Homeخبرونهد ملګرو ملتونو په تازه غونډه کې یو ځل بیا د کابل...

د ملګرو ملتونو په تازه غونډه کې یو ځل بیا د کابل له رژیمه د روسیې او چین ملاتړ

تاند (شنبه، د حوت ۲۶مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرون ناوخته غونډې پر مهال، په دغه سازمان کې د روسیې او چین استازو یو ځل بیا د خپلو خبرو پر مهال په کابل کې د طالبانو له واکمن رژیم څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړ.

دغو استازو په بېلابېلو بڼو دا ملاتړ څرګند او د افغانستان په اړه یې د امنیت شورا د وروستني پرېکړه لیک په اړه ملاحظې وړاندې کړې.

په دې غونډه کې د خبرو پر مهال، په ملګرو ملتونو کې د چین د استازي مرستیال گنگ شوانگ ادعا وکړه، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په تېرو دوه نیمو کلونو کې افغانستان یو لړ پرمختګونه لري، چې نه د امنیت شورا په پرېکړه لیک او نه د یوناما په وروستني راپور کې یې یادونه شوې.

د هغه په ټکیو، په افغانستان کې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې طالب چارواکي د داخلي ثبات په ښه کولو، د اقتصادي وضعیت په مدیریت او دغه راز سیمې سره د خپل تعامل په زیاتوالي توانیدلي.

د دې ترڅنګ، په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیالې آنا اوستیگنیوا وویل، چې په افغانستان کې له واکمن طالب رژیم سره له تعامل پرته بله لاره نشته.

د نوموړې په وینا، د دې ترڅنګ له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې نه باید پلمې ولټول شي او په دې مرستو کې کمښت راوستل شي.

د نړیوالو چارو شنونکی ملک ستیز باور لري، چې د امنیت شورا غړي د افغانستان په اړه یوه خوله نه دي، چې دا نا همغږي د طالب رژیم پر وړاندې د واحد نړیوال دریځ په رامنځته کېدو کې خنډ شوی.

له دې سره، هغه د ټولو غړو لخوا د یوناما د ماموریت تمدید ته موافقه رایه ورکول هیله بښونکی ګڼي او وایي دغه اداره کولای شي له افغانستان سره د نړیوالو د اړیکو د پله رول ولوبوي.

افغانستان سره د تعامل په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک جزییات – تاند (taand.net)

طالبانو تر دې دمه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د یوناما ادارې د ماموریت تمدید ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د دغې ادارې د کړنو په اړه توندې نیوکې کړې دي.

د یوناما د کلني ماموریت پای ته رسېدل او د کړنو په اړه یې غبرګونونه – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...