شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد کابل او اسلام اباد ناندریو ته د واشنګټن غبرګون

د کابل او اسلام اباد ناندریو ته د واشنګټن غبرګون

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۹ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې واشنګټن د طالبانو د رژیم او پاکستان پرونیو ناندریو اندېښمن کړی.

ویاند ودانت پتیل زیاته کړه، چې دوی په افغانستان کې د پاکستان د هوایي بمبارۍ له امله ملکي مرګ ژوبلې ته اندېښمن دي.

پتیل له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد هڅو کې د امریکا د مرستو په باب وویل چې امریکایي چارواکي له پاکستاني مشرانو سره په دوامداره توګه د ترهګرۍ ضد بحثونه مخته وړي او د افغانستان په اړه هم په جزییاتو ورسره خبرې کوي.

هغه یو وار بیا ټينګار وکړ چې امریکا دا ډاډمنوي څو افغان خاوره بیا د ترهګرو له خوا د امریکا او د هغې د ملګرو او متحدینو پر ضد ونه کارول شي.

پاکستان پرون د پکتیکا په برمل، د خوست په سپېره او د کونړ په شولتن سیمه کې هوایي بریدونه وکړل.

د طالبانو  ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي چې د پکتيکا د برمل په لمنه کې ۶ تنه چې ۳ یې ښځې او ۳ یې ماشومان دي، وژل شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت بیا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو د بریدونو خبر ورکړ.

ویل کیږي، چې په دغو بریدونو کې یو شمېر پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست عبید الرحمان نظاماني هم احضار او خپل احتجاج ورسره شریک کړی.

1 COMMENT

  1. The USA knows well that who is the worst enemy which is called the cancer wound of the east region. They USA knows that they left purposely caltivited this cancer illness to us and India in the region.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب