Homeخبرونهپاکستان وايي، پر ډیورند کرښه په نښته کې یې د پوځ یو...

پاکستان وايي، پر ډیورند کرښه په نښته کې یې د پوځ یو کیپتان وژل شوی

تاند(سې شنبه، د حوت ۲۹ مه) پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول وویل، د پکتیا ولایت د ډندوپټان او د خیبرپښتونخوا د پاړه چینار ترمنځ پر دیورند کرښه په پرونۍ نښته کې دپاکستان د پوځ یو کپتان وژل شوی او دوه نور پوځیان ژوبل شوي دی.
 
د کورمې ضلعې د پولیسو یوه چارواکي (ډي پي او)‌ مظهر جهان رسنیو ته وویل چې پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.
 
افغان طالبانو کرښې ته څېرمه د پاکستان په پوځي ځایونو باندې دا بریدونه وروسته له دې وکړل چې د پاکستان پوځ د افغانستان په پکتیا او خوست ولایتونو کې پر ملکي ځایونو بمباري وکړه او د ۵ ښځو او ۳ ماشومانو په ګډون یې ۸ تنه ووژل.
 
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت سرپرست احضار کړ او احتجاج یې ورته څرګند کړ.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې واشنګټن د طالبانو د رژیم او پاکستان پرونیو ناندریو اندېښمن کړی.
 
ویاند ودانت پتیل زیاته کړه، چې دوی په افغانستان کې د پاکستان د هوایي بمبارۍ له امله ملکي مرګ ژوبلې ته اندېښمن دي.
 
پتیل له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد هڅو کې د امریکا د مرستو په باب وویل چې امریکایي چارواکي له پاکستاني مشرانو سره په دوامداره توګه د ترهګرۍ ضد بحثونه مخته وړي او د افغانستان په اړه هم په جزییاتو ورسره خبرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...