یکشنبه, مې 12, 2024
Home+خښته او انسان | اسدالله غضنفر

خښته او انسان | اسدالله غضنفر

لېونی د سین په غاړه ناست و، مرغۍ یې وینځله.

لاروي ورته وویل: داسې مه کوه!

لېوني وویل: وینځم یې چې ښه پاکه، ستره شي.

لاروي ورته وویل: مړه به یې کړې!

خو لېونی چېرته د منلو و. ساعت نیم پس چې لاروی راستنېده، لېونی یې د سین په غاړه ولید چې ژاړي او وایي: وئ ،وئ، مرغۍ مې، مرغۍ مې!

لاروي ورته وویل: زما دې نه منل، اخر دې مړه کړه!

لېوني وویل، په وینځلو کې نه، په نښتېځلو کې مړه شوه.

تاسې به ماشومان لیدلي وي چې معمولا له هغو لویانو تښتي چې ډېر یې ښکلوي، ډېر یې په غېږ کې نیسي او لېونۍ مینه ورسره کوي. وجه دا ده چې انسان او بلکې هر ژوندی ساری غواړي چې بل څوک یې تر وسه وسه لږ مزاحم شي. موږ کله کله هغه د سین د غاړې د لېوني غوندې له ښه نیته وغواړو چې نور پاک او سپېڅلي کړو خو نتیجه یې دا وي چې ژوند ورسره مړاوی شي.

وايي ښه حکومت هغه دی چې لږ حکومت وکړي. د دې مشهورې خبرې مطلب دا دی چې که وګړي هر څومره محدودېږي، هغومره یې ابتکار او په چارو کې برکت کمېږي. د منځنیو پېړیو اروپا او د نن سبا اروپا یا په اسیا کې اوسنۍ جنوبي کوریا او اوسنۍ شمالي کوریا د لږ محدودیت او ډېر محدودیت د پرتلنې واضح مثالونه دي.

په جنوبي کوریا کې سړي سر عایدات د شمالي کوریا په نسبت په لسګونو برابره زیات دي. داسې نه ده چې مثلا جنوبي کوریا دې د تېلو غوندې د مفتې ګټې زېرمې ولري یا دې یې نفوس ډېر کم وي، بلکې برعکس د جنوبي کوریا نفوس د شمالي کوریا دوه برابره دی. د ایکې یوه قوم په اقتصادي وده او پرمختګ کې د دومره ډېر تفاوت یو لوی علت دا دی چې د شمالي کوریا حکومت د خپلو خلکو ازادۍ زیاتې محدودې کړې دي او د قدرت څښتن پکې فکر کوي چې خلک باید د ده له خوښې سره سم ژوند وکړي، ځکه دی پوهېږي چې د خلکو خیر په څه کې دی.

موږ کولای شو چې د لا ښو او لا ښایسته خښتو د تولید لپاره نوي قالبونه جوړ کړو خو وګړي چې په قالبونو کې اچوو، په بې فکره او بې ابتکاره کسانو بدلېږي. د دغو کسانو په ذهن او زړه کې که بیا هم څه فکر او ابتکار پاته وي، هغه به د تخریب او انتقام لپاره وي، نه د ټولنې د خیر او برکت لپاره.

1 COMMENT

  1. ډيره ښه او د فکر اؤ هوښيارۍ نه ډکه ليکنه ده، او غوره مثالونه مو وړاندې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب