یکشنبه, مې 12, 2024
Home+لرغونپوهان له څه بیرې د چین د امپراتور مقبره نه پرانیزي؟

لرغونپوهان له څه بیرې د چین د امپراتور مقبره نه پرانیزي؟

تاند- د چین د لومړني امپراتور مُهرولاک شوې مقبره نژدې ۵۰ کاله پخوا کشف شوې خو لرغونپوهان لا هم د هغه د مقبرې مهرولاک نه پرانیزي.

په ۱۹۷۴ م کال کروندګرو د شاانسي ولایت د یوې لېرې سیمې، لینتونګ په یوه کرونده کې په تصادفي ډول دا مهمه مقبره کشف کړه.

دوی چې یوی (قلبه) کوله، لومړی د انسان د خټینې مجسمې ټوټې وموندلې، وروسته لرغونپوهانو په دې ساحه کې یوه ستره سمڅه وموندله چې هلته د سرتېرو او د هغو د اسانو زرګونه مجسمې وموندل شوې.

لرغونپوهان باور لري چې د دغو مجسمو دنده، چې ۷ زره یې د انسانانو، ۵۲۰ د اسانو او ۱۳۰ د بګیو دي، د چین د لومړني امپراتور د مقبرې د ساتنه ده.

شي هوانګ تر میلاد له ۲۲۱ تر ۲۱۰ کاله پخوا په چین کې امپراتوري کوله.

سره له دې چې د مقبرې د شاوخوا هدیرې په اکثرو برخو کې کیندنې شوي، خو د امپراتور خپله دوه زره کاله پخوانۍ مهرولاک شوې هدیره، چې د فوټبال د میدان هومره لویه ده، تراوسه پورې نه ده سپړل شوې.

د لرغونپوهانو اندېښنه څه ده؟

یو دلیل دا دی چې د هدیرې ماتول او ورننوتل وژونکي خطرونه لرلی شي.

د لرغوني چین ستر مورخ او د هان لړۍ د تاریخ لیکونکی سیما چیان د امپراتور له مړینې سل کاله وروسته لیکلي چې د امپراتور په هدیره کې لومې ایښودل شوي چې که هر څوک ورشي نو وژني یې.

لرغونپوهان وايي، که ۲ زره کاله پخوانۍ وسلې له کاره لوېدلې هم وي، د جیوې زهرجنې اوبه کیندونکي مسمولی شي. څېړنې ښيي چې په هدیره کې د جیوې اندازه خورا زیاته ده.

په هغه څېړنه کې چې پایلې یې په ۲۰۲۰ کې خپرې شوې، ویل شوي چې د امپراتور مقبره تراوسه پورې هیڅکله پرانیستل شوې نه ده.

سره له دې چې ویل کېږي په دې مقبره کې به قیمتي شیان وي، لرغونپوهان له دې کبله هم د هغې د پرانیستلو هڅه نه کوي چې بیریږي د کیندنې په ترڅ کې به مهم تاریخي معلومات زیانمن شي.

https://parsi.euronews.com/2023/07/31/why-archaeologists-are-too-terrified-to-look-inside-tomb-of-chinas-first-emperor

1 COMMENT

  1. خلک مریخ ته ولاړل څه پری نه کیږی. د علم په دغه عصر کې دا دلیل د منلو نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب