دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد یوناما د کلني ماموریت پای ته رسېدل او د کړنو په...

د یوناما د کلني ماموریت پای ته رسېدل او د کړنو په اړه یې غبرګونونه

تاند (چهار شنبه، د حوت ۲۳ مه) د مارچ په ۱۷ مه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی مرستندوی دفتر( یوناما) په داسې حال کې خپل کلنی ماموریت پای ته رسوي؛ چې د دغه ماموریت په اړه یې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

تمه ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا را روانه پنجشنبه یانې دوه ورځې وروسته، په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو په تړاو غونډه وکړي.

یوناما، چې تر دې مخکې یې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم له کړنو خوښ و؛ اوس یې د طالب رژیم د کړنو په اړه له څو انتقادي راپورونو وروسته پر وړاندې د طالبانو دریځ بدل شوی.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد تور پورې کړی، چې ګواکې یوناما د امریکا د تګلارو له مخې د دوی خلاف تبلیغاتي راپورونه خپروي.

مجاهد په عین حال کې، د دغې ادارې د ماموریت د تمدید یا نه تمدید په تړاو د خپل رژیم دریځ نه دی په ډاګه کړی.

 په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د افغانستان په تړاو د ملي او نړۍوالې اجماع د رامنځته کولو لپاره په سیاسي برخه د یوناما پر کړنو نیوکه کوي؛ خو زياتوي چې، په افغانستان کې د دغه سازمان حضور د بشري حقونو د نقض په تړاو د راپور ورکولو، له افغانانو سره د مرستې او له بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو سره افغانستان ته د بشري مرستو د راټولولو د همغږۍ په برخه کې مهم دى.

په جینیوا کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندیشه بیا وایي، چې یوناما په ستونزمنو شرایطو کې د طالبانو د رژیم او نړیوالو تر منځ د پول رول لوبولی.

یوناما د طالبانو د رژیم وروستیو نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو چارواکو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه بل ځانګړي استازي د ټاکلو مخالفت په دې دلیل کاوه، چې د دوی په باور د یوناما ادارې په موجودیت کې ورته اړتیا نه ویني.

څرګنده نه ده، چې طالبان پر یوناما له نیوکو او مخالفتونو سره له کومې لارې نړیوالو سره د اړیکو چینلونه مخته وړل غواړي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب