Homeخبرونهپه یوه ترافیکي پېښه کې تر ۵۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله...

په یوه ترافیکي پېښه کې تر ۵۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند(یکشنبه، د حوت 27 مه) په یوه ترافیکي پېښه کې چې نن په هلمند ولایت کې وشوه، لږترلږه ۲۱ تنه مړه او ۳۸ نور ژوبل شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د هلمند ولایت د ترافیک ریاست وویل، دا پېښه نن سهار د کندهار – هرات په لویه لار کې د ګریشک په ولسوالۍ کې وشوه.

په هلمند ولایت کې د ترافیکو یوه مقام وویل یو موټر سایکل د سپرلیو له بس سره ټکر شو چې په نتیجه کې یې بس د سړک په بله خوا کې د تېلو له ټانکر سره ولګېد.

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویندوی عزت الله حقاني ویلي چې ۳۸ ټپیان، چې د ځینو حال یې نازک دی، روغتون ته رسول شوي دي.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې ډېرې کیږي او د لارو د خرابوالي ترڅنګ یې لوی عامل عموماً د موټر چلوونکو بې احتیاطي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...