یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ځمکو غاصبانو ته د واکمن رژیم جدي خبرداری

د ځمکو غاصبانو ته د واکمن رژیم جدي خبرداری

تاند (سې شنبه، د حوت ۲۹ مه) د طالبانو د رژیم د عدلیې وزارت اړوند « د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون» په یوه اعلامیه کې د ځمکو غاصبانو ته جدي خبرداری ورکړی.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلی: « غاصبینو ته زموږ پیغام دا دی پر ځای د دې چې خپل غصب پرېږدي.»

په اعلامیه کې دې ته په اشارې سره، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د ځمکو د غصب په تور د یو شمېر مشهورو څېرو په بندي کولو تورن شوی؛ د دوی تورونه بې اساسه ګڼل شوي او خبرداری ورکړل شوی چې دوی به ونه بښل شي.

 د طالبانو لخوا د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون همدا شان ویلي، چې د خبرداري سرغړونکو سره به « شرعي چلند» وکړي.

له څه مودې راهیسې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي تورن شوی و، چې د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په ګډون یې ځینې سیاسي څېرې بندیان کړي.

د طالبانو ځینو منتقدانو ان داسې ادعاوې هم کړي، چې ښاغلی شرعي په عدلیې وزارت کې دننه شخصي زندان لري، خو د هغه دفتر دا څرګندونې رد کړې وې.

ځینې څارونکي د ځمکو د غصب پر وړاندې د طالبانو د رژیم کړنې په ټوله کې ستایي، خو ټینګار لري چې په دغو کړنو کې باید د شخصي سلیقو، عقدو او استفادو مخنیوی وشي.

2 COMMENTS

  1. پنځوس کاله پخوا عبدالحکیم شرعي د افغانستان عدلیه وزیر وه. دغه ملا بردي تخلص غصب کړی دی. عبدالحکیم شرعي….هههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب