جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهخواجه اصف ادعا کوي چې د پاکستان اکثره حملې له افغانستانه سرچینه...

خواجه اصف ادعا کوي چې د پاکستان اکثره حملې له افغانستانه سرچینه اخلي

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۷مه) په وزیرستان کې د ۷ پاکستاني پوځیانو له وژل کېدو وروسته د دغه هیواد دفاع وزیر خواجه اصف نن وویل، په پاکستان کې حمله کوونکي د افغانستان له خاورې کار اخلي.

ده په سیالکوټ کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل:«زموږ پر ضد تروریزم عموماً د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.»

پاکستان عموماً دا ډول تورونه پورې کوي خو د طالبانو حکومت وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

پاکستان وايي چې طالبانو ټي ټي پي ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان په خاوره کې پناه واخلي او له هغه ځایه پاکستان ته د حملو لپاره پر ډیورند کرښه واوړي.

پرون په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز په برید کې د دوو افسرانو په ګډون د پاکستان لږترلږه ۷ پوځیان ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول.

خواجه اصف ادعا وکړه چې د حمله کوونکو، چې ده ترهګر وبلل، د ځینو همکارانو څرک یې لګولی او دا موضوع یې د طابلانو له حکومت سره شریکه کړې ده.

له دې جلا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي درانی ادعا کوي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي د غړیو شمېر د ۵ زرو او ۶ زرو ترمنځ دی.

ده پرون په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې همداراز وویل چې هند د ټي ټي پي مالي ملاتړ کوي.

اصف علي دراني، بې له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي وویل چې پاکستان له ټي ټي پي څخه د هند د ملاتړ ثبوتونه لري.

پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب څو ځلې له ټي ټي پي سره خبرې وکړې خو د دوی خبرې بریالۍ نه شوې.

ښاغلي دراني وویل له ټي ټي پي سره خبرې ځکه بریالۍ نه شوې چې دا ډله د پاکستان اساسي قانون نه مني او وسله پر مځکه نه ږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب