دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد استرالیا د کرکټ ادارې له افغانستان سره پلان شوې مسابقې لغوه...

د استرالیا د کرکټ ادارې له افغانستان سره پلان شوې مسابقې لغوه کړې

تاند (سې شنبه، د حوت 29 مه) استرالیا وايي، له افغانستان سره شل اوره سیالۍ له دې کبله لغوه کوي چې په افغانستان کې د ښځو پر سپورت بندیز دی.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او استرالیا ملي لوبډلې د سږ کال په اګست کې په متحده عربي اماراتو کې د درو شل اوره سیالیو په لړۍ کې مخامخ شي.

د استرالیا د کرکټ ادارې (کرکټ استرالیا) وویل، حکومت یې وايي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت مخ په خرابیدو دی.

دا له ۲۰۲۱ څخه چې طالبان واک ته رسیدلي دي، درېیم ځل دی چې استرالیا له افغانستان سره د کرکټ سیالۍ په دغه هیواد کې د ښځو پر سپورت د بندیز په خاطر لغوه کوي.

استرالیا د تېر کال (۲۰۲۳) په سپټمبر کې یوه ټیستلوبه او درې یو ورځینۍ مسابقې په همدې دلیل لغوه کړې.

خو له دې سره سره یې په نړیوال جام کې له افغانستانه له مسابقې ډډه ونه کړه.

د تېر کال په نوومبر کې یې په نړیوال جام کې پر افغانستان تقریباً بایللې مسابقه په حیرانوونکي ډول په درو ویکټونو وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب