شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا نن د افغانستان په اړه د م.م د استازي پر...

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه د م.م د استازي پر راپور غور کوي

تاند (جمعه، د جدې ۸ مه) ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن (جمعه) د افغانستان د وضعیت په اړه پر راپور د غور لپاره غونډه جوړه کړي.

د ملګروملتو امنیت شورا پر خپله رسمي ویبپاڼه لیکلي چې دا غونډه به د نیویارک په وخت د ورځې په لس بجې (د کابل د ماښام اووه نیمې) پیل شي.

په دې غونډه کې د امنیت شورا غړي د افغانستان لپاره د ملګروملتود ځانګړي منتظم (همږغوونکي) فریدون سینیراوغلو له لوري د دې هیواد د وضعیت په اړه چمتو شوی راپور ارزوي.

د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د نوومبر په اتمه د سینیراوغلو خپلواک راپور امنیت شورا ته واستاوه.

د نوموړي په راپور کې د ملي دیالوګ پر اهمیت ټینګار شوی او ویل شوي چې داسې دیالوګ په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدا لپاره حیاتي دی.

په راپور کې هغو شرطونو ته هم اشاره شوې چې پر اساس یې نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی شی.

د ښځو حقونه په تېره بیا د کار او زده کړو حق په ځانګړي ډول اساسي شرط بلل شوی دی.

1 COMMENT

  1. د طالب دغبرګون اړوند دغه پښتو وردګی لنډۍ او وره سره دا شعر ډیره پځای بریښي: ۱-وردګی لنډۍ :زه د وم،لالۍ د وی،یو ګوډۍ اوړه د وی. نور که نه وی ،نه د وی! ۲:شعر: د عالم ډیري خبری ……لور په لور تورې لښکری.زړه می نه خوځي له ځایه….غر خو هسي وی کنه. طالب جان اوس په یوه ګوډی اړو بسنه کړیده او د اولس پروا نلری. هیڅ خوځښت نلری ،او غر خوهسی وی کنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب