چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپه نورو ژبو کې شته او پښتو انډول یې

په نورو ژبو کې شته او پښتو انډول یې

ډاکتر ماخان میږی شینواری

  په دې برخه کې ځنې ورځني ویونه، چې په نوروژبو کې شته او موږ یې لا تراوسه انډول نه دۍ پیدا کړي.

زه خو په دې اند نه یم، چې زه څه لیکم، هغه دې هرومرو سم وي، ځکه چې زه د همدومره لیکنې د فکرتوان لرم. زما په اند زه هڅیدلی یم، چې څه لیکم، په هغې یو بل سره پوهیږو.  

ژبې سوچه کیدی نه شي، خوزه هم هغه ویونه کاروم، چې تراوسه د پښتو د خوب تر کټ لاندې پراته وي، خوهغه ماته سم برېښي، ځکه داسې نه دي، لکه بهیدونکي، چې  په پوره ناسمه توکه اوبلن وبولم اویا ستاندارد ته کچه ووایم.

زما د لیکنو په هکله ستاسود کړنو او مخامخکړنو ( دا بیا د دې وی یعنې ،،مخامخکړنو،،  د لومړي ځل له پاره کارونه ده، خو موخه ترې پوهیدل کیږي) هیله هم لرم.

زه ستاسومخامخکړنو ته درناوی لرم اوخپلې کړنې به ورسره هرومروسموم.

لند:  پیداېښتي نومونو ته باید په پښتوکې انډول ولرو اودا لرو، د لږو ځانګړنو سره:

زه نومونه نه جوړوم. زه کوم د بلې ژبې وی، چې کاروم، هغې ته په پښتو کې  انډول لټوم او دا تل د زیاتو پیداېښتي ویونو له پاره لرو. زه نومونه نه پیدا کوم، زه هغه لرلي نومونه ګرانولوستونکو ته مخ ته ږدم.

ځنې لیکوالان وایي،چې دې د …ژبې وی … ته څه ووایو؟

دا باید وڅیړو، چې هغه وی یې پیدا کړو، لکه، چې زموږ د لیک لوست ژبه کې زموږمشرانود مایع له پاره خپل انډول نوم نه وو کارولی، نودا یې ورته غوښتل پیدا کړي، خو انډول يې پیدانه کړی شو او ناسم اڼدول یې ورته وټاکه.

دا ولې؟

دا ځکه چې دوی دې ته فکر نه وو کړی اویا یې فکرنه شوکولی، چې مایع څه شی دۍ.

دوي دې ته پام نه دۍ کړی، چې مایع یو خوي دۍ او دا خوي د تنونو یا شیانو یوټولګی جوړوي یعنې ټول هغه څه ته مایع وایي، چې بهیږي، دا دۍ، بې له دې چې نورمخ ته ولاړ شو، د مایع انډول پښتو مو وکاراوه یعنې بیهدونکي.

پوهنیز نومونه:

په پوهنه کې نومونه – په ځانګړې توګه شمیرپوهنه او ځمککچپوهنه کې  – یواځني دي یا یویواځني دي، دا په دې مانا چې هر نوم یوه او ټیک یوه څیره په ګوته کوي او هره څیره یو او ټیک یو نوم لري. نومونه څوک په خوښه – چې څه یې زړه غواړي ـ  نه شي ټالکل.

بیلګه: مستطیل ته به نو په پښتوڅه ووایو؟

په مستطیل نه پوهیدم، نودابه په بله ژبه کې ګورم. انګرېزي اوالماني کې ورته  rectangle and Rechteck وایې، نو له دې امله په پښتو کې – که دا سم وژباړو او دا چې څیرې دي، نو له دې امله ښځینه نومونه دي – ،،ولاړګوډۍ،، او یا کټمټ ،،ولاړکونجۍ،، بلل کیږي، چې هرڅه ترې پوهیدل کیږي اوبل نوم ورته نه ټاکل کیږي یا نه شي ټاکل کیدی. دا چې سخت، نابلد او یا بل څه ډول دۍ، دا کوم بندیز نه دۍ، دا همداسې دۍ اوبس.

ایا هغه څه چې په نوروژبوکې شته زموږ په ژبه کې هم انډول لري؟

هو.

نو ولې موږ ځنو شیانو یا ویونو ته په پښتو کې نومونه نه لرو؟

دا ځکه چې موږ په نوروژبو نه پوهیږو او یا مو پام ورته نشته یا یې له پامه غورځوو.

هغه نومونه اوخویونه، چې په پښتوکې تراوسه ورته د چا  نه وي پام شوی، نو زموږ پښتانه پیداېښتي ده، چې هغو ته نومونه پیداکړي، خو ستونځه په دې کې ده، چې دوي ورته نوم پیداکوي اودا سمه نه ده، ځکه چې په کې تیروځي.

د هر څه له پاره، چې په بله ژبه کې نوم یا وی (په پیداېښتي ډول) وي، نوپه پښتوکې هم ورته انډول شته، خودا چې موږ په نورو ژبونه پوهیږواویا زیات وخت دا نومونه له هغه چااېښولکیږي، چې په کومه دباندنۍ ژبه نه پوهیږي، چې له هغې څخه یې راواخلي اوکه غواړۍ، راوژباړي او یا لږتر لږه له هغه چا وپوښتي اوخبرې ته یې غوږکیږدي، چې په یوه دباندنۍ ژبه پوهیږي.

زه یې دلته یوه بله بیلګه راوړم. یوه ورځ یوه ملګري را څخه و پوښتل، چې انعکاس ته به نوڅه ووایو او په همدې خبرو کې بیا د انګازې څخه خبرې شوې چې ګوندې دا به بل څه وي او انګیزه بل څه او همداسې له همغه وخته ازانګه هم مڼخ ته راغلې.

له دې امله زما دا لاندې لیکنه.  

Reflexion انعکاس یا(بیرته) راګرځیدنه

انګیزه (ازانګه ، انګازه): زما په اند به دا ،، د ازانګې به موخه  ترې همغه د عربي ژبې انعکاس وي، چې په خلکو کې يې انعکاس ښه وي، یعنې دلته به انګیزه د انعکاس لپاره کارول شوې وي. دا ځکه وایم، چې داسې یو څه مې زموږد خورا درانه لیکوال ژورنالست، څیړونکي ښاغلي رفیع څخه اوریدلي( خداي(ج) دې وکړې چې دا مې ناسمي نه وي کړي او کومه ناسم پوهیدنه زما لخوا دلته نه وي رامنځ ته شوي، زه مخ له مخه  د ښاغلي پوه څیړونکي رفیع صاحب څخه ډېره بخښنه غواړم ، په هر صورت زموږ د خبرو اترو موخه دا ،، ازانګه،، ده.

راځۍ، چې له هر څه د مخه ( د هرڅه له مخه مې لیکلی وو، خو د دې لیکنې سره مې له هر څه د مخه کړ) په انعکاس ځانونه وپوهو، د زبپوهنې او فزیکي لار(قانون) له مخې.

که موږله کوټې په رڼا ورځ راووځو، نود لمر وړانګې چې په راڼه برېښنده شیانو ولویږي، هغه بیرته راګرځي اوسترګې موبرېښوي. موږ هلته په کلي کې نه وایو، د لمرانعکاس یا رفلکشن مو سترګې راوبرېښولې، موږ وایو، چې د لمر رڼا بیرته راوګزیده  او زموږ سترګې یې وبرېښولې. دا په دې مانا، چې دا رڼا په یو شي ، چې بیا روڼ برېښي لویږي اوبیا بیرته راګرځي. دا بیا په دې مانا چې موږ نو د انعکاس او یا رفلکشن له پاره بیرته راګرځیدنه لرو، همداسې که غونډوسکه په دیوال وولو،هغه هم راګرځي، یا غږپه کوم ځای کې وکړو، چې هغه بیرته راګرځي. موږ اوس دا تر څيړنې ( دا ،، تر،، مې دلته ناسم ولیکه . سم یې د څيړنې اونه تر څيړنې) لاندې نیسو.

نو انعکاس د بیرته راګرځیدنې یا راګرځیدنې لپاره -چې انګریزي یا نوره هم ښه  لاتین یې reflexion دی – کارول شوی.

ترهغې، چې زما فکر رسیږي د عربي وی یا لغات  ،،انعکاس،، په پښتو کې د درې څه یا د درې ډولونو لپاره کارول شوی:

که یو څه په هنداره کې بیرته راګرځول کیږي یا راګرځول کیږي ( دلته بیرته راګرځول او راګرځولو لپاره زما موخه همغه راګرځول یا راګرځیدل دي، موږ ورسره بیرته وایو، خو زه یې اړین نه بولم. دا به راګرځول وبولو) داهم ا نعکاس بولو یا دۍ.

که په غره کې غږ وکړو او هغه بیرته واورو یعنې راوګرځي، دا هم انعکاس دی، همداسې که یو څه په ولس کې وشي، که ښه وي یا بد دا په خلکو کې خوریږي او له خلکو بیرته اورول  یا اورېیل کیږي، چې دا هم انعکاس بلل شوی.

لنډ: انعکاس په هنداره کې، انعکاس په غره کې د یوه څه د غږ انعکاس په ولس کې د یوه څه یا یوې شوې وینا انعکاس.

دا درې نومونې په ټولو ژبو کې په بیلو بیلو نومونو یادیږي. هغه څه چې هنداره کې بیرته راګرځي په الماني کې ورته ،،شپیګلونګDie Spiegelung ،، وایي او دې نورو دوه وو ته اېښو یا اېکو(اکو) Echoوایي، چې لاتین دی موږ په پښتو کې هم د اسي نومونې لرو.

د اخرو دوه وو لپاره انګازه یا انګیزه(؟) کاروو، چې له دې امله پخپله هغه دعربي انعکاس دی او ازانګې یا بل څه نومونې ته اړتیا نه شته او په غره کې د غږ خوریدا هم انګازه یا انګیزه ده، یعنې خورشوی، چې موږ ورته انګۍ ویله او غږ به مو وکړ، چې انګۍ انګۍ یو غږ بل هم راوکړه.

که په هنداره کې یو څه یا یوه څیره (بیرته) راګرځي، نو هغه څه باید ونومو، د عربي انعکاس په ځای. دا په هنداره کې یوه څیره چې (بیرته) راګرځي، وایو چې دا څیره هنداره کیږي. دا چې دا څیره هنداره کیږي، نو دا خو له هندارونې( هنداره کونې) بل څه نه دي، یعنې دا په هنداره یا اینه کې  انعکاس هندارونه یا اینونه بولو( هغه ستاسو خوښه هنداره نوم مو ښه راځي یا پښتو دی او که اینه). یعنې دې انعکاس ته هندارونه یا اینونه وایو. دا د پښتو ګرامر په بنسټ سم دۍ

نو ګرانو لوستونکو!

ګورو چې د ازانګه  په پښتو کې کومه ترې بله پوهیدنه نه لري، یعنې ازانګه هم دا موږ  دلته بللې ا نګازه یا انګیزه( ؟ ) ده، چې په خلکو کې خوریږي، خو که غواړۍ، دا ازانګه وبولۍ هم خوښه مو، کیدی شي.

،،اېکو یا اېښو یا انګازه یا انګیزه منځ ته راځي، که  د غږڅپې داسې په زواک یا قوي وځنډیږي، چې سړی دا غږ بیل بیل د اوریدلاس ته راوړنې یا -نتیجې  که غواړي د اوریدپایلې په توګه واخستلی یا احساس کړی شي. سره راټول یا سره یوځای شوې concentrate رفلکشنونه یا دا بیرته راګرځیدنې(چې عربي کې ورته انعکاس وایي( شاید، زه په عربي نه پوهیږم)) د اکو یا انګازې یا انګیزې په څیر اوریدل کیږي. د اکو وی یا لغات د یوناني  ᾿Ηχώ  څخه راغلی یا رانیول شوی دی.،،

که دا په هلمند کې شوې  غونډې غږ خلکو ته ورسیږي، نو په خلګو کې خوریدا یې همداسې په پرلپسې ډول منځ ته راځي، چې دا هم همغه د غره په څیر خپله انګیزه په خلکو کې خوروي. له دې امله دا هم انګیزه یا انګازه ده او  که ازانګه یې بولۍ، هم خوښه مو.

لنډ بیا:

لومړی: په په هنداره کې د یوه څه بیرته راګرځیدنه هندارونه بولو او

دویم: په غره کې د غږ بیرته راګرځیدنه انګیزه،انګازه یا ازانګه بولو اوبیا همداسې

دریم: د یوه سیاسې کس وینا، چې اغیز یې د خلکو له خوا بیرته راګرځي،هغه هم انګازه، انګیزه یا انګازه ده،خوماته یې انګیزه ښه برېښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب