Homeخبرونهپر افغان خاورې د پاکستان بمبارۍ او د ملکي مرګ ژوبلې خبرونه

پر افغان خاورې د پاکستان بمبارۍ او د ملکي مرګ ژوبلې خبرونه

تاند ( دوشنبه، د حوت ۲۸مه) راپورونه وایي چې نن سهار وختي د پاکستان هوایي ځواک ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان پر یو شمېر سیمو هوایي بمبارۍ کړې دي.

د راپورونو له مخې، دا بمبارۍ د پکتیکا، خوست او کونړ ولایت په ځینو سیمو کې شوي چې یو شمېر ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل شوي چې پکتیکا کې د پاکستاني طالبانو د یوه قومندان عبدالله شاه کور هم نښه شوی، خو هلته د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان لپاره د پاکستان استازي اصف علي دراني اوړمه ورځ ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي تر ۷ زرو پورې جنګیالي موجود دي او هند مالي مرستې ورسره کوي.

پاکستان: کابل د ټي ټي پي د ۷ زرو وسله والو د پالنې پیسې له هنده اخلي – تاند (taand.net)

د دې ترڅنګ، د پاکستان د نوي حکومت د دفاع وزیر خواجه آصف هم ادعا وکړه چې  د پاکستان اکثره حملې له افغانستانه سرچینه اخلي

خواجه اصف ادعا کوي چې د پاکستان اکثره حملې له افغانستانه سرچینه اخلي – تاند (taand.net)

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم پرون یو ځل بیا ورته ادعاوې رد او بې اساسه وګڼلې.

په افغانستان کې د ټي ټي پي د پراخ حضور ادعا ته د کابل د واکمنو غبرګون – تاند (taand.net)

پاکستان تر دې مخکې هم په دې توجیې، چې ګواکې پاکستاني طالبان نښه کوي؛ پر افغانستان د طالبانو له اوسني رژیم له واکمنیدو وروسته څو ځلې هوایي بمبارۍ کړې دي.

طالب چارواکو د دغو بمباریو په اړه نرم غبرګون ښودلی و، چې د خلکو نیوکو سره مخ و.

تازه بمبارۍ په پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره شوي.

طالب رژیم، د پاکستان له اوسني حکومت سره د ښو اړیکو هیله لرله.

2 COMMENTS

    • شل کاله ای اس ای طالب ساته چې افغانستان تباه کړي او اوس طالب پاکستاني طالب ساتي چې افغانستان او پاکستان دواړه تباه کړي. د طالب د نوم نه لا د وحشت بوی رازي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...