یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې د شري ناروغۍ له امله د ۱۹ ماشومانو مړینه

په ننګرهار کې د شري ناروغۍ له امله د ۱۹ ماشومانو مړینه

تاند (چهار شنبه، د حوت ۲۳ مه) د ننګرهار د دانتاني ناروغیو د روغتون یوې سرچینې په دغه ولایت کې د شري په ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو د زیاتوالي خبر ورکړی.

په دغه روغتون کې یوه ډاکټر سید محمد محمدي رسنیو ته ویلي، چې د تېر یوه کال په موده کې ددغې ناروغۍ له امله د ۱۹ ماشومانو مړینه دوی ثبت کړې ده.

دغه ډاکټر زیاته کړې: « يو کال کې مو ۹۶۰ کسان بستر کړي دي، چې په دې کې ۸۰۸ کسان ښه شوي دي، ۱۹ ماشومان وژل شوي او د ۱۶ کسانو وضعیت نازک دی».

د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکو د دغې ناروغۍ د زیاتوالي خبر تایید کړی او ویلي، چې پر وړاندې یې د کور په کور واکسین د پیلیدو پلان لري.

د روغتیا نړیوال سازمان څو ورځې مخکې د افغانستان په اړه وویل، د دوی شمېرې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ ۷۱۷۹ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له امله یې د ۲۹ تنو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی.

د دې راپور پر بنسټ، له دې ۵ تنو یې ۳ په هلمند، ۲ په کندهار او ۱ په سمنګان کې دى چې ۲ یې ښځې او پاتې ۳ یې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دي.

په افغانستان کې د شري ناروغۍ د عمومي وضعیت په اړه د طالب رژیم روغتیایي چارواکو څه نه دي ویلي.

د روغتیا نړیوال سازمان او یو شمېر روغتیا پوهان باور لري، چې په افغانستان کې بشري ناورین او د خوارځواکۍ زیاتوالی د شري ناروغۍ د بېساري زیاتوالي له اصلی لاملونو څخه دي.

1 COMMENT

  1. ملا معمولی ناروغی نشی کنترول کولی. ستاسو په خوش تپی کانال کی ووهم یوه دوه معیاری شفاخانی بدی جوړی کړی وای. مریضان په تورخم کی بی سرنوشته پراته دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب