چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهپه هرات کې د ښځینه او ننګرهار کې د ماشومانو سوالګرو د...

په هرات کې د ښځینه او ننګرهار کې د ماشومانو سوالګرو د شمېر زیاتوالی

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۷ مه) په افغانستان کې د فقر او بشري ناورین له دوام او پراختیا سره، له هرات او ننګرهار ولایتونو څخه د ښځینه او ماشومانو سوال ټولوونکو د شمېر زیاتیدو خبر ورکړل شوی.

په هرات کې د طالبانو ځایي چارواکو د ښځینه سوالګرو د زیاتیدو موضوع تایید کړې، خو د احتمالي ارقامو په اړه یې څه نه دي ویلي.

دوی په ورته وخت کې، له ښاره د سوالګرو د ټولولو د کمپاین خبر ورکړی او ویلي، چې د کابل په شان هرات کې هم سوال ټولونکي له ښاره ټولوي او د مستحقو هغو له تشخیص وروسته به ورسره د اړوندو ادارو له لارې مرستې وکړي او له سوال کولو به یې منع کړي.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره، د طالبانو د رژیم رییس فریدالله حقاني هم منلې، چې په دې ولایت کې د سوالګرو ماشومانو شمېر زیات شوی.

د هغه په وینا، د دوی له لوري نږدې ۴۱۵تنه سوالګر ماشومان د ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي، چې د ده په ټکیو، د دغو ماشومانو له ډلې ۲۸۰تنه یې حرفوي یا کسبګر سوالګر وو.

په ورته وخت کې، د افغاني سرې میاشتې لپاره د طالبانو د رژیم ویاند عرفان الله شرفزي ویلي چې د دوی رژیم له سوال څخه منع کړو مستحقو کسانو ته د هر کس په سر د یوه کال لپاره ۲ زره افغانۍ مرسته ورکوي.

له سواله ګرځول شوي کسان بیا له سواله په منع کېدو او د طالبانو په دې مرسته ناراضه دي او وایي، چې طالبان یوازې د دې لپاره چې وښيي ښارونه له سوالګرو تش او هر څه سم دي، د دوی د ژوند ستونزې زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب