پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېد فرخندې گیله | آصف بهاند

د فرخندې گیله | آصف بهاند

(د فرخندې نهم‌تلین)

 ستاسو د وطن د عدالت په تله کې او ستاسو د وطن د شریعت په دایره کې زما د قاتلینو محکمه تر کوم ځای پورې ورسیده؟؟؟

د ارواحو له ښاره په یوه رالېـږل شوي خبر کې راغلي دي چې د فرخندې اروح یو ځل بیا یوه گیله کړې ده.

د افغانستان په اوسني تاریخ کې تر ټولو مظلومه مېرمن ښایي فرخنده وي چې په ناکړې گناه لومړی کړم ـ کړم شوه، بیا ترموټر لاندې شوه او بیا یې په وینو لړلی وجود باندې اور بل کړای شو، لوخړې او لمبې یې اسمان ته وختلې؛ فریاد یې نه شاه واورېد، نه گدا؛ نه یې زمیني قانون پوښتنه وکړه او نه هم اسماني، اوس په کابل کې یوازې کابل‌سین او اسمایي غر د فرخندې پر غمېزه باندې غمېـږي او ژاړي، خو د دوو پښو لرونکي موجودات او اشرف‌المخلوقات یې…

د فرخندې د وینو په بیه،

د فرخندې د کباب شوي بدن په بیه،

او د فرخندې د ژوند په قیمت سره د ټولنې چیز فهمه خلک باید پوه شي چې زموږ د ټولنې فکري سطحه په کومه پوړۍ کې ده. د فرخندې د وینو هر سورڅاڅکی زموږ د ټولنې د انسانیت پر تندي باندې تور داغ دی.

زموږ په جوگړې ځپلې، فقر او نا پوهۍ کې را ایسار او جاهلانو په خپل لاس نیولې ټولنه کې له هر انسان سره، له ښځو سره او بیا له فرخندې سره د شوي ظلم مسأله هر با درده، با درکه انسان او افغان دردمن کړی دی. هر چا په خپل وار سره د خپلو سترگو او خپل ذهن له کړکۍ څخه دې ظلم او دې غمیزې ته په کتو ، خپل احساسات او نظریات څرگند کړي دي. هوښیار خلک او هوښیارې بیدارې ټولنې هغه دي چې د منفي پیښو او غمیزو د پـېـښېدو مخنیوی، مخکې له مخکې وکړي، ځکه چې د منفي عمل له تر سره کیدو او د غمیزې له رامنځ‌ته کیدو وروسته افسوس کول او لاس ټکول هیڅ درد نه دوا کوي.

د فرخندې د وهلو، کشولو، بام ته خیژولو، بیرته را غورځولو، موټر لاندې کولو، سوځولو او کباب کولو نه وروسته د افسوس او ارمان کولو پر ځای باید دا پوښتنې مطرح شي:

ــ دا حالت، دې ټولنې ته څه وخت له چا سره راغی؟

ــ د وحشت او جهالت دا قانون پر دې ټولنې او پر دې خلکو چا، څنگه حاکم او جاري کړ؟

زه دا سمه نه بولم چې میډیا ولیکل او وویل:

«نن د فرخندې مړی د سلگونو تنو په گډون خاورو ته وسپارل شو…»

که لږ انصاف یې کړی وای، باید لیکلی او ویلي یې وای چې:

د فرخندې د نازک سوځول شوي بدن سکاره خاورو ته وسپارل شول.

دا هم د فرخندی گیله:

د فرخندې د وینو هر داغ ژبه لري او هره ژبه په لوړ غږ باندې د ټولو په ادرس نارې وهي:

«ستاسو د وطن د عدالت په تله کې او ستاسو د وطن د شریعت په دایره کې زما د قاتلینو محکمه تر کوم ځای پورې ورسیده؟؟؟»

د فرخندې پرنازک بدن باندې د اور بلېدو په شېبه کې مې، د فرخندې د زړه غږ داسې انځور کړی دی:

عرض

آهای !!!

د لوړو کلو خلکو،

غږ مې در رسي که نه؟

دغه دی چغې وهم

وژني مې،

وهي مې،

سوځوي مې

خالصوالی مې شئ؟؟؟

۲۰۱۵/۰۳/۲۰

هیدرسلیف،

ډنمارک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب