شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د ټي ټي پي د پراخ حضور ادعا ته...

په افغانستان کې د ټي ټي پي د پراخ حضور ادعا ته د کابل د واکمنو غبرګون

تاند ( دوشنبه، د حوت ۲۸مه) په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد، د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف علي زرداري هغه څرګندونې رد کړې، چې په افغانستان کې یې د ټي ټي پي د شاوخوا ۷ زرو جنګیالیو د حضور په اړه کړې وې.

مجاهد د نوموړي د ادعا په غبرګون کې وویل: «په افغانستان کې د بهرنیو خپل‌سرو ډلو حضور ردوو او د افغانستان په خاوره کې ورته د فعالیت اجازه نشته. په دې برخه کې موږ خپلې وروستۍ هڅې کړې دي او لا یې کوو؛ خو یو شی باید موږ ومنوو چې افغانستان له پاکستان سره یوه ګډه ډېره اوږده کرښه لري، هلته ناهوارې سیمې هم شته، چې غرنۍ دي او ځنګلونه دي ځينې داسې سیمې دي چې ښايي پر وضعیت کنټرول ونه‌لرو.»

پاکستاني استازي دا ادعا هم کړې، چې په افغانستان کې د ټي ټي پي وسله وال د هندوستان له لوري تمویلیږي.

پاکستان: کابل د ټي ټي پي د ۷ زرو وسله والو د پالنې پیسې له هنده اخلي – تاند (taand.net)

په کابل کې د مېشتو طالب چارواکو تر څنګ، په کندهار کې مېشت د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده خپله هم تېره اوونۍ د پاکستان شارژدافیر دغه ولایت ته بللی او د طالب والي په لاس یې پاکستان سره د اړیکو ښه  کېدو پيغام ورکړی.

له دې ټولو سره، داسې ښکاري چې دغه اړیکې لا د ښه کېدو پر لور روانې نه دي.

پاکستان بیا- بیا د طالبانو رژیم، د ټي ټي پي وسله والو ته په پناه او امکاناتو ورکولو تورن کړی، خو طالبانو دا ادعاوې بې اساسه ګڼلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب