Homeخبرونهد امنیت شورا لخوا په افغانستان کې د یوناما ادارې د کار...

د امنیت شورا لخوا په افغانستان کې د یوناما ادارې د کار تمدید

تاند (شنبه، د حوت ۲۶مه) د ملګرو ملتونو سازمان، امنیت شورا پرون ناوخته د یوې غونډې پر مهال په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندوی دفتر( یوناما) د فعالیتونو د تمدید پرېکړه وکړه.

د امنیت شورا د غونډې پر مهال، د بېلابېلو غړو هېوادونو استازو د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې او بحثونه وکړل.

په ټوله کې، پرېکړه دا شوه چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷ مې به د یوناما ادارې فعالیتونه تمدید شي.

د امنیت شورا د دغې غونډې دوره یي مشري، په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازي آمب یامازاکي کوله.

نوموړي د خپلې وینا پر مهال، په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو ناوړه وضعیت ته په اشارې وویل، چې د یوناما د ماموریت ډېر تمرکز دې د دې ستونزو تر څنګ د افغانستان بشري ناورین ته زیات وي.

یوناما، چې تر دې مخکې یې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم له کړنو خوښ و؛ اوس یې د طالب رژیم د کړنو په اړه له څو انتقادي راپورونو وروسته پر وړاندې د طالبانو دریځ بدل شوی.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد تور پورې کړی، چې ګواکې یوناما د امریکا د تګلارو له مخې د دوی خلاف تبلیغاتي راپورونه خپروي.

مجاهد په عین حال کې، د دغې ادارې د ماموریت د تمدید یا نه تمدید په تړاو د خپل رژیم دریځ نه دی په ډاګه کړی.

مخکې د طالبانو چارواکو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه بل ځانګړي استازي د ټاکلو مخالفت په دې دلیل کاوه، چې د دوی په باور د یوناما ادارې په موجودیت کې ورته اړتیا نه ویني.

څرګنده نه ده، چې طالبان پر یوناما له نیوکو او مخالفتونو سره له کومې لارې نړیوالو سره د اړیکو چینلونه مخته وړل غواړي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...