جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد هند په ګوجرات کې پر بهرنیو محصلانو حمله شوې

د هند په ګوجرات کې پر بهرنیو محصلانو حمله شوې

تاند(یکشنبه، د حوت 27 مه) د هند په ګوجرات کې د خلکو یوې ډلې تېره شپه د پوهنتون پر لیلیې یرغل ورووړ او پنځه تنه بهرني محصلان یې، چې پر لمانځه ولاړ وو، سخت ټپیان کړل.

هندي رسنیو نن (یکشنبه) راپور ورکړ چې ټپي شوي محصلان، د افغانستان، ازبکستان او افریقايي هیوادونو اتباع دي.

ادعا کېږي چې پر هغوی د دې لپاره برید شوی چې لمونځ یې کاوه.

د ګوجرات ایالتي وزیر هریش سانګهاوي په قول وویل، د پولیسو عمومي قوماندان ته یې امر کړی چې د دې پېښې عاملان او طراحان سمدستي ونیسي او په دې اړه بشپړې پلټنې وکړي.

یوه افغان محصل، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رسنیو ته ویلي چې حمله کوونکو لومړی ورته وویل چې ولې په لیلیه کې لمونځ او تراویح کوي، ورپسې یې د دوی په وهلو پیل وکړ او مخکې تر دې چې پولیس د پېښې ځای ته ورسیږي، وتښتېدل.

پولیس وايي چې حمله کوونکو د محصلانو موټرسایکلونه او نور وسایل زیانمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...