شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني بمبار د وژل شویو ښځو او ماشومانو جسدونه خاورو ته...

د پاکستاني بمبار د وژل شویو ښځو او ماشومانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۹ مه) د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو د بمبارۍ له امله وژل شوې ښځې او ماشومان خاورو ته وسپارل شول.

د پکتیکا سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې په دغه برید کې د یوې کورنۍ درې میرمنې او څلور ماشومان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد پرون وویل، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان بمبارۍ ۶ ښځې او ۳ ماشومان وژلي او د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د بمبار له امله د یوه کور نړیدو ۲ نورې ښځې وژلې دي.

هغه دا بریدونه غندلي او د پاکستان حکومت ته یې د داسې بریدونو د ناوړه پایلو خبرداری و رکړی.

طالب ویاند د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي چې د پاکستان هغه هدف یانې پاکستاني طالبان چې د نښه کولو لپاره یې پر افغان خاورې بریدونه شوي، په پاکستان کې دی.

ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د یوه قوم خلک مېشت او د دوی تر منځ راشه درشه عادي ده.

طالبانو نن د وژل شویو کسانو د جسدونو د خاورې ته سپارلو په معلوماتو کې هم د دوی د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

پاکستان پرون ادعا کړې وه، چې په هوایي بریدونو کې یې د عبدالله شاه په نوم د پاکستاني طالبانو یو قومندان په نښه کړی او وژلی، خو هغه په یوه ویډیویي پيغام کې دا خبره رد او وویل، چې دی په پکتیکا کې نه؛ بلکې په وزیرستان کې دی.

د پاکستان پرونی بمبار د دې تر څنګ چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو د طالبانو د ځوابي برید سبب شو، د افغانانو له پراخ منفي غبرګون او د امریکا له اندېښنې سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب