یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+ ۵۰ میلیونونه انسانان په میرګي اخته دي

 ۵۰ میلیونونه انسانان په میرګي اخته دي

ژباړه: مینه احمد

• میرګي یوه مزمنه نه خپرېدونکې د مغزو ناروغي ده چې د هر عمر کسان اغېزمنوي.
• په ګرده نړۍ کې تر ۵۰ میلونو ډېر کسان میرګي لري چې دا په نړۍ کې د عصبي ناروغیو تر ټولو عامه ناروغه دي.

• په میرګي اخته کسان، نژدې ۸۰٪ یې په بیوزله یا پراختیايي هېوادونو کې اوسېږي.
• دا اټکل شوی چې ۷۰٪ خلک چې میرګي لري کولای شي چې له تشنجي حملو څخه پرته ژوند وکړي، که چېرته په مناسبه توګه تشخیص او درملنه یې وشي.

• تقریباً درېمه برخه هغه کسان چې میرګي لري او په کم یا منځني عایدلرونکو هېوادونو کې اوسي، نو دوی هغه درملنه نه ترلاسه کوي چې اړتیا ورته لري.

• د نړۍ په اکثرو برخو کې، پر میرګي اخته کسان او کورنۍ یې له پېغور او تبعیض څخه کړېږي.

میرګي د بیا تکرار کېدونکیو تشنجاتو له لارې پېژندل کېږي، چې دا د غیر ارادي حرکاتو مختصرې پېښې وي چې ښايي د بدن یوه برخه (قسمي) یا ټول بدن (عمومي) راونغاړي او په ځینو وختونو کې خو د هوښ له لاسه ورکول او د کولمو یا د مثانې د کنټرول له لاسه ورکول هم ورسره وي.

یو تشنج د میرګي په مانا نه دی (په ګرده نړۍ کې تر ۱۰ ٪ پورې خلکو په خپل ژوند کې حداقل یو ځل میرګي درلودلي دي). که چېرته دوه یا ډېر بې تحریکه تشنجات وي؛ نو د میرګي بلل کېږي. میرګي د نړۍ تر ټولو زړه پېژندل شوې ناروغي ده، چې سوابق یې تر میلاد ۴۰۰۰ کاله پخوا لیکل شوي دي. پېړۍ کېږي چې ویرې، ورانپوهاوي، تبعیض او ټولنیز پېغور میرګي رانغاړلي دي. دا پېغور تر ننه پورې په زیاتره هېوادونو کې دوام لري او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو او د دوی د کورنیو د ژوند پر کیفیت باندې اغېز کولای شي.

نښې او نښانې

د تشنجاتو ځانګړتیاوې سره توپیر لري او په دې پورې اړه لري چې اخلال په لومړي ځل د مغزو په کوم ځای کې پیل شوی او تر کومه حده پورې خپور شوی دی. لنډمهاله نښې نښانې پېښېدلای شي لکه، د هوښیارۍ یا اګاهۍ له لاسه ورکول او د حرکت او حس، (چې په کې د سترګو نظر، اورېدنه او خوند هم شامل دي)، خلق او خوی او نورو پېژندونکيو دندو اختلالات هم شامل دي.

په میرګي د مړینو لکه د رالوېدو، ډبېدو، سوځېدو له کبله مخنیوی ممکن دی.

په نړۍ کې، د اټکل له مخې هر کال د ۲.۴ میلیون خلکو میرګي تشخیص کېږي.

علتونه

میرګي خپرېدونکې نه ده. د میرګي تر ټولو عام ډول چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو په ۱۰ کې ۶ متاثره کوي، آډیوپاتیک نومېږي چې هیڅ د پېژندلو وړ علت نه لري.
هغه میرګي چې علت یې معلوم دی، ثانویه میرګي یا سمپټوماټیک میرګي ورته وايي. د ثانویه (سمپټوماټیک) میرګي علتونه دا دي:
• تر زیږون مخکې یا تر زېږون ورسته د مغزو زیان (د مثال په ډول د اکسیجن له لاسه ورکول یا د زيږون پر مهال ټروما، د زېږون پر مهال د کم وزن درلودل)؛
• ارثي ابنارمالټیاني یا جینتیکي ناروغۍ چې د مغزو په ناوړه جوړښت پورې مربوطې وي؛
• د سر شدیده ژوبلېدنه
• سکته چې مغزو ته د اکسیجن مقدار محدودوي؛
• د مغزو انتانات لکه مننژیت، انسفالیت، نیوروسایتوسیروزیزس، ځینې جینتیکي سندرومونه، او د مغزو سرطان

درملنه

تشنجات کنترول کېدلای شي. تر ۷۰٪ پورې کسان چې له میرګي سره ژوند کوي د تشنج ضد درملو د مناسبې کارونې له کبله له تشنج څخه خلاصېدلای شي. د ټیټ لګښت درملنه شته، چې په کال کې یې د درملو لګښت تر ۵ امریکايي ډالرو کم دی. پر دې سربېره، له ۲-۵ کلونو بریالۍ درملنې او وروسته له دې چې له تشنج څخه خلاص شو،

• هغه ناروغان چې د درملو درملنې ته دومره ښه ځواب نه ورکوي ؛ نو ښايي جراحي ورته ګټوره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب