جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند: د موټرو د تګ او سرعت اندازې معلومولو طرحه...

ملا حسن اخوند: د موټرو د تګ او سرعت اندازې معلومولو طرحه دې جوړه شي

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۹ مه) د طالبانو د کابینې غونډه، پرون د دوی د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه چې په کې په یو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوي.

د ملا حسن اخوند دفتر ویلي، دې غونډه کې د ترافيکي پېښو مخنيوي او موټرو د سرعت کنټرول په اړه تفصيلي بحث وشو او کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د سترې محکمې ټرانسپورټ او هوایي چلند او ټولګټو وزارتونو سره په ګډه د لویو لارو په اوږدو کې د موټرو د تګ او سرعت اندازې معلومولو لپاره ترافيکو ته د اړينو وسايلو چمتو کولو طرحه جوړه کړي او د ریاست الوزراء مقام سره دې شريکه کړي.

راز په دې غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کورنیو چارو بهرنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو استخباراتو لوی ریاست او احصایې ملي ادارې څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د ولسواليو جغرافيوي حدود تثبيت کړي په اړه يې معلومات وکړي او راپور یې له توحید وروسته د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.

د طالبانو د کابينې په دې غونډه کې اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې مؤسساتو ته واضحه کړي، چې له دندې ایسته شوی هیڅ دولتي کارمند تر هغو نشي جذبولی ترڅو يې قانوني موده نه وي پوره شوې.

1 COMMENT

  1. محترم ملاصاحب!
    دا تجربو وښودله چی ټولنه او بیا حکومت کی قوانینو ته ضرورت شته
    ،ورنه همداسی مرګونې پیښې د قانون په نشتوالی کی د ژوند په ټولو برخو کی پیښیدی شی، کاینات ټول د قانون لاندی کار کوی ؛نو لطفا په خلاصه ټنډه هدایت ورکړی چی قوانین تکمیل شی او ددی کار علم ،فهم ،تجربه او صلاحیت په یواځی طالبان نلری ، له متخصصینو وغواړی چی دا کار وکړی او طالب به مزاحمت نکوی ؛ ځکه په زرګونو کارونه دی چی هغه تیرو تقریبا دری کلونو کی طالب ونشوی کړی .
    ستا کره طالبان ملا باقی او ملا ندیم پوهنتونونه تړی شی خو پوهنتون جوړ او فعالولی نشی ،د اسلامی او انسانی حکومت ۹۵سلنه کارونه متخصصینو پوری اړه لری کوم چی پوهنتون یی روزی.
    که مو پام وی هیڅ عالم د علوم نافعه دښمن نه وی ، او بی له علم ژوندون، خدمت ،ځان ساتنه او جهاد فی سبیل الله محال دی یا اولی الالباب.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی