Homeخبرونهمجاهد: د پاکستان د بمباریو له امله ۸ ښځې او ۳ ماشومان...

مجاهد: د پاکستان د بمباریو له امله ۸ ښځې او ۳ ماشومان وژل شوي

تاند (دوشنبه،د حوت ۲۸ مه) په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله د ۸ ښځو او ۳ ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

نوموړي په یوه اعلامیه کې وویل، چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د نن سهار بمبارۍ ۶ ښځې او ۳ ماشومان وژلي او د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د بمبار له امله د یوه کور نړیدو ۲ نورې ښځې وژلې دي.

هغه دا بریدونه غندلي او د پاکستان حکومت ته یې د داسې بریدونو د ناوړه پایلو خبرداری و رکړی.

طالب ویاند د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي چې د پاکستان هغه هدف یانې پاکستاني طالبان چې د نښه کولو لپاره یې پر افغان خاورې بریدونه شوي، په پاکستان کې دی.

ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د یوه قوم خلک مېشت او د دوی تر منځ راشه درشه عادي ده.

نوموړي د ورته بریدونو ترشا د څو جنرالانو د لاس لرلو ادعا کړې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې د څو کسانو په خوله افغانستان سره اړیکې خرابې نه کړې.

بل لور ته: د پاکستان د طالبانو تحریک هم په یوه اعلامیه کې یاد شوي بریدونه غندلي دي.

پر افغان خاورې د پاکستان بمبارۍ او د ملکي مرګ ژوبلې خبرونه – تاند (taand.net)

د افغانستان لپاره د پاکستان استازي اصف علي دراني اوړمه ورځ ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي تر ۷ زرو پورې جنګیالي موجود دي او هند مالي مرستې ورسره کوي.

د دې ترڅنګ، د پاکستان د نوي حکومت د دفاع وزیر خواجه آصف هم ادعا وکړه چې  د پاکستان اکثره حملې له افغانستانه سرچینه اخلي

پاکستان تر دې مخکې هم په دې توجیې، چې ګواکې پاکستاني طالبان نښه کوي؛ پر افغانستان د طالبانو له اوسني رژیم له واکمنیدو وروسته څو ځلې هوایي بمبارۍ کړې دي.

طالب چارواکو د دغو بمباریو په اړه نرم غبرګون ښودلی و، چې د خلکو نیوکو سره مخ و.

تازه بمبارۍ په پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره شوي.

طالب رژیم، د پاکستان له اوسني حکومت سره د ښو اړیکو هیله لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...