یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د غوړ ځیګر لومړني درمل تایید شول

د غوړ ځیګر لومړني درمل تایید شول

تاند – د امریکا د خوړو او درملو ادارې د غوړ ځیګر یا ستیاتو هیپتایټ (NASH) ناروغۍ لپاره لومړني درمل تایید کړل او ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت (اپریل) بازار ته وړاندې شی.

دا درمل مدریګل (Madrigal) کمپنۍ جوړ کړي دي.

وروسته له دې چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې د دې شرکت درمل تایید کړل، د هغه د ونډو ارزښت ۲۴ سلنه لوړ شو.

پر (NASH) ناروغي، چې اوس ورته میتابولیک ستیاتو هیپتایټ وايي، په امریکا کې نژدې یو نیم میلیون انسانان اخته دي خو تراوسه پورې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره هیڅ تایید شوي درمل نه و.

د مدریګل شرکت اجرايي ريیس بیل سیبولډ وايي چې د دوی له لوري جوړ شوي درمل (Rezdiffra) نومېږي او د اپریل په میاشت کې به د امریکا په درملتونونو کې موجود وي.

ځینې شنونکي اټکل کوي چې په کال کې به د پنځه میلیارد ډالرو ریزدیفرا درمل وپلورل شي.

د (NASH‌) ناروغۍ علت سم نه دی څرګند خو تر ډېره له چاغښت، د تیرویید غُدې (hypothyroidism) د سم کار نه کولو، قند ناروغۍ او د وینې د غوړ یا کلسترول له زیاتوالي سره تړاو لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب