دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې – ۲۰ برخه‎

د وردګو د واده دود او بدلې – ۲۰ برخه‎

احسان الله ارینزی‎

په وردگو كې د ماشوم د زېږېدلو دود

د انسان د ژوند په حقيقت كې د تللو او راتلو او نوي كېدلو يوه پرله پسې او پيلې لړۍ ده له بابا ادمه تر دې دمه همدا خبره ده.

غور نېكه، ترنېكه، نېكه، بابا، پلار، زوى، لمسى، كړوسى، كودى، لخكى(340) پردى(341) او …. هغه چې وو، تللي بيا يې پر ځاى نور راغلي. دا (نور) لومړي زېږېدلي، بيا د ځايونو او د وختونو په شرايطو كې لوي شوي او د پخوانو د ژوند چارو او تجربو په مرسته يې ژوند كړى او  بيا يې په خپل وار نورو ته ځاى خوشې كړى او تللي دي. له هغه ځايه چې انسان ډېر اجتماعي ژوند لرى د خپل ژوند د هرې پديدې د لمانځنې له پاره يې ځانگړي دودونه رامينځ ته كړي دي.

هغه چې ځي يعنې مري په دود خاورو ته سپارل كېږي او هغه چې راځي يعنې زېږي هم بې لمانځلو نه پاتېږي. په دې برخه كې هر كام او ولس ځانله خپل ځانگړي دودونه او سلسلې لري.

البته څرگنده ده چې د كامونو او ولسونو هغه لومړنۍ دودونه تر اوسه په همغه لومړنۍ بڼه نه دي پاته. ځينې له مينځه تللي، ځينې له نورو سره گډ شوي، په ځينو كې بدلون راغلى او داسې نور.

په دې لړ كې د ماشوم د زېږېدنې دود څه په پرونيو گڼو ټولنو او څه د نننيو بېلو كورنيو په غېږه كې ډېر په زړه پورې دي. موږ د وردگو په دود دستور باندې دلته رڼا اچوو.

په وردگو كې اميدواره ميرمن- د اميدواري په وروستو مياشتو كې څو ټكو ته پام ساتي: له درنو كارونو څخه ځان ژغوري، له هغه ښځو څخه چې سترگې يې (درنې) وي او د دې يا ماشوم له پاره يې خطره پيدا كولاى شي تر ممكنه حده ځان ساتي او حتى د غزني يا خپله د وردگو په زيارتونو كې (بندونه) اخلي.(بندونه) دوه ډوله اخيستل كېږي: كه اميدواره ميرمن په خپله زيارت ته ولاړه شي د زيارت متولي يو پاك سپين تار اووه ځلې د ښځې له سره تر پښو نيسي چې تر (دم) وروسته په (جلدونو) كې پوښل كېږي او تر ملا تاوېږي. كه (بندونه) بل څوك اميدوارې ميرمن ته راوړي، متولي هغه تار د زيارت پر قبر اووه ځلې تاووي او بيا (دم) كېږي او پوښل كېږي. په دواړو حالاتو كې د زيارت متوليان خپله شكرانه اخلي. د دې (بندونو) تر څنگ چې اكثراً د ماشوم د پاييدلو په منظور اخستل كېږي زياتره كورنۍ د (بد نظر) تعويذونه هم برابروي او په خونو كې يې پټ ځاى ځوړندوي(342).

د دې په څنگ كې اميدواره ميرمن د فراغت په وخت كې د ماشوم د جامو او بسترې جوړولو ته هم پام ساتي. په جامو كې دا شيان د يادولو وړ دي: وروڼي(343)، سزني(344)، شلوكې(345)، سربند(346)، شاو كوله(347) او كميس. د ماشوم د بسترې د پاره بړستنگۍ، نالى(توشكه) او بالښت جوړېږي.

همدا شان د ماشوم تر زېږېدو د مخه د اميدواره ميرمنې مور يا خواښې د هغې له پاره من نيم من ژېړ غوړي ، هگۍ او ځينې نور خوراكي شيان برابروي.

ماشوم د اميدواره ميرمن د مور، خواښې او د كلي د كومې بلې سپين سرې با تجربه ښځې تر پاملرنې لاندې زېږي. ماشوم سملاسي په يوه پاك ټوكر كې پيچل كېږي. دا وخت (زچه) په ژېړو  غوړيو كې هگۍ څښي او اسراتحت كوي. كه نوي زېږيدلي ماشوم جلى وي خبره سړه تېرېږي؛ خو كه هلك وي له همغه لومړيو شېبو څخه خوښې او مباركي پيل كېږي. كه د چا لومړنى زوى وي يا له څو نجونو څخه وروسته نارينه اولاد وي او يا د ماشوم پلارگنۍ په كلي كې له چا سره سيالي ولري؛ نو د ماشوم پلار، بابا، تره يا كوم بل نژدې خپلوان د خلكو د خبرتيا له پاره د ټوپكو ډزې كوي. كله نا كله د دغه كورنيو خپلوان هم په دې خوښي كې برخه اخلي او ټوپك ولي. كورواله د دې ټوپكو تر خوله ځونډي او دستمالونه ورتړي. ماشوم ته ژر تعويذونه برابرېږي او له (سترگو) نه يې پټ ساتي(348).

همدا شان د ماشوم د كور هغه خورلڼو ته چې په نورو كليو كې واده وي د كلي د ډم يا كوم بل چا په لاس د ماشوم د زېږېدو (زيري) لېږل كېږي، دا خبر لوڅ له خورلڼو څخه په زېري كې لنگۍ، جامې، دسمال او يا نغدې پيسې شريني تر لاسه كوي. همدغه راز هغه ښځې نجونې چې لومړى ځل د كور نارينه د ماشوم په پيدا كېدو خبر وي له هغوى نه د زېري په بدل كې شيرني غواړي. بيا نو د ماشوم په غوږ كې اذان كېږي او په كليوالو شريني ويشله كېږي.

څو ورځې وروسته د هلك د پيدا كېدو مباركي پيل كېږي، ډله- ډله ښځې او نارينه د ماشوم مور او پلار ته په مباركي ورځي، ښځې د ماشوم له پاره له ځانه سره جامې، شلوكې، ټوكر او يا ميوه سوغات وروړي. ځنې خلك د هلك په زېږېدو د تنگ ټكور مجلس جوړوي، پسه حلالوي او خلك راغواړي په خپلو نژدې خپلوانو ښځو كميسونه او ټيكري ويشي او هغې سپين سرې ښځې ته چې د ماشوم په زېږېدو كې يې مرسته كړې وي شيريني (كميس يا ټيكري) وركوي.

د ماشوم د نامه په ايښودلو هم كوچنى مجلس جوړېږي. هڅه كېږي چې د ماشوم له پاره د كوم ښه ديني شخصيت يا سيمه ييز عام مخور او درانه سړي نوم غوره شي، د دې په څنګ كې كه د چا دېر زامن وي يا د چا ډېر وروڼه وي د دوى نومونه هم د نوي ماشوم له پاره د ښه او نيك فال په توگه ټاكل كېږي. ځينې كسان چې پرله پسې لورانې زېږوي په خپله وروستيو لورانو داسې نومونه ږدي چې نور به نو لورانې بس شي لكه بله نشته، بس بي بي، بسكو او نور.

په وردگو كې (زچه) ښځه څلوېښت روځې استراحت كوي. په دې ټوله موده كې يوازې شيراوه (د ژېړو غوړو مايع حلوا) هگۍ، د پسه د غوښې ښوروا، ښېلى او چاى خوري او بس. له يخني او سړو اوبو نه ځان ساتي، يخې اوبه هېڅ نه څښي او ځان تر څلوېښتو روځو پورې نه وينځي. وردگې مېرمنې متاسفانه په داسې خوراكي رژيم ځانونه ته درانده زيانونه اړوي چې د ژوند تر پايه يې ځوروي.

هغه ميندو چې د اميدواري په وخت كې بندونه اخيستي وي تر ناروغي وروسته (بندونه) د ماشوم په غاړه كې ځوړندوي. كه ماشوم د (نلځي)(349) اولاد وي ځانگړي خيرات هم پرې كېږي. دا خيرات د ماشوم د پلارگنۍ په اقتصادي وضع پورې اړه لري او له يوه كوره تر بله پورې توپير مومي.

هغه كورنۍ چې نارينه اولاد يې نه پاتېږي او مري د خپل نوي ماشوم د ژوند له پاره ډېرې هلې ځلې كوي. زيارتونو ته يې وړي، نذرونه وركوي، تعويذونه ورته ليكي او محلي طبابت ته لاس اچوي.

د ماشوم د ژوند په لسمه يا يوه لسمه مياشت د هغه د پيكي ويښته پرې كېږي. دا كار د ماشوم د تره، بابا، د كلي د ملا يا كوم بل سپين ږيري په واسطه تر سره كېږي او هغه وېښته ښه خوندي ځاى اېښودل كېږي. همدا شان كله چې د لومړي ځل له پاره د ماشوم ټول سر وخريل شو(ډم) خپله شيريني اخلي او وېښته يې خوندي كېږي. ځينې خلك د خپل ماشوم په ككرۍ كې يوه كوڅې وېښته ان تر پنځه- شپږ كلني پورې پرېږدي. كله نا كله په دې كوڅيو پورې مري او سپينه روپۍ هم گنډل كېږي هغه وخت چې ماشوم تر پنځو- شپږو كلونو يعنې له خطرې څخه تېر شو دا كوڅې په درناوي غوڅېږي او په پاك ځاى كې خوندي اېښودله كېږي.

په وردگو كې د كوچنيو ماشومانو د خوب له پاره له زانگو نه كار اخيستل كېږي دا زانگو يا تركاڼ له لرگو څخه جوړوي او يا په خپله د كور واله خلكو له خوا جوړېږي. په دې ډول زانگو كې د كوتې د يوه گوښۀ كونج په دوو ديوالونو باندې غورغى(350) ټكوهل كېږي. بيا په دې غورغيو كې رسۍ(351) يا چرمينې(352) بندېږي او په منځنۍ برخه كې د شال يا بړستنې په واسطه د ماشوم د استراحت له پاره ځاى جوړېږي. د دې له پاره چې دا زانگو له ليرې څخه هم وزنگول شې په زانگو پورې يوه اوږده ټوټه تړله كېږي چې يو څوك يې كشوي او زانگو ته ټال وركوي.

بله هغه خبره چې دلته د يادولو وړ ده د ماشوم سنتول دي. په وردگو كې ماشومان عموماً د څلور او اووه كلن عمر په مينځ كې د كليو د ډمانو په واسطه په همغه پخواني او عنعنوي بڼه سنتېږي. كله چې ماشوم سنت شو هڅه كېږي چې تر روغېدو پورې له (ږغونو) څخه وساتل شي. په وردگو كې داسې عقيده موجوده ده چې ځنې ږغونه هم د سترگو په شان ناوړه اغېزې لري او زخمونه ژوبلولاى شي. په دغسې مهالونو كې ماشوم ته سپينه روپۍ او سليماني مرۍ(353) ځړوي چې له بدو ږغونو څخه خوندي وساتل شي.

كله چې ماشوم له غېږې څخه جلا شو خاپوړې پيلوي. په ژبه راځي بيا (گرزاندي) كېږي او له كوره بهر وځي چې دا ځانله د څېړلو بېله. وضوع ده او بيلي خبرې غواړي.

په وردگو كې د ماشوم د ژوند په ارتباط څو نورې خبرې هم د يادولو وړ دي. ځينې داسې ښځې شته چې تر واده څو كاله وروسته هم بې اولاده وي. دا ډول ښځې زيارتونو او ملايانو ته مراجعه كوي او تعويذونه اخلي. ځينې ښځې په زيارتونو كې د څلورو  پنځو سانتي مترو په فاصله دوه كوكۍ(ميخونه) يا لرگي ټك وهي او بيا دا دواړه د تار په واسطه د زانگو په ډول سره نښلوي. د سيمه ييزو عقايدو له مخې دا چاره د لوى خداى له دربار څخه د زيارت په واسطه د اولاد د غوښتنې مانا لري.

همدغه راز په وردگو كې ميندې هېڅكله خپل ماشوم په تياره كې بهر ته نه وباسي او له دوازې څخه يې نه تيروي چې (اثري)(354) نه شي.

په وردگو كې ميندې خپل ماشومان د شپې نه وييځي چې (پيريان)(355) يې ويني او پرې كيني. كه چېرې كومه ښځه په تياره كې خپل ماشوم پريونځي او بيا وروسته هغه ماشوم ناروغه شي، نو ټول وايي چې پريان پرې مين شوي او ماشوم ژوبل شوى دى.

 


[340]  دا كلمه د دروازې له لخك سره اړه لري. لخكى يعنې هغه څوك چې دروازه پرې خلاصه او تړله كېږي.

[341]  كه چېرې دا سلسله بشپړه وي وروستۍ يې پردى (بيگانه) دى.

[342]  منگلې او نورې پكتياوالې خواښې كله نا كله د خپلې حامله نږور په راتلونكي ماشوم فال نيسي. د دې كار له پاره د ناوې د حمل په وروستيو شپو- ورځو كې دې ته يوه (وټي) وركوي. وټي يوه كوچنۍ گرده پرېړه ټوټه ده چې مخ يې په زرتارو او مريو ښكلى كېږي. د كور مشره يا د ناوې خواښې خپله نږور له وټې سره بهر ته لېږي او ورته وايي چې له هره چا سره چې لومړى   E مخامخ شوه، هغه وپېژني او بېرته راستنه شي. كه ناوې ته كوم نارينه په مخ ورشي- خوشالېږي، بېرته كور ته گرځي او خپلې خواښې په خبره پوهوي، خواښې ورته وايي ته مخ دې جار شم، ته نيكمرغه ښځه يې، فال مو سم شو، كه خداى كول غېږ په دې په هلك ډكه شي. او كه ناوې په دې تگ كې له كومې ښځې سره مخامخ شوې وي، خپه كور ته ستنېږي، خواښې يې په غوسه وي او ورته وايي مخ دې ورك شه سپيرې، زموږ كور به ورك كړې، لور به راوړې او وټې ځنې واخلي چې په اور كې يې وسوځي او خپله كركه پرې وركه كړي او يا دا وټې بل وخت داسې مشرانو ښځو ته وركوي چې دوى ورسره ښې نه وي او غواړي چې د هغوى په كورونو كې هم لورانې وزېږي او د زامنو زېرى پرې ونه شي.

[343]  وروڼي. هغه ټوټې چې ماشوم په كې تړل كېږي.

[344]  سزني. تر يو متر نه اوږده او د دريو گوتو په اندازه پلنه ټوټه چې عادي يا سينگار شوې جوړېږي او ماشوم پرې تړل كېږي.

[345]  شلوكه- واسكټ ډوله جامه چې مخ او شا يې پټ او له سره اغوستل كېږي.

[346]  سربند: څلور- پنځه گوتې پلنه ټوټه چې ښه ښكلې جوړېږي او د ماشوم سر پرې تړل كېږي.

[347]  شاو كوله- شب كلاه. نرمه خولۍ چې د مخ تر كاسه پرته ټول سر په كې پټېږي.
[348] په منگلو او نورو پكتياوالو كې د هلك د زېږېدو په روځ غنم نينې كوي او په كليوالو يې وېشي. په درېيمه روځ بيا د غنمو كوچه په خلكو وېشي او په اوومه روځ پسه حلالوي او خيرات كوي چې ماشوم وپايي او مړ نه شي. كه له دې ټولو سره- سره ماشوم رنځور يا مړ شي، د بل ماشوم د زېږېدو په مهال د غنمو په ځاى د  جوارو نينې او د جوارو كوچه په خلكو وېشي. دوى دا ځلې په اوومه روځ خيرات هم نه كوي او غواړي چې د دودونو په بدلولو سره خپله كركه ليرې كړي.
[349]نليځى دا كلمه چې اصلاً به احتمالاً(نه روزي) وي د هغو ماشومانو له پاره ويل كېږي چې د مور او پلار نه روزي كېږي. په وردگو كې هغه نارينه ماشوم ته چې تر څو لوڼو وروسته زېږيدلي وي يا هغه ماشوم ته چې د څو ماشومانو تر مرگ وروسته ژوندي پاتې شوي وي د (نليځي) اولاد وايي.
[350] غورغي. يو ميخ  چې په دېوال ټكوهل كېږي او په سر كې يې يوه خوځيدونكي وسپنيزه كړي پرته وي.

[351]  رسۍ- ريسمان.

[352]  چرمينه- د غوايه له پوستكي څخه جوړه رسۍ چې ډېره مضبوطه وي. په وردگو كې كله چې څوك غواړي چرمينه جوړه كړي، نو د غوايه د لامده ، خو پاك پوستي نرۍ- نرۍ ريتاړې وباسي او بيا يې اوبي. كله چې دا چرمينه وچه شوه ډېره مظبوطه راځي او ژر نه غوڅېږي.

[353]  شنه مري ده چې كېداى شي نوم يې د حضرت سليمان پېغمبر له نامه سره اړه ولري
[354] اثري كېدل: له حاله وتل، په نامعلوم مرض ناروغه كېدل، ځورېدل.
[355]   پيرى(جن- اجنه) هغه شى دى چې ځان نه ښكاره كوي؛ خو د هر كار د كولو وس لري او ځان په هره بڼه بدلولاى شي. په وردگو كې د ژوند ډېرې ناپېژندلې چارې د پيريانو كمال بلل كېږي.

د وردګو د واده دود او بدلې – ۱۹ برخه‎

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب