جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان: کابل د ټي ټي پي د ۷ زرو وسله والو د...

پاکستان: کابل د ټي ټي پي د ۷ زرو وسله والو د پالنې پیسې له هنده اخلي

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۷ مه) د پاکستان له نوي حکومت سره د اړیکو د ښه کېدو په تړاو د طالبانو د رژیم له هیله مندۍ سره- سره، دا ځل پاکستان مدعي شوی چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي ۷ زره وسله وال فعال دي.

دغه ادعا، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني په تازه څرګندونو کې کړې ده.

 د هغه په وینا، په دې برخه کې پاکستان ثبوتونه هم لري.

درانی زیاتوي: دغه اسناد ثابتوي، چې هندوستان د ټي ټي پي وسله والو د تمویل پیسې د افغانستان د واکمنو د استازو په لاس ورکوي.

 د پاکستان استازي دا هم ویلي، چې د طالبانو واکمن رژیم د دومره پاکستاني طالبانو او کورنیو لګښتونه یې نه شي لنډولی؛ ځکه خو د ده په باور، له هندوستان نه ورته پیسې اخلي.

هغه وایي پاکستان د افغان طالبانو رژیم ته واضحه کړې وه چې ټي ټي پي د پاکستان لپاره “سره کرښه” ده.

په هغه غونډه کې چې اصف دراني یادې څرګندونې کړي؛ پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک هم وینا وال و.

 خټک ویلي چې (د کمزوري اقتصاد او توندلاریتوب په ګډون) د پاکستان زیاتره ستونزې د افغانستان لپاره د پاکستان د تګلارو زېږنده دي.

هغه ویلي چې د ناورین نه وتلو لپاره ضروري ده چې پاکستان خپله افغان پالیسي بدله کړي او د ماضي تېروتنې ومني.

 په کابل کې د طالبانو رژیم د اصف دراني څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا څرګندونې له هغې ټلیفوني اړیکې سره پرون هم مهاله شوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي د پاکستان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره لرلې.

د ملا متقي دفتر ویلي، چې په دغو ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د بحث تر څنګ متقي ډار ته د کابل د سفر بلنه ورکړې، خو د هغه لخوا یې د منل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

په کابل کې د مېشتو طالب چارواکو تر څنګ، په کندهار کې مېشت د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده خپله هم تېره اوونۍ د پاکستان شارژدافیر دغه ولایت ته بللی او د طالب والي په لاس یې پاکستان سره د اړیکو ښه  کېدو پيغام ورکړی.

له دې ټولو سره، داسې ښکاري چې دغه اړیکې لا د ښه کېدو پر لور روانې نه دي.

پاکستان بیا- بیا د طالبانو رژیم، د ټي ټي پي وسله والو ته په پناه او امکاناتو ورکولو تورن کړی، خو طالبانو دا ادعاوې بې اساسه ګڼلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب