جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد افغانستان په سویل او د ډیورنډ کرښې په شاوخوا سیمو کې...

د افغانستان په سویل او د ډیورنډ کرښې په شاوخوا سیمو کې زلزله

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۹ مه) د پاکستان تر ولکې لاندې د بلوچستان په مرکزیت نن سهار د ډیورنډ کرښې په شاوخوا سیمو او د افغانستان په سویلي ولایتونو کې زلزله شوې ده.

د دغې زلزلې شدت، د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې ښودل شوې ده.

د راپورونو پر اساس، د دغې زلزلې ټکانونه په کندهار، هلمند او د بلوچستان ایالت د چمن په اړوندو سیمو کې محسوس شوي دي.

د امریکا د جیالوجیکي سروې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د بلوچستان ایالت په نوشکي سیمه کې د مځکې په ۱۰ کیلومتره ژور تل کې و.

تر اوسه، د دې زلزلې د احتمالي زیانونو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...