یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکابل پوهنتون ته د چین تحصیلي بورسونه

کابل پوهنتون ته د چین تحصیلي بورسونه

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۹ مه) چین هېواد، د کابل پوهنتون د محصلانو لپاره ۶۰ تحصیلي بورسونه ورکړل.

د چین شینهوا خبري اژانس په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ له قوله ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د زده کړو په برخو کې همکارۍ ته زیات اهمیت ورکوي.

د شینهوا پر اساس، اوس شاوخوا ۱۰۰۰ افغان محصلان د چین په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

همداراز ۲۰۰ نور افغان محصلان په کابل پوهنتون کې په کنفیسیون انستیتیوت کې درس وايي.

دا بورسونه په داسې مهال ورکول کیږي، چې تر دې مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم د روسیې تحصیلي بورسونو ته د کامیاب شویو افغان محصلانو د ورتګ په مخنیوي تورن شوی.

یو شمېر دغو محصلانو ادعا کړې وه، چې شېخ ندیم یې روسیې ته د ورتګ د مخنیوي دلیل هغلته د کمونیستي نظام واکمني ښودلې او ویلي، چې په کمونیستي نظام کې زده کړې به یې د هغه په باور عقیده خرابه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې چین هم کمونیستي نظام لري، خو د بورسونو د اعلان مراسم یې د طالبانو د چارواکو په ګډون ترسره شول.

1 COMMENT

  1. د طالبانو د دین پر بنیاد هر هغه کافر چی دوی سره زیاته مرسته کوی هغه د دوی دوست کیدی شی که یهود وی که چین یا امریکا. روسیه هم چی روابط ښه کړی بیا به د محصلانو مخ څوک ننسی. فقط ووایی چی د ښه ملا ښځه غی چی اسلام یی د خپلو ګټو د ساتلو لپاره وسیله ګرځولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب