شنبه, مې 25, 2024
Home+د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

 ( دیارلسمه برخه )

د فتاوا د ځینو کتابونو ځینو حکمونو ته یوه کتنه:

کله چي موږ ک په څاه کي ولوېږي او هلته مړ سي او یا وروست سي؛ یا چرګه ورولوېږي او یا ماشوم  په څاه کي بولي وکړي نو موږ مُلا ته ورځو او هغه راته وايی چي د څاه اوبه بیرته  په څه توګه حلالي کړو. داسي سوالونه سته چي له هغو سره هرڅوک یا په عمومي او خلص ډول عوام نه مخامخ کیږي او که ورسره مخامخ سي نو ښايی د هر مُلا سره یې جواب نه وي. د همدغه مقصد او له ګمراهی څخه د خلکو د راګرځولو په منظور د فتوا یا شرعي حکم ورکولو لپاره خاص دفترونه او مرکزونه منځته راغلي دي چي هغوی ته دارالافتاء یا د فتواوو ځای ویل کیږي. څرنګه چي ټول مسلمانان په یوه عقیده نه دي او د مختلفو مذهبونو پیروي کوي او حتی د یوه مشخص سُني مذهب پیرو ملایان په عقایدو کي اختلاف سره لري نو دغه علت دی چي د فتاوا یا د فتواوو مختلف کتابونه لیکل سوي دي. د فتواوو دا کتابونه ځیني ان تر شلو ټوکو پوري رسیږي او ځیني یې پنځه شپږ ټوکه وي او د کتاب د مولف یا مولفینو په اند یې ټولو شرعي مسایلو ته توجه کړې او ټولو سوالونو ته یې جوابونه ویلي یا پیدا کړي دي. البته هیڅ مولوي او دیني عالم نه غواړي چي تر نورو پاته سي نو ځکه هر یوه کوښش کړی دی چي خپله د فتاوا کتابونه ولیکي. ځینو په دې کتابونو کي خپل زیارګاللی او ځینو زیاتره د نورو علماوو د فتاوا په کتابونو استنادونه کړي دي؛ او اوس یوازي د سني حنفي مذهبو د فتاوا کتابونه تر پنځوسو شپېتو زیات سوي دي.

د سني علماوو د فتاوا په کتابونو کي، که څه هم چي د ډ‌یرو موضوعاتو په برخه کي یې سخت احکام صادرکړي او ځیني یې له اوسنیو شرایطو سره نه لګیږي مګر په ځینو نورو امورو کي یې، چي نن سبا خلک په تېره بیا عوام په لګیا دي، د شریعت په اساس، داسي حکمونه کړي دي چي د ډیرو بدو او مزخرفو عاداتو، چی ځینی یې د کفر او شرک سبب کیږي، مخه نیسي. په وروسته پاتو اسلامي هیوادونوکي، چي افغانستان، ایران، پاکستان او د مرکزي اسیا اسلامي هیوادونه پکښي شامل دي، د زیارتونو جوړولو، زیارتونو ته تللو او د قبرونو په مچولو او حاجتونو په غوښتلو کي ډېره زیاته مبالغه کیږي. دا بد عادتونه نه یوازي د شریعت سره مخالف دي بلکه د ټولني د عامه ذهنیتونو د وروسته پاته کېدلو او پر خرافاتو باندي د عقیدو د ټینګېدلو سبب کیږي.

فتاوای عزیزی د محرم په میاشت کي د ماتم کول، چي زیاتره اهل تشیع په لګیا وي او سنیان هم په یوه او بل شکل برخه پکښی اخلي ناروا بولي او د کربلا د شهیدانو په نوم سینې ټکول او ځانونه وهل بدعت بولی. زیارتونه جوړول او سینګارول ټول بدعتونه بولي او د صحیح مسلم د حدیث په قول ( شرّالامورِ محدثاتُها و کُلُّ بدعتةٌ ضلالة) د نویو شیانو ایجادول ناروا دي او ټول بدعتونه ګمراهي ده. دغه ډول اعمال بدعتونه او ګمراهي بولي. ص ۱۸۵

همدغه فتاوا، د عنعنوي روایاتو په اساس، چي هیڅ ډول شرعي بنسټ نه لري، موسیقي حرامه بولي او هغه څوک کافران بولي چي موسیقي حلاله ګڼي. ص ۲۱۴

په داسي حال کي چي، په دې برخه کي، د کافر حکم یوازي پر هغه چا باندي کېدلای سي چي حرام ته حلال ووايی. او حرام هغه څه دي چي په قران شریف کي، د هغه په تحریم کي صراحت سوی وي. په قرآن شریف کي هیڅ داسی آیة نسته چي د موسیقي د تحریم په باب یې صراحت کړی وي؛ بلکه یوازي ځینو مفسرینو، او له هغې جملې څخه ابن کثیر، چي اکثر سني علماء په دغه برخه کي استناد په کوي، لهو لعب په موسیقي تعبیر کړی او نورو  مفسرینو او دیني عالمانو یې پیروي کړې ده. سني علماء په دې آیة استناد کوي:

و مِن الناس من یشترِی لهوالحدیث لیُضِلُّ عن سبیل الله بغیرعلمٍ و یتَّخِذها هُزواً اولیک لهم عذابٌ مهین. سورة ۳۱ آیة ۶

ترجمه: هغه کسان چي د لهو لعب ویناوي په، بې علمي کي، په پیسو اخلی او خلک د الله له لاري څخه اړوي او د چټیاتو او ریشخند لاره نیسي دوی ته توهینونکی عذاب ګوري.

دلته نو د موسیقی کلمه چیري ده؟ ابن کثیر وايي د لهو لعب او چټي ویناوو څخه یې مطلب موسیقي ده. په داسي حال کي چي دلته هغو ویناوو ته اشاره ده چي د خدای په احکامو او آیتونو پوري څوک ملنډي ووهي او خلک له لاري واړوي نو هغوی ته سخت عذابونه ګوري. یعني ټول لهو لعب یې مطلب نه دی؛ ځکه چي انسان د طاعت او ذکرونو تر څنګ تفریح او له دوستانو سره لیدلو او مجلسونو او غم او ښادی شریکولو ته ضرورت لري. او انسان دې شیانو ته داسي ضرورت لري لکه وجود چي اوبو او خوړو ته اړتیا لري. له بده مرغه چي په دې فتوا، چي سوونه کلونه سابقه لري، د قرآن شریف د آیتونو او احکامو په څېر، عمل کیږي. او خبره دې ځای ته رسېدلې ده چي څوک موسیقي حلاله بولي هغه کافر ګڼل کیږي.

فتاوای نظامیه یا مختصرنظام الفتاوی د قبرونو مچول او پر قبرونو باندي د ګلونو ایښودل، چي په پاکستان او هندوستان کي خصوصاً ډېر رواج لري، نه تنها ګناه او ګمراهي بلکه شرک بولي. ص ص ۱۰۱-۱۰۲

که د فتاوای نظامیه دا حکم غلط وي نو باید چي دیني علماوو د دې حکم د صادرونکي
پر ضد اقدام کړی وای ځکه چي د دې حکم په اساس په میلیونونو مسلمانانو ته، چي قبرونه مچوي او زیارتونو ته ګلونه وروړي او پر قبرونو باندي ګلونه شیندی، د مشرکینو خطاب سوی دی او د مشرک حکم څه ساده خبره نه ده. مګر که دا حکم صحیح وي نو دیني علماوو باید، له دې قبیح عمل څخه د خلکو په راګرځولو او منع کولو کي، عملي اقدام کړی وای. او لوی زیارتونه یې چي د شرک اصلی مرکزونه دي له منځه وړي وای. د هند د اجمیر په ښار کي د شیخ معین الدین چشتي پر قبر باندي نه یوازي خلک طوافونه کوي بلکه هر کال، تقریباً څلوېښت شپې او ورځي، موسیقي او نڅا پکښي روانه وي. د شیخ قلندر زیارت د شِرک یو لوی مرکز دی. خو دیني علماوو، په دې سوونو کلونو کي، د دې شِرک او ګناه کبیره په مقابل کي، هیڅ عملي اقدام نه دی کړی.

همدغه فتاوای نظامیه د ږیري خریل ګناه کبیره بولي. ص ۲۲۲

فتاوای نظامیه نه یوازي د ږیري خریل ګناه کبیره بولي بلکه د لمانځه او روژې  تر دایمي پرېښودلو یې هم سخته او لویه ګناه بولي او دلیل یې دا دی چی وايی څوک چي هره ورځ ږیره خریی او بازار ته وزي ګواکي په خپله ګناه فخر کوي او په ګناه افتخار د یوه مسلمان ګناه څو چنده کوي.

کله چي په قرآن شریف کي، حتی یو ځل هم، د ږیري خریلو ته اشاره نه وي سوې نو سړی به د فتاوای نظامیه دا خبره ولي مني؟ که د ږیري خریل دونه لویه ګناه وای نو حق متعال به د نورو نواهیو ترڅنګ لکه قمار، شراب چښل، سودخوړل او دروغ ویلو په څېر څرګند حکم کړی وای. نن به ولي موږ د  فتاوای نظامیه حکم ته محتاج وای؟ ځکه هر څه به هر چا ته روښانه وای.

د فتاوای نظامیه او نورو دغه ډول کتابونو لوی دلیل دا دی چي وايی ږیره د پیغمبرص سنت دی. څوک چي مسلمان وي هغه باید موکد یا تینګ سنت رعایت کړي. مګر خبره دا ده چي د پیغمبرص په وخت کي خو ابوجهل، ابی لهب او د مکې ټولو کفارو ږیري درلودلې. نه کافر او نه مسلمان چا بې ږیري لیدلای سو. یو علت یې داهم کیدلای سي چي په هغه زمانه کي د ږیري خریلو وسایل او اسانتیاوي نه وې؛ ځکه خو ټولو خلکو ږیري درلودې. البته که یوازي مسلمانانو او صحابه وو ږیري درلودلای بیا نو د  فتاوای نظامیه خبره سمه وه؛ خو نه دا چۍ هغه ته یې ګناه کبیره ویلې وای. ګناه کبیره یوازي د قرآن شریف د اوامرو او نواهیو په خلاف عمل ته ویل کیږي. او کله چي د یوه عمل د امر او نهی په باب په قرآن شریف کي هیڅ یادونه نه وي سوې بیا نو د ګناه خبره بیخي مطرح نه ده. دا حکم د فتاوای نظامیه د مولوي صاحب او نورو مولویانو د سلیقې خبره ده. په مذهب کي سلیقوي مسایل داخلول او پر اعمالو باندي، له خپله ځانه او یا د ځان په څېر نورو کسانو له خوا د ګناه او ثواب حکم صادرول پخپله کبیره ګناه ده.

ما یوه ورځ له یوه مولوي څخه، چي پر منبرباندي یې وینا کوله، د ټلوېزیون له لاري واورېدله چي ویل یې د ږیري خریل او لنډول نه یوازي ګناه ده بلکه هغه څوک چي ږیره خریی او یا یې لنډوي باید چي سر یې غوڅ سي. دا ویډیو اوس هم په یوټیوب کي موجوده ده. تاسي یو ټیوب ته ولاړ سی او هلته « مولوي در باره ریش» سرچ کړی. تاسي به د دغه مولوي وینا واوری. مولوي وايي چي څوک ږیره خریی او یا یې لنډوي د هغه غاړه باید په پڅه چاړه پرې سي. که له دغه مُلا او دغه راز نورو مولویانو سره د قرآن شریف د آیتونو او احکامو په اساس حساب وسي دوی نه یوازي ګناهکاران دي بلکه په کفارو کي شمېرل کیږي. « . . . او هغه څوک چي د الله له نازل سوي حُکم سره سم قضاوت نه کوي هغوی کافران دي » المایده، سورة ۵ آیة ۴۴

نظام الفتاوی د روژې د میاشتي د پیل او ختم په باره کي حکم کوي چي د میاشتي د لیدلو په برخه کي په رادیو، تلویزیو او تلفون اعتبار نه سي کېدلای. بلکه میاشت باید په سترګو ولیده سي او بیا نو روژه پیل او یا ختم کړه سي. مولوي صاحب په دې برخه کي په هغه حدیث استناد کوي چي وايی د میاشتی له لیدلو سره روژه پیل او د میاشتي له لیدلو سره روژه ختم کړی؛ او که چیري وریځ یا غبار وواو میاشت نه لیده کېده نو بیا ۳۰ روژې پوره کړی. ص ص ۱۸-۱۹

دا حکم، چي مختصر نظام الفتاوی او د فتاوی نور کتابونه استناد په کوي، په هغه وخت پوري اړه لري چي د اسلام ټول قلمرو د مدینې او د هغه ښار تر شاوخوا پوري محدود وو. هغه وسایل چي د هغو په وسیله، په هر ډول شرایطو کي میاشت لیده کېدای سوای موجود نه ول؛ او خلکو باید میاشت په سترګو لیدلې او یا یې د دوو صادقو شاهدانو په قول اعتماد کړی وای. اوس موږ په داسي شرایطو کي ژوند کوو چي نه یوازي په هر ډول شرایطو کي د میاشتي د لیدلو قدرت او کمال لري بلکه پنځوس کاله وروسته هم د میاشتي د لیدل کېدلو د ورځي او ساعت پېش بیني کولای سي.

سعودي عربستان او نور غني هیوادونه دا ټول وسایل لري؛ او کله چي د میاشتي له لیدلو څخه مطمین سي نو نورو هیوادونو، په تېره بیا اسلامي هیوادونو ته اطلاع ورکوي . ۱۴۰۰کاله مخکي د ټلفون، راډیو او ټلوېزیون تصور چا نه سو کولای. اوس چي دا وسایل په لاس کي سته نو له هغو څخه د کار اخیستلو عیب په څه کي دی؟ زموږ ټول ملایان له عصري ټلفونونو څخه کار اخلي. راډیوګاني لري او ټلوېزیونونه ګوري او هره ورځ د نړۍ او خپلو هیوادونو حالات تعقیبوي او په خبرونو یې اعتماد کوي. نو بیا د روژې او اختر د میاشتو د لیدلو په اطلاع ولي باور ونه کړي؟ دغه ډول احکام، پرته له دې چي سړی یې د تمدن او پرمختګ په مقابل کي وچه سرټمبه ګي وبولي بله معنا نه سي لرلای. که له سعودي عربستان، کویټ، مصر او کوم بل ځای څخه کوم دوست ټلفون ورته وکړ چي ورور دي موټر وواهه او حالت یې خراب دی. مولوي صاحب دا خبره مني او سمدستي په ژړا او دعا پیل کوي مګر که په ټلفون کي ورته وویل سوه چي په سعودي عربستان کي میاشت ولیده سوه هغه خبره نه مني.

همدغه فتاوی، د اختر د میاشتي د لیدلو په باره کي، بل ځای لیکي چي ۲۸ ورځي روژه په هیڅ صورت نه صحیح کیږي. ص ۲۳۰. که له مولوي صاحب څخه پوښتنه وسی چي ولی نه صحیح کیږي؛ پرته له دې چي ووايی اته ویشت ورځي میاشت نسته، بل هیڅ دلیل نه لري. په داسي حال کي چي روژه نهه ویشت ورځي هم وي او په ندرت سره کله کله ۲۸ ورځي هم وي او زما پخپله په ژوند کي دوه ځله ۲۸ ورځي روژه په یاد ده.

زیارتونه او له قبرونو څخه د مرستي غوښتلو موضوع:

که څه هم چي زیارتونو ته په تللو او د اولیاوو له قبرونو څخه د مرستو غوښتلو په موضوع کي د نړۍ اکثریت مسلمانان د خپل دین له اساساتو څخه بېخبره دي او تقریباً ټول ګمراهی ته روان دي خو شیعه مسلمانان په دې برخه کي ډېره زیاته مبالغه کوي او ځیني یې ځانونه، په لوی لاس، کفر ته رسوي.

د سني مسلمانانو تام اکثریت زیارتونو ته خاصه عقیده لری خو د هند او پاکستان برېلویان، چي ویل کیږي شمېر یې ۷۰ میلیونو ته رسیږي، په دې مسله کي خاص ګمراه دي او نور خلک هم ګمراهی ته تشویقوي او د دیوبندیانو او نورو ملایانو په څېر خلک، چي زیارتونو ته عقیده نه لري، مشرکان بولي. برېلویان هم د پیغمبرص د مقام او ذات په برخه کي او هم د صوفیانو او اولیاوو د شخصیتونو په برخه کي داسي عقاید لري چي نه د احادیثو او نه د قرآن شریف له آیاتونو او احکامو سره لګیږي. مخکي له دې چي په دې برخه کي مخ ته ولاړ سو یو ځل به، په همدغه مسله کي، د قرآن شریف یو یا دوه آیتونه را واخلو او وبه ګورو چی د برېلویانو عقاید د قرآن له آیتونو سره سره خوري او کنه.

قُل لا اقول لکم عِندِی خزاین الله و لا اعلم الغیب و لا اَقُولُ لکُم اِنِّی ملکٌ اِن اتَّبَعُ اِلّا ما یوحی الَيَّ قل هل یستوي الاعمی والبصیر افلا تعلمون. سورة الانعام آیة ۵۰

ووایه! ای محمده ما نه دي درته ویلي چي زما سره د الله خزانې دي او نه مي درته ویلي دي چي زه په غیب خبر یم او نه مي درته ویلي دي چي زه فرشته یم. زه یوازي هغه څه تعقیبوم چی ماته وحی کیږي. ووایه چي آیا ړوند او بینا سره یوشان دي؟ نو تاسي له خپل فکر څخه کار نه اخلی؟

دغه راز مو مخکي د الاعراف ۷ سورة ۱۸۸ آیة درته راوړی وو چي بیا هم رب العزت حضرت رسول ص ته خطاب کوي چي: « ووایه اې محمده! زه، د الله له ارادې او رضا پرته،   خپل ځانته نه د خیر او نه د شر رسولو توان لرم. که زه په غیب خبر وای نو ما به خپل ځانته ډېر خیر رسولی وای او هیڅ شر به نه راته رسېدلای. زه یوازي مومنانو ته د خبرداري ورکولو او ښه زیري رسوونکی یم »

د سورة جِن ۷۲ په ۲۶ آیة کي وايی « هغه ( الله) په غیب خبر دی او بل هیچا ته د غیب څخه اطلاع نه ورکوي»

د همدغه سورة جن ۲۱ آیة وايی « ورته ووایه اې محمده! چي زه نه تاسي ته د تاوان رسولو او نه ګټي رسولو قدرت لرم»

برېلویان په دې عقیده دي چي د پیغمبرص نور له ټولو مخلوقاتو څخه مخکي خلق سوی دی. هغه په عالم کي په ټولو پیښو او د هر څه په باره کي علم غیب لري او چي د هر څه اراده یې کړې ده هغه عملي سوي دي. برېلویان په دې عقیده دي چي ټول مخلوقات د حضرت رسول ص عکس او سیوری دی او ټولي فرشتې د هغه د نور وړانګي دي. دوی وايي چي پیغمبرص د الهي صفاتو مظهر او روح بخښونکی دی او پیریانان، انسانان، عرش او کرسي له ده څخه په وجود راغلي دي. دوی وايی پیغمبرص په کایناتو کي د تصرف حق لري او ټول عالم د هغه په خاطر وجود پیدا کړی دی. له پیغمبر ص او ټولو اولیاوو څخه د مرستي غوښتل جایز دي. ځکه چي پیغمبر د بلا او آفت مخ نیونکی او د غوښتنو پوره کوونکی دی. عبدالقادر ګیلاني داسي غوث دی چي که له هغه څخه مرسته وغوښتله سي نو ټول مشکلات حلولای سي.

د برېلویانو په عقیده، مړي په قبرونو کي ژوندي دي او زموږ خبري اوري. د هغوی د قبرونو جوړول، د هغوی په نامه د نذرونو کول او د هغوی پر قبرونو طوافونه کول او د هغوی ستایل او د هغوی په نومونو جشنونه کول روا دي او په دې کارونو کی یو هم نه حرام او نه بدعت دی. ( دا معلومات مي له انټرنیټ څخه اخیستي دي)

که د برېلویانو د عقایدو په ارتباط پورتني ذکر سوي آیتونه په نظر کي ونیسو او دغه راز د الزُمُر ۳۹ سورة دریم آیة وګورو: « . . . هغوی چي پرته له الله څخه نور ساتونکي یا محافظین ټاکي او وايی چي موږ یوازي په دې خاطر د هغوی عبادت کوو چي الله ته مو نیژدې کړي نو الله به د هغوی ترمنځ پر اختلافاتو باندي قضاوت کوي او الله په تحقیق سره دروغجنو او کفارو ته هدایت نه کوي»

بیا نو د برېلویانو په کفر او شِرک کي هیڅ شک نسته. ځکه چي د هغوی اعمال او عقاید د دې ټولو مبارکو آیتونو په خلاف دي. د برېلویانو په مقابل کي د سني علماوو د فتاوی تقریباً ټول کتابونه، یا په ضمنی او یا په مشخصه توګه، پر هغوی باندي د کفر فتوا ورکوي. احسن الفتاوی د لومړي  ټوک په ۳۶ مخ کي د کتاب الایمان والعقاید تر عنوان لاندي لیکي:

« څوک چي وايي اولیای کرام د جهان په چارو کي متصرف دي او په غیب خبر دي دا کفر دی » احسن الفتاوی د خپلي دې ادعا لپاره د النمل سورة ۲۷ په ۶۵ آیة استناد کوي.

قُل لا یعلم من فی السموات والارض الغیب الاالله و ما یشعرون ایّان یُبعثون.

ترجمه: ووایه چي په مځکه او اسمانونو کي هیڅوک پرته له الله څخه په غیب نه دي خبر او دوی نه پوهیږي چي کله به بیرته را پاڅي.

همدغه کتاب وروسته لیکي چي که څوک قبر د عبادت او تعظیم په نیت مچ کړي دا کفر دی او که د عبادت په نیت نه وي دا ګناه کبیره ده. هغه کتاب هغه مخ

بل ځای لیکي: څوک چي د اولیاء په نامه کوم حیوان خاص کړي او ذبح یې کړي هغه مشرک دی. ص ۴۹

احسن الفتاوی په دې باره کي چي ځیني کسان حضرت رسول اکرم ص نور بولي، او څرګنده خبره ده چي مطلب یې برېلویان دي، وايي چي که له نور څخه مطلب رهنما او پېشوا وي نو دا کومه غلطه خبره نه ده؛ ځکه چي موږ هم پر ځانونو باندي نورالدین، نورالاسلام، نورالله او داسی نور نومونه ایږدو. خو که چیري مطلب دا وي چي حضرت رسول اکرم ص له نور څخه جوړ سوی او ضمناً بشر هم دی نو دا د قرآنی نصوصو په خلاف عقیده ده او حضرت رسول ص ته توهین دی؛ او کفر بلل کیږي. ص ص ۵۶-۵۷

فتاوی قاسمیه هم په دې برخه کي ډېر صراحت لري او وايی څوک چي یا غوث مدد ووایی د ایمان د ضایع کېدلو خطر دی او د کفر سبب کیږي او هغه څوک چي دا وایی باید چي سمدستي توبه وباسي. او دغه راز که څوک په دې عقیده وي چي له حق تعالی څخه پرته بل څوک حاضر و ناظر او په پټ او ښکاره خبر دی دا شرک دی. لومړی ټوک ص ۴۳۵

که څه هم چي سنیان هم د زیارتونو په برخه کي ډیري مبالغې کوې او د برېلویانو په څېر کفرونه ورڅخه کیږي او تر اوسه پوري دا کیسې هرکال خوله پر خوله کیږي چي په مزار شریف کي د حضرت علي په زیارت کي( چي لا معلومه نه ده د چا قبر دی) ړوند بینا سو، شل پر پښو روان سو او داسي نوري مبالغې، چي د فتاوی په اساس کفر باید ورته وویل سي؛ خو شیعه تر سنیانو هم زیاتي مبالغې کوي.

احمد کسروي ۱۲۶۹- ۱۳۲۴ هـ ش چي د ایران یو منور او زړه ور لیکوال وو او بالاخره د خپل استعداد او زړه ورتوب قرباني سو او د ایران اخوندانو په محکمه کي ووژاه، د شیعه مذهب د پیروانو د دغه ډول خرافات پرستیو پر ضد ډېره زړه وره مبارزه وکړه. اهل تشیع د خپلو امامانو او مذهبي رهبرانو د قبرونو او زیارتونو د کراماتو په برخه کي داسي مبالغې کوي او داسي کیسې جوړوي چي حتی د سنیانو د خرافاتو کیسې ورپسي رسېدلای نه سي. احمد کسروي د خپل یوه کتاب « شیعه ګري» په یوه ځای کي د شیعه ګانو د دې ادعاوو او کیسو په مقابل کي چي وايی د دوی مذهبي رهبران او امامان د خپلو قبرونو او ښارونو څخه دفاع کوي او هر وخت یې د یرغلګرو او تېري کوونکو مخه نیولې ده په یوه ځای کي لیکي:

« په ۱۲۱۶ هـق ۱۸۰۲ میلادي  کي چي وهابیانو پر عراق باندي حمله وکړه نو د عاشورا په ورځ هغه ښار ته ننوتل کورونو ته داخل سول پر ښځو یې تېري وکړل او د ماشومانو سرونه یې غوڅ کړل، صندوقونه یې مات کړل او قبرونه یې وشنل او په څوساعتونو کي یې تقریباً ۷ زره مجتهدان او سادات او نور ووژل دربارونه او زیارتونه یې تاراج کړل او بیرته بریالي ستانه سول.

بل ځل په ۱۲۶۰ هـ ق ۱۸۴۴ میلادي کي د بغداد والي نجیب پاشا پر هغه ښار باندي لښکرکښي وکړه. په توپونو یې هغه ښار ویران کړ او په دریو ساعتونو قتل عام کي یې ۹۰۰۰ انسانان قتل کړل. . . .

هیڅوک دا پوښتنه نه کوي چي د دغو خونړیو حملو او بېګناه انسانانو د وینو تویېدلو په وخت کي د زیارتونو له ګنبدو څخه ولي هیڅ معجزه څرګنده نه سوه. آیا بېشرمي نه ده چي تاسي بیا هم د دغو ګنبدو او زیارتونو د معجزو په باره کي کیسې جوړوی او عوام په غولوی؟

عجیبه دا ده چی وهابیانو لومړی د نجف پر ښار باندي حمله وکړه. مګر څرنګه چي د هغه ښار قلا ډېره ټینګه وه او نه یې سوای فتح کولای نو د کربلا ښار ته ولاړل او هلته یې د خلکو په وژلو پیل وکړ او ښار یې چور کړ. داچي ولي وهابیانو د نجف ښار فتح نه کړای سو نوشیعه ګانو د هغه ښار د معجزې په باره کی یوه کیسه جوړه کړه او هغه دا چي د ښار له ښو خلکو څخه یوه امیرالمونین په خوب کي لیدلی وو چي اورغوي یې تور ول. هغه ښه سړي پوښتنه ورڅخه وکړه چي دا د لاسونو اورغوي دي ولي تور دي؟ امیرالمونین په جواب کي ورته ویلي وه چي د نجف له ښار څخه د توپونو دادومره مرمۍ چا را وګرځولې؟

اوس نو وګورۍ دې ناپوهی ته! د دې پرځای چي خلک فکر وکړي چي د نجف ښار مستحکمه  قلا درلوده نو ښار ته تاوان ونه رسېدی او کربلا چي قلا نه درلوده هغه تاوان ورته ورسېدی. خلک دا فکر نه کوي چي په دې دنیا کي هرکار سبب لري او قبرونه او ګنبدي خلکو ته ګټه نه سي رسولای. په دې توګه یې خپله بې عقلي ښودلې او داسي دروغ یې جوړ کړي دي چي ځانونه یې رسوا کړي دي » کسروي، شیعیګري ص ص ۴۰-۴۱

البته هغه مبالغې چي اهل تشیع د خپلو امامانو او حضرت علي په باره کي کړي دي تر هغو ډیري ستري دي چي احمد کسروي په خپل کتاب کي راوړي دي. مثلاً د کربلا د جنګ او امام حسین د شهادت په باره کي وايي چي امام حسین له ۸۲ تنو او په بل قول له ۷۲ تنو سره د سلو زرو ۱۰۰،۰۰۰منظمو عسکرو په جنګ ورغی. د یزید د لښکرو د شمېر په برخه کي ډېره لویه مبالغه سوې ده ځکه چي د تاریخ طبري په حواله د هغه د عسکرو شمېر له ۴۵۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پوري رسېدی. او منطق هم دا هم نه مني چي د ۷۲ تنو په مقابل کي څوک سل زره عسکر ولیږي.

متن ته دوام ورکوي او لیکي چي « حضرت امام حسین په یوازي سر ۴۰۰۰ تنه عسکر ووژل او داسي خو لا ډېر ول چي د امام حسین تېغ ته برابر سول مګر هغه ونه وژل. دا سِر چاته معلوم نه سو تر څو چی له حضرت امام جعفرصادق څخه په هغه باره کی سوال وسو او ده په جواب کي ورته وویل چی زما نیکه په دې پوهېدی چي د دغو کسانو له نسل څخه به شیعه ګان پیدا کیږي ځکه یې هغوی ونه وژل » مقدس اردبیلي. حدیقة الشیعه ص ۵۰۰

دلته نه یوازي د یوه سړي په تېغ د څلورو زرو جنګیالیو د قتلېدلو په برخه کي له حده تېره او د نه منلو مبالغه سوې ده؛ د قرآن شریف د آیاتونو او څرګندو احکامو په خلاف د داسي غیب ویلو ادعا سوې ده چي پرته له حق متعال څخه هیچا پر هغه باندي قدرت نه درلود.

په همدغه کتاب کي راغلي دي چي کله به د امام حسین قاتل عمربن سعد، د امام حسین له قتلولو څخه ډېر مخکي، مسجد ته ولاړ نو هر چا چی به ولیدی ویل به یې چي دغه ملعون د امام حسین قاتل دی. عمربن سعدو امام حسین ته شکایت وکړ چي دا احمقان ما ستا قاتل بولي. امام حسین ورته وویل چی دوی احمقان نه دي بلکه پر حق دی. مګر اې عمره ته وپوهېږه چي زما تر قتلولو وروسته به ډېر وخت ژوندی پاته نه سې. هغه کتاب ص ۵۰۱

یعني یوازی امام حسین په غیب نه وو خبر بلکه ټول خلک په غیب خبر وه او کلونه مخکي یې د امام حسین قاتل پېژندلی وو او امام حسین نه یوازي خپل قاتل پېژندی بلکه په دې هم خبر وو چي قاتل به یې د ده له مرګه وروسته ډېر وخت ژوندی پاته نه سي. دا هغه خبري دي چی د قرآن شریف د ډیرو زیاتو آیتونو په استناد نه یوازي غلط دي بلکه ادعا کول یې ګناه او حتی کفر دی.

اردبیلی لیکي چي یوه ورځ امام زین العابدین په یوه ځای کي له آسه کښته سو او وې ویل چي د الله په نزد، په دنیا کي هیڅ پېښه دونه بده او مکرو نه وه لکه د زکریا پیغمبر د زوی یحیی پیغمبر قتلېدل. او کله چي یې د یحیی پیغمبر سر مشهور باغي ته ورووړ نو پر اسمان باندي سرخي پیدا سوه چي هغه ته شفق وايی او دا سرخي تر هغه وخته پوري چا نه وه لیدلې. دا سُرخي تر یوه وخته پوری وه او بیا ورکه سوه خو کله چي امام حسین شهید سو نو دا سُرخي بیرته پیدا سوه او تر قیامته به باقي وي. هغه کتاب هغه مخ

اردبیلي وروسته لیکي: «او د تحفة الابرار په کتاب کی یې راوړي دي چی حضرت پیغمبرص وویل اسمان پرته له یحیی بن زکریا او حسین بن علي څخه پر بل هیچا باندي نه دي ژړلي او د اسمان ژړا هغه سرخي ده چي تاسی یې وینی»  هغه کتاب ص ۵۰۲

دلته ګورو چي د کتاب د لیکوال اردبیلي حافظې هیڅ کار نه دی کړی. یوه صفحه مخکي لیکي چي د یحیی بن زکریا له قتلېدلو څخه وروسته پر اسمان بندي سُرخۍ پیدا سوه او دا سرخي یو څه وخت وه مګر وروسته ورکه سوه تر څو چي د امام حسین د شهادت څخه وروسته بیرته پیدا سوه او دا به تر قیامته پوري موجوده وي.

لیکوال یو ځل لیکي چي دا سرخی د یحیی بن زکریا ع له قتلېدلو څخه وروسته ورکه سوه. نو چي ورکه سوه بیا د حضرت رسول اکرم ص په وخت کي هغه څرنګه اشاره ورته کوله؛ ځکه چي دا سرخي خو د امام حسین تر شهادت پوری ورکه وه او د هغه له شهادت سره بیرته پیدا سوه. په هر صورت. په کتابونو کي عجایب او غرایب راغلي وي.

 پاته لري

د فتوا په باره کي مختصر بحث | عبدالباري جهاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب