یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد سویډن کمېټې په افغانستان کې فعالیتونه ودرول

د سویډن کمېټې په افغانستان کې فعالیتونه ودرول

تاند (دوشنبه،د حوت ۲۸ مه) د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د جمعې په ورځ په دغه هیواد کې خپل فعالیتونه د طالبانو د فشارونو د زیاتېدو او خپلو کارکوونکو ته د امنیتي ګواښتونو له کبله ودرول.

د سویدن د کمېټې د فعالیتونو درېدا د افغانانو لپاره یو بل ګوزار دی او د دې ښکارندويي کوي چې طالبان د نولس سوه نوي یمې لسیزې لور ته روان دي چې د فشارونو له کبله به یې مرستندویو موسسو یو په بل پسې فعالیت دراوه.

د سویډن کمېټې په یوه بیان کې ویلي چې په ستوکهلم کې د یوه کس له لوري د قرآنکریم له سوځېدو وروسته په افغانستان کې طالبانو پر دوی فشارونه زیات کړي وو.

د سویډن د کمېټې عمومي ريیس اندریس سټیفانسن په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندولو اعلان د سویډن له راډیو سره په مرکه کې وکړ.

ده دا هم وویل چې په افغانستان کې یې فعالیتونه د طالبانو په غوښتنه او د خپلو کارکوونکو د امنیت لپاره درولي دي.

ده زیاته کړه:«په ستوکهلم کې د قرآن له سوځول کېدو وروسته د سویډن کمېټې د ځايي خلکو په مرسته په ګڼو ځایونو کې کار ته دوام ورکړ، خو اوس یې د طالبانو له لوري سخت پیغام ترلاسه کړی دی.»

ده په عین حال کې هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې به د خپلو شریکانو په واسطه ځینې فعالیتونو ته دوام ورکړای شی.

دا احتمال هم شته چې په سویدڼ او نورو هیوادونو کې هغه ډلې چې نه غواړي د هیوادونو پیسې یې د افغانستان په شان هیوادونو کې ولګېږي، نورو پاروونکو اقداماتو ته زور ورکړي.

1 COMMENT

  1. د سي لکۍ چې سل کاله نچه کې بنده کړې هم نه سیده کیږي. طالب هماغه جاهل خر دماغه او وحشي چې پخوا و اوس هم دی. خپله خو ورسره د خلکو د لوږې، بې روزګارۍ او تنګ دستۍ غم نشته مګر کومو موسسو چې یو څو کسانو ته د کار زمینه مساعده کړې وه د هغې نه هم خلاصوي. پخپله خو درګرده لګیا دي چور یې جوړ کړی نه یې کانونه پریښودل نه یې رشوت پریښود او نه غلا او بیغمه په عربي هیوادو او پاکستان کې سرمایه ګزارۍ کوي دوه او درې ښځې کوي او لنډکروزرې دي خو ملت تباه دی. دا بیغیرته او بې همته ملت همداسې تباه ښه دی چې خپل حق نشي غوښتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب