شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کابل رژیم لخوا د پاکستان د شارژادافیر احضار او د دغه...

د کابل رژیم لخوا د پاکستان د شارژادافیر احضار او د دغه هېواد برید ته غبرګونونه

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۸ مه) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې یې د سفارت شارژدافیر احضار کړی.

یاد شوي وزارت د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستاني پوځیانو له خوا پر پکتیکا او خوست ولایتونو د بریدونو په غبرګون کې یې په کابل کې د دې هېواد د سفارت سرپرست احضار او احتجاجلیک یې ورته سپارلی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو یو شمېر جنګیالیو او له هغې ډلې د بدري قطعې په نوم د یوې ډلې قومندان عبدالحمید خراساني په ټولنیزو رسنیو کې د څو موټر وسله والو ویډیو خپره کړې او ویلي، چې پاکستان سره د جګړې لپاره د ډیورنډ کرښې نژدې سیمو ته ځي.

بل لور ته: پخواني ولسمشر حامد کرزي، د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر او ځینو نورو افغان سیاسي څېرو او فعالانو پر افغان خاورې د پاکستان هوایي بریدونه غندلي.

د اکثریت په نوم یوې سیاسي ډلې بیا د دغو بریدونو له غندلو سره په خپله اعلامیه کې لیکلي: د پاکستان پوځ پداسې حال کې زموږ په خاوره بمونه غورځوي چې افغانستان یو مسوول او مشروع نظام نلري. سربېره پر دې په کابل او کندهار کې واکمنې ډلې له راولپنډۍ څخه سرچینه اخیستې؛ راولپنډۍ هغه ځای چې نن سهار ور څخه دغه وحشیانه هوايي بریدونه رهبري شوي دي.

د طالبانو یو شمېر پلویانو بیا د دوی لخوا پاکستان ته د دغو بریدونو ځواب ویل ستایلي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله د ۸ ښځو او ۳ ماشومانو وژل کېدل تایید کړي.

مجاهد: د پاکستان د بمباریو له امله ۸ ښځې او ۳ ماشومان وژل شوي – تاند (taand.net)

د طالبانو دفاع وزارت بیا ویلي، چې ځواکونو یې له پاکستان څخه د یادو بریدونو د غچ اخیستو لپاره د پاکستاني پوځیانو ځینې پوستې په نښه کړي.

دفاع وزارت: د پاکستان د بریدونو ځواب مو ورکړ – تاند (taand.net)

1 COMMENT

  1. ستاسو د معلوماتو له امله د زړه له تله مننه کوو، او ورسره یوه هیله ده چې که د خبر په اخر کې د تېرو خبرونو له تکرار څخه ډډه وکړئ بهتره به وي ځکه لوستونکی په بیا لوستلو ستړی کوي. درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب