دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهافغانستان آیرلنډ ته په ۱۰ منډو ماته ورکړه

افغانستان آیرلنډ ته په ۱۰ منډو ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۷ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن په دوهمه شل اوره سیالۍ کې آیرلنډ ته په ۱۰ منډو ماته ورکړه.

افغانستان آیرلنډ ته ۱۵۴ منډې هدف ټاکلی و.

افغان لوبغاړو دا هدف په داسې حال کې وټاکه چې ۹ لوبغاړي یې وسوځیدل. یو وار بیا د افغانستان پیلګر لوبغاړي ونه ځلېدل.

د محمد نبي ۵۹ منډو مرسته وکړه چې افغانستان نسبتاً ښه هدف وټاکي.

صدیق الله اتل هم ښه لوبه وکړه. ده په ۳۲ توپونو ۳۵ منډې وکړې خو رن اوټ شو. راشدخان بیا په ۱۲ توپونو ۲۵ منډې وکړې.

ګوربز، ۳، ابراهیم ځدراڼ، ۵، محمد اسحاق صفر، عظمت الله عمرزي صفر، اعجاز احمد احمدزي ۹، نوین الحق صفر، ننګیالي خروټي ۴ ناسوځېدلی او فاروقي هم په یوه توپ یوه منډه وکړه.

خو آیرلنډ خورا عالي بیټنګ پیل کړ، پیلګرو لوبغاړو یې په پاور پلې کې تر پنځوسو ډېرې منډې جوړې کړې. انډي بیلبراین په ۴۴ توپونو ۴۵ او پاول سټرلینګ په ۱۵ توپونو ۲۴ منډې وکړې. دوی دواړه د ننګیالي خروټي له لوري وسوځول شول.

د ننګیالي خروټي ښه باولینک د آیرلنډ ښه پیل خراب کړ او راشد خان په خپلو ۴ ویکټونو اوج ته ورساوه.

د میدان شرایطو داسي وښودله چې تېز باولران ښه نه چلیږي. په لومړۍ مسابقه کې نوین الحق او په دې یوه کې فضل حق فاروقي نسبتاً ډېرې منډې ورکړې.

له وروستي لوبغاړي پرته نور ټول ننګیالي خروټي، راشد خان او محمدنبي وسوځول.

دې بري په شل اوره سیالیو کې دواړه تیمونه مساوي کړل. وروستۍ مسابقه به، چې سبا، د مارچ په اتلسمه ده، د شل اوره سیالیو ګټونکی معلوم کړي.

تر دې وړاندې آیرلنډ‌ یوازینۍ ټیستلوبه ګټلې خو افغانستان په یو ورځنیو یا پنځوس اوره سیالیو کې آیرلنډ‌ مات کړی دی.

راشد خان چې هم خورا عالي باولینګ وکړ، خورا ښه بیټنګ یې هم وکړ ځکه د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

راشدخان په تیره لوبه کې هم ۳ لوبغاړي سوځولي وو.  ده نن په ۴ اورونو کې ۴ لوبغاړي وسوځول او ټولټال یې ۱۴ منډې ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب