دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې یوې مور پنځه ګوني وزېږول

په ننګرهار کې یوې مور پنځه ګوني وزېږول

تاند (شنبه، د حوت ۲۶ مه) د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویندوی نقیب الله رحیمي رسنیو ته وویل، دا ماشومان د ننګرهار په حوزوي روغتون کې دنیا ته راغلل.

په پنځو نوزېږو کې یوه نجلۍ او ۴ نور هلکان دي.

ډاکتران وايي چې تراوسه د ټولو زېږېدلیو ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست او نورو طالب چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي چې د ماشومانو له مور و پلار سره به څه مرسته وکړي.

په یو وار د پنځو زېږېدلو ماشومانو پالنه د یوې کورنۍ لپاره له اقتصادي پلوه ګرانه ده. په نورو هیوادونو کې له دې ډول میندو سره دولتونه مرسته کوي.

تر دې پخوا هم په ځلونو په یو وار د پنځو او څلورو ماشومانو د زېږولو خبرونه ترلاسه شوي دي.

په ۲۰۱۷ م کال په پکتیکا کې یوې مور ۵ ماشومان وزېږول.

تېره میاشت (د دلوې لومړۍ – د فبرورۍ ۲۰مه) په میدان وردک ولایت کې یوې ښځې څلور ماشومان وزېږول.

هماغه مهال د میدان وردک ولایت د عامې روغتیا ريیس ډاکتر محمد زړک ځیرک رسنیو ته وویل چې څلور واړه ماشومان بې له دې چې جراحي عملیاتو (سزارین) ته اړتیا پیدا شي، په طبیعي ډول زېږېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب