Homeخبرونهپه ننګرهار کې له تښتونکو د یوې ماشومې ژغورل کېدل

په ننګرهار کې له تښتونکو د یوې ماشومې ژغورل کېدل

تاند ( دوشنبه، د حوت ۲۸مه) په ننګرهار کې د طالبانو د رژیم ځایي چارواکي وایي، د دوی امنیتي ځواکونو یوه ۳ کلنه ماشومه د اختطاف کوونکیو له منګولو ژغورلې.

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ مولوي عبدالبصیر زابلی وايي؛ شپږ ورځې وړاندې یوه ۳ کلنه ماشومه د نامعلومه کسانو لخوا اختطاف شوې وه، چې د څلورمې امنیتي حوزې ځواکونو ماشومه د اختطاف کوونکو له منګولو وژغورله او خپلې کورنۍ ته يې وسپارله.

سرچینې د  یادې د ماشومې پلار له قوله ویلي؛ اختطاف کوونکیو ورته ګواښ کړی و، که پيسې ور نه کړي، لور به يې ووژني.

په وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو سیمو د انسان تښتونې د پېښو خبرونه زیات شوي، خو ورسره د تښتول شویو کسانو د ژغورل کېدو راپورونه هم ورکول کیږي.

څارونکي باور لري، چې د بې کارۍ تر څنګ سخت اقتصادي او بشري ناورین په هېواد کې د ورته جرمونو د ز یاتیدو له اصلي لاملونو دي.

1 COMMENT

  1. دتاریخ په اوږدو کی کله هم دا څوک نشی ثابتولای چی یو څوک دی د اقتصادی مشکلاتو له کبله د بل انسان ژوند په خطر کی واچوی او یا دی ماشوم و تښتوی دا د هغه وحشی صفته خلکو کار دی د انسان په جامه کی دوحشی ځناورو په شان کارونه کوی او غربیا یی د بشر د حقوقو ه نوم ورڅخه دفاع کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...