یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهسالنګ لاره بیا وتړل شوه

سالنګ لاره بیا وتړل شوه

تاند (چهار شنبه، د حوت ۲۳ مه) پر سالنګونو د درنو واورو له بیا ورېدو سره، د سالنګ لویه لاره بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

د بغلان د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو د رژیم ویاند شېر احمد برهاني وایي چې دا لاره د سې شنبې ورځې په ماسخوتن نهه بجې د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

برهاني له خلکو وغوښتل، چې د سالنګ پر لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

تر دې مخکې هم څو ځله په نژدې وخت کې د سالنګ لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې، چې دلیل یې دغلته سخت ورښتونه ښودل شوي.

د افغانستان پر بېلابېلو سیمو له تېرو څو میاشتو راهیسې ورښتونه او سېلابونه زیات شوي.

افغانستان په تېرو څو کلونو کې سختې وچکالۍ ځپلی، خو وروستیو ورښتونو د زیانونو تر څنګ د وچکالۍ کمولو هیله مندۍ هم پیدا کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب