یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+په لو یو غروباندې را تاو شول دېوالو نه

په لو یو غروباندې را تاو شول دېوالو نه

ارواښاد استادسعدالدین شپون

د برماڼو نړۍ لید:

اول به د تېرې ګڼې په هکله څو کرښې ولیکم، بیا به د برماڼو انګېرنو ته راشم. په تېره ګڼه کې ما دوه لره ني پښتانه وښودل چې د مهاجرت په کالونو کې د بره نو خواخوږي وو (ول مې نه دی خوښ). دوه مې یاد کړل چې پرېشان خټک او همېش خلیل وو. دریم را نه پاتې شو، د مرګي دې هېر شي، مېجرفدا یونس. ځینې به وایي چې هغه خو د پوځ، د آی اېس آي، د سي آي ډي سړی و. هغه خو کابل کې د پاکستان دویم سکرټر، بیا وروسته مزارشریف کې قونسل……… و، چې دا تورونه نه، بلکه رښتا دي.خو ما ته دغه رسمي کارو نه داسې ښکاري لکه د لال د پاسه اېرې، چې انګار ولړې، اېره وتوږې تر لاندې ښکلی غمی پروت وي. هسې خو ما افغاني مشران هم لېدل چې له الف نه تر ی پورې، بې ناغې د آی اېس آی امر منوني ګایکان و، او که د محک تیږه ورپورې وسولوې یو هم بې غشه نه خېژي، ځینې شعوري، ځینې له ځانه ناخبره د آی اېس آی د نګین لاندې وو. یو نیم چې د ډاکټر قیوم، ډاکټر یوسف او ډاکټرصمد حامد په شان مستقل پېښور ته راتلل، نو په هفته کې دننه ژوندي ژاړنده شړل کېدل او که به نه تلل نو د ډاکټر مجروح یا عزېز الفت په شان به د جنت مرغۍ ورنه جوړېدې. نو زما په شمول دې نورو یارانو اوبه پوکلې، شپې مو تېرولې. په همدې تنګسه کې خدای په دوو زبرګانو برابر کړو. یو، زموږ پیر، سیداحمد ګېلاني، د ملي اسلامي محاذ مشر و، بل همدا فدا یونس. ګیلاني هم زموږ د سر ساتنه کوله او هم د خېټې، فدا یونس زموږ د سر ضامن و، د ژوندي پاتې کېدو چل یې راښوده او که به په کومې بلا واوښتو نو ده به سېب ته کړو. دی که څه هم چې کورناستی (ریټایرډ) و خو د پاکستاني بلاګانو سترګې ترې سوزېدې.

 اوس یې لکه چې انتخاباتو ته وړه کړې ده، نو نوم به یې نه ښیم، خو د مجاهدینو د موقت حکومت چارواکی و، د خپل اتاشې بکس سره په غوره کابل ته روان و، په تورخم پنجابي چارواکو پاسپورټ ترې وغوښت، ده سره نه و، خو ویې ویل چې زه پلانکی وزیر یم، د یپلوماتیک مصئونیت لرم…… چارواکي دومره بې ادبه وو او د افغانستان حکومت دومره ورته بې ارزښته ښکاره کېده چې وزیر خواره کې یې هماغلته تورخم کې کوټه قلفي کړ. ده د فدا یونس نوم ورکړ چې ویل یې د ده ضمانت به وکړی، هغوی ورته تلفون و کړ. فدا یونس ورغی، چارواکي یې ودګل او وزیر یې ترې خلاص کړ. خپله زما سره یې دوې مېړانې د یادولو دي. یو خو یې ماته چې امریکا ته تښولی وم تېلفون کې خبر راکړ چې کورنۍ دې په خیر خیریت له کابله پېښور ته رسېدلې ده. بله مېړانه یې دا چې زما په راتګ یې خپل بېټک موږ ته وړیا راپرېښود. د تېرې ګڼې د عنوان دا بیت مې هماغلته لیکلی دی:

 د تهکال په ارباب روډ کې یوه کمره ده

په کې اوسمه یو زه، پنځه بجیان

یو وړوکې کټګکی په ګوټ کې پروت دی

زه پرې ناست یمه په لاس کې مې دېوان

په دېوال نرۍ اوبه کوز رابهېږي

اوري شړکنده د بام په سر باران

تر څادر لاندې مې لور غېږ کې وېده ده

چې ساړه شي نښلوي را پورې ځان

خدای خبر شه د هغې مرغۍ له حاله

چې ښامار یې دړې وړې کړله ځاله.

نو زه تر اوسه د پیر صیب او هم د فدا یونس د احسان پورړی پاتې یم، او ښکاري دا چې دا پورونه به پرې نه کړای شم.

پاتې شوه د برماڼو کیسه، دا لکه چې د بسوګۍ واده شو ، خو بلې ګڼې ته مې پوخ نیت کړی چې تېره به یې کړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب