جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتوماس ویسټ د افغانستان په اړه د خبرو لپاره هند او متحده...

توماس ویسټ د افغانستان په اړه د خبرو لپاره هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي

تاند (سې شنبه، د حوت 29 مه) د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وايي، روانه اوونۍ هند او متحده عربي اماراتو ته ځي چې د افغانانو د ملاتړ په هڅو کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

توماس ویسټ چې تېره میاشت (فبرورۍ) په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو په غونډه کې ګډون وکړ، پر خپله ایکسپاڼه کښلي: «زه به دا اوونۍ هند او متحده عربي اماراتو ته لاړ شم چې د افغانانو د ملاتړ لپاره په خپلو همکاریو له خپلو شریکانو سره خبرې وکړو.»

ټام ویسټ دا سفر په داسي وخت کې کوي چې په افغانستان کې نوي تعلیمي کال په رانژدې کېدو دی او داسي هیڅ څرک نه ښکاري چې سختدریځي طالبان دې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

په تېرو نژدې درو کلونو کې نړیوالې ټولنې او افغان ولس له طالبانو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو بې شمېره غوښتنې کړي او نړیوالې ټولنې په زغرده ورته ویلي چې تر څو یې نجونو او ښځو ته د هغوی تر ټولو اساسي حقونه نه وي ورکړي، د دوی رژیم به په رسمیت ونه پېژني خو له دې سره سره  په طالبانو کې واک د داسي کسانو په لاس کې دی چې نه د رسمیت پېژندلو پر اهمیت پوهیږي او نه ورته د ښځو تعلیم اهمیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب