شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغانستان سره د تعامل په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا...

افغانستان سره د تعامل په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک جزییات

تاند (جمعه، د جدې ۸ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه د ځانګړې غونډې پر مهال له دغه هېواد او پرې د طالبانو د واکمن رژیم په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

دغه پرېکړه لیک ته د غونډې له ګدونوالو ۱۵ دایمي او نادایمي غړو څخه چین او روسیې ممتنع یانې د بې طرفۍ رایه ورکړه.

په پرېکړه لیک کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د ارزونې په پام کې نیولو سره ټینګار شوی چې د ملګرو ملتونو سازمان باید د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي، څو له دغه هېواد سره د تعامل چارې مخته یوسي.

د تعامل مهم شرطونه دا دي چې افغانستان باید اساسي قانون ولري، طالب رژیم پکې د ښځو د حقونو په ګډون ټول بشري حقونه ومني او نړیواله ټولنه له دغه هېواد سره د بشري مرستو د دوام تر څنګ د ټولو د منلو وړ حکومت د رامنځته کیدو لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره لاس په کار شي.

د طالبانو رژیم دغه پرېکړه لیک ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي ګومارل رد کړي وو او ویلي وو چې د نورو بحثونو پر ځای باید د افغانستان په اړه په مستقیمه توګه دوی سره خبرې وشي.

یو شمېر افغان څارونکي د ملګرو ملتونو په محوریت وروستیو هڅو ته خوښ دي، خو اندېښنه لري چې که طالب مشران له دغه فرصت څخه په سمه توګه استفاده ونه کړي، کېدای شي افغانستان یو بل مهم فرصت د لاسه ورکړي.

3 COMMENTS

  1. دل کومی پریکړی چی شوی ټولی د افغانستان په ضرر دی دا بیا افغانستان د جګړی لور ته بیایې ملل نامتحد غوړای چی بیا لنډغر غله خلک وژونکی او اروپایې فحشا را منځ ته کړی دا هماغه د بنین سوان او محمود مستیری زاړه او ناکاره پلانونه دی صرف له یوه طرحه سره یې موافق یو چی هغه تعلیم ده د تعلیم دروازه باید د نجونو پرمخ خلاصې شې نور اروپایې ناکاره د بشر حقوق مونږ نغواړو

  2. د طالب دغبرګون اړوند دغه پښتو وردګی لنډۍ او وره سره دا شعر ډیره پځای بریښي: ۱-وردګی لنډۍ :زه د وم،لالۍ د وی،یو ګوډۍ اوړه د وی. نور که نه وی ،نه د وی! ۲:شعر: د عالم ډیري خبری ……لور په لور تورې لښکری.زړه می نه خوځي له ځایه….غر خو هسي وی کنه. طالب جان اوس په یوه ګوډی اړو بسنه کړیده او د اولس پروا نلری. هیڅ خوځښت نلری ،او غر خوهسی وی کنه.

  3. دا وړاندیزونه دې پاکستان ته وکړي چې نتیجه ورکړي ځکه طالب رهبري خودمختاره نده او که ځینې یې د خودمختارۍ کوښښ وکړي بې فایدې دی. د طالب د رهبرۍ عمده یو څو مشران پاکستان ته دایمي وفادار او د پاکستان خلاف نه بدلیدونکي عقیده لري. یو څو ګوتې په شمیر ځانونه ازاد ګڼي خو اختیار نلري. هره نړیواله غونډه یا پریکړه چې کیږي باید د پاکستان سره وشي او په طالب وخت ضایع نشي. کله د ریا لپاره یو څه شیان د پاکستان خلاف ميډیا کې وویل شي او خلک فکر کوي چې دوی د پاکستان خلاف شو خو بیا مولانا فضل رحمان دعوت شي او د خلکو امیدونه خاورې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب