په حواله وايی« رسول الله ص ویلي دي چي که څوک یو ځل متعه وکړي هغه ته به د حضرت حسن رتبه ورکوله کیږيږ که دوه ځله متعه وکړي درجه به یې د حضرت حسین وي. که درې ځله متعه وکړي درجه به یې د حضرت علي وي او که څلور ځله متعه وکړي نو هغه ته به زما درجه ورکوله کیږي. هغه مخ

احسن الفتاوی اهل تشیع ته له دې امله کفار وايی چي هغوی حاضر قرآن نه مني:

« د شیعه مذهب پر دې خبري اتفاق کړی دی چي هغه قرآن چي زموږ په لاس کي دی د هغه یو حرف هم صحیح نه دی او د هغوی مذهب پر دغه اصل ولاړ دی. که څه هم چي ځیني شیعه ګان قرآن ګوري او تلاوت یې کوي. د دوی په کتابونو کي لیکل سوي دي چي دا مسله له متواتراتو څخه ده. د متوتراتو څخه یې مطلب دا دی چي دا کتاب دونه خپور سوی او دونه تکرار سوی دی چی په دنیا کي هیڅوک د هغه خلاف خبره نه مني. لکه یوه سړي چي مکه نه وي لیدلې مګر د مکې وجود ورته یقیني وي. دغه راز دوی ته د قرآن یو حرف هم یقینی نه دی مګر په دې پوهیږي چي په هغه کي کمی نه سي راوستلای. په داسي حال کي چي د اسلام پر دې خبري اتفاق دی چي څوک چي د قرآن له یوه حرف څخه انکار وکړي هغه کافر دی» هغه کتاب ص ۹۵

موږ ټول عمر دا خبره اورو او پخپله مو هم کړې ده چي شیعه او سني دواړه مسلمانان دي. دواړه قرآن شریف ته عقیده لري او دواړه د حضرت محمدص پررسالت باندي قایل مسلمانان دي نو دا دونه زیات اختلافات، چي زیاتره وختونه د یوه بل سره د جنګونو او یوه بل د قتلولو سبب سوي دي، د څه لپاره او ولی یې دوام کړی دی او ولی یې څوک نه حلوي. خو کله چي د دواړو خواوو ادعاوو او عقایدو ته مراجعه کوو نو بیا څرګندیږي چي دا اختلافات تر هغه چي موږ یې فکر کوو ډېر ژوردي. ځکه چي هغوی د اسلام پر اساس باندي، چي هغه د قران شریف مقدس کتاب دی، اختلاف سره لري. اهل تسنن یا سنیان قرآن شریف څه باندي ۶۲۰۰ آیتونه بولي او اهل تشیع وايی چي قرآن په اصل کي ۱۷۰۰۰ آیتونه دی. دا ډېر ستر اختلاف دی. سنیان د اهل تشیع د کتابونو او تفسیرونو په استناد، د هغوی دې ادعا ته اشاره کوي، چي سنیانو د قرآن شریف په آیتونو کي لاس وهلی او تحریف کړي یې دي او شیعه ګان په خپلو کتابونو او مطبوعاتي تبلیغاتو او ټلوېزیونونو کي وايي چي سنیانو آیتونه کم کړي او تحریف کړي دي.

په اسلامي نړۍ او اسلامي عقایدو کي نور اختلافات هم سته او هر اختلاف د اسلامي نړۍ د کمزوری سبب سوی دی خو د سني او شیعه ترمنځ اختلاف تر نورو ټولو ستر اختلاف دی او په تاریخ کي د ډیرو لویو خونړیو نښتو سبب سوی او د اسلام د انحطاط یو عمده عامل دی.

او که د اسلام د کمزوره کېدلو او انحطاط خبره کوو نو باید چي په عواملو کي یې تصوف ذکر کړو. تصوف، په خپل تاریخ کي، جنجالي پاته سوی دی؛ او ځینو لویو صوفیانو له دیني علماوو او فقهاوو څخه د کفر او شِرک فتوا اخیستې ده. لویو صوفیانو نه یوازي د کفر د فتوا پروا نه ده کړې بلکه لایې هم خپل بغاوت ته زور ورکړی دی. عوام، د علماوو په خلاف، د تصوف او صوفیانو د تبلیغاتو او خُرافاتو تر اغېزې لاندي راغلي او د علماوو لپاره یې یو ډول اجتماعي ستونزه او جنجال خلق کړی دی.

                            پاته لري

د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب