یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهوسله والو کسانو سیاسي فعال ډاکټر نادر افغان ورسره بیولی

وسله والو کسانو سیاسي فعال ډاکټر نادر افغان ورسره بیولی

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۸ مه) باوري سرچینو تاند ته خبر ورکړی، چې د سیاسي چارو شنونکی او د ابن سینا روغتون جراحي متخصص ډاکټر محمد نادر افغان نامعلومو وسله والو نن له ځان سره بېولی.

د معلوماتو له مخې، ډاکټر افغان نن ماسپښین یوه بجه نامعلومو وسله والو له معاینه خانې پورته کړی او نامعلوم ځای ته یې بېولی دی.

د افغان کورنۍ غړیو ته ځایي خلکو ویلي چې نن ماسپښین یوه بجه څو تنه ناپېژانده وسله وال د طالبانو په جامه کې د هغه معاینه خانې ته په ناڅاپي او‌ ناقانونه ډول ورننوتل، چې د کابل لومړۍ ناحیې اړوند د عاجل ابن سینا روغتون ختیځ لور ته موقعیت لري، او پرته له دې چې ځانونه معرفي کړي یا له کوم رسمي آدرسه قانوني جلب یا مکتوب ورسره وي، هغه یې له ځان سره پورته کړ.

سرچینې زیاتوي: د ‌خلکو د پرلپسې ټینګار له مخې وسله والو کسانو همدومره ویلي، چې که تر نن ماښام یا سبا او بل سبا کور ته رانغی بیا یې حوزه کې پوښتنه وکړئ.

خبر زیاتوي: د ډاکټر افغان دوستان اړوندې حوزې ته ورپسې ورغلي وو، خو د‌ لومړۍ حوزې مسئوولینو ویلي چې هغوی هېڅ خبر نه دي.

 د طالبانو چارواکو او ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب