یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، له طالبانو سره یې پر تروریستي ضد همکاریو خبرې کړي

پاکستان وايي، له طالبانو سره یې پر تروریستي ضد همکاریو خبرې کړي

تاند (شنبه، د حوت ۲۶ مه) پاکستان وايي چې پر کابل له واکمنو طالب چارواکو سره یې نن موافقه وکړه چې د تروریزم پر ضد به په خپل منځ کې همکاري زیاتوي او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره به کار کوي.

د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور له مخې، دا موافقه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د طالبانو د باندنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په ټیلفوني خبرو کې وشوه.

 اسحاق ډار پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:

«اتصال، سوداګري، د تروریزم ضد اقدامات او د ولسونو ترمنځ تماسونه د پاکستان لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب دی.»

د نیوز پر اساس، ډار دا خبره وروسته له دې وکړه چې د طالبانو د باندنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د مبارکۍ لپاره ټیلفون ورته وکړ.

له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مسافرو او ناروغانو ته په تګ راتګ کې پر تسهیلاتو او د تجارتي اسانتیاوو په تړاو خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې ښاغلي متقي له اسحاق ډار سره په ټیلفون خبرې وکړې او هغه ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دې خبرو پرمهال هیله وښوده چې اسحاق ډار به د اسلام اباد او کابل د اړیکو د پياوړي کیدو لپاره رغنده هڅې وکړي.

د پاکستان د حکومت چارواکو د طالبانو حکومت تورن کړی دی چې د هغو وسله والو مخه نه نیسي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي. طالبانو دا تورونه رد کړې دي او ویلي یې دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په بل هیواد کې حملې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب