دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهافغانستان له آیرلنډ څخه د شل اوره سیالیو لړۍ وګټله

افغانستان له آیرلنډ څخه د شل اوره سیالیو لړۍ وګټله

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۸ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوره سیالیو لړۍ له ایرلنډ‌ه دوه پر یو وګټله.

نننۍ سیالي افغان په ځوار ډېر توپیر یعني د ۵۷ منډو په توپیر وګټله.

 له ایرلنډ سره دریمه شل اووره سیالي د افغانستان په بیټنګ پیل شوه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو له بایللو وروسته ۱۵۵ منډې وکړې.

نننی هدف د افغانستان له لوري آیرلنډ ته تر پروني هدف یوازې ۳ منډې زیات و.

په نننۍ لوبه کې ابراهیم ځدراڼ خورا ښه بیټنګ وکړ. ده په ۵۱ توپونو ۷۲ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد. صدیق الله اتل چې پیلګر لوبغاړی و، په ۱۹ توپونو ۱۹، محمد اسحاق په ۲۲ توپونو ۲۷ او اعجازاحمد احمدزي په ۴ توپونو ۱۰ منډې وکړې.

په باولینګ کې نن عظمت الله عمرزي خپل عظمت وښود. ده په ۴ اورونو کې ۴ لوبغاړي وسوځول خو په پیل کې نوین الحق په لومړي اور کې د آیرلنډ دوه مهم لوبغاړي پر له پسې وسوځول.

نوین الحق د آیرلنډ وروستی لوبغاړی هم وسوځاوه.

د تېرو لوبو ډېرو ویکټ اخیستونکو راشدخان او ننګیالي خروټي نن یو – یو لوبغاړي وسوځول.

عظمت الله عمرزي نه یوازې دا چې ۴ لوبغاړي وسوځول تر ټولو یې لږ منډې ورکړې. په هر اور کې د ده د منډو اوسط ۲ اعشاریه ۲۵ و، همداراز راشد خان کمې منډې ورکړې چې اوسط یې په هر اور کې ۳ و. نوین الحق چې ۳ لوبغاړي وسوځول په هر اور کې ۴ اعشاریه ۲۸ منډې ورکړي دي.

د افغانستان د لوبډلې د سختې ورځې لوبغاړي محمد نبي ته موقع ورنه کړل شوه چې باولینګ وکړي ښايي دلیل یې دا و چې کیپتان فکر کاوه چې وضعیت دومره خراب نه دی چې محمد نبي ته زحمت ورکړل شی.

غوره لوبغاړی

د وروستۍ شل اوره سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه ابراهیم ځدراڼ وګټله چې په ۵۱ توپونو یې ۷۲ منډې وکړې خو د درې واړو شل اوره سیالیو د لړۍ د غوره لوبغاړي جایزه راشد خان ته ورکړل شوه چې ۸ لوبغاړي یې وسوځول او یوازې یې ټولټال ۳۳ منډې ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب