جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد یوناما د ماموریت د تمدید په اړه د کابل د رژیم...

د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه د کابل د رژیم غبرګون

تاند (شنبه، د حوت ۲۶ مه) په کابل کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر( یوناما) د ماموریت د یو کلن تمدید په اړه غبرګون وښود.

نوموړي هیله وښوده، چې یاده شوې اداره د دوی د رژیم او نړیوالو د تعامل په برخه کې موثر رول ولوبوي.

هغه دغه راز له یوناما ادارې وغوښتل، چې د ده په وینا په افغانستان کې ادعا شوې لاسته راوړنې، امنیت، پرمختګونه او وضعیت په ښه ډول منعکس کړي.

طالب ویاند یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې ملګري ملتونه دې په دغه نړیوال سازمان کې د افغانستان څوکۍ د دوی رژیم ته وسپاري او هم دې په خبرو او تفاهم د دوی او نړیوالو تر منځ د ستونزو د حل هڅه وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان، امنیت شورا پرون ناوخته د یوې غونډې پر مهال په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندوی دفتر( یوناما) د فعالیتونو د تمدید پرېکړه وکړه.

د امنیت شورا د غونډې پر مهال، د بېلابېلو غړو هېوادونو استازو د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې او بحثونه وکړل.

په ټوله کې، پرېکړه دا شوه چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷ مې به د یوناما ادارې فعالیتونه تمدید شي.

د امنیت شورا لخوا په افغانستان کې د یوناما ادارې د کار تمدید – تاند (taand.net)

د ملګرو ملتونو په تازه غونډه کې یو ځل بیا د کابل له رژیمه د روسیې او چین ملاتړ – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب