Homeخبرونهانارکلي هنریار: ډېر افغان هندو باوران او سیکان د هند تابعیت اخیستو...

انارکلي هنریار: ډېر افغان هندو باوران او سیکان د هند تابعیت اخیستو ته لېواله نه دي

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۷ مه) د افغانستان په پرځیدلي جمهوري نظام کې د مشرانو جرګې سناتوره انارکلي هنریار وایي، چې هند ته تللي ډېر افغان هندو باوران او سیکان د هغه هېواد تابعیت اخیستو ته لېواله نه دي.

د نوموړې په وینا، د دې نه لېوالتیا یو عمده دلیل دا دی چې هند د خپل تابعیت د قانون له مخې، له تابعیت غوښتونکو غواړي چې له خپل لومړني تابعیته تېر شي.

دا هغه څه دي، چې د هنریار په خبره، زیات افغان هندو باوران او سیکان ورته چمتو نه دي.

انار کلي هنریار په ورته وخت کې د هند د تابعیت د تعدیل شوي قانون له هغې برخې څخه نارضایتي وښوده، چې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش مسلمانان یې د هند له تابعیت اخیستو مستثنا کړي دي.

په هند کې د تابعیت قانون له تازه ناندیز تعدیل سره هم مهاله، راپورونه ښيي چې دغه هېواد په وروستیو کې د یو شمېر افغانانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو اړوند ۴۵۰ تنو ته د تابعیت اسناد ورکړي.

هندي رسنیو په مشخص ډول نه دي ویلي، په دغو کسانو کې څومره یې د کوم هېواد اړوند دي، خو د افغانانو په اړه وړاندوېنه دا ده چې تابعیت اخیستونکي ټول هندو باوره او سیکان دي.

افغان هندو باوران او سیکان، د طالبانو له بیا واکمنیدو یانې د ۲۰۲۱ له اګسټ څخه لا مخکې په افغانستان کې سختو امنیتي ګواښونو سره مخ او څو ځلې یې پر را ټولیدنو خونړي بریدونه وشول.

د دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیستل.

پر افغان هندو باورو، د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته هم بریدونو دوام وکړ، چې له امله یې سلګونه نور دغه مذهبي اقلیتونه هم هېواد پرېښودو ته اړ او تر ډېره هندوستان ته وکوچېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...