Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان په افغانستان کې د سمینټو او برېښنا په تولید کې پانګونه...

ازبکستان په افغانستان کې د سمینټو او برېښنا په تولید کې پانګونه کوي

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۳ مه) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف له طالب چارواکو سره په کتنو کې وویل هیواد یې حاضر دی چې په افغانستان کې د سمینټو د تولید، د سکرو په استخراج او له سکرو څخه د برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي.

سعیدوف په کابل کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ترانزیت، ترانسپورت او سوداګرۍ په برخو کې د دوو هیوادونو د همکاریو پر زیاتېدو هم ټینګار وکړ.

د طالبانو د حکومت پر اساس، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر طالب چارواکو ته ژمنه ورکړه چې هیواد یې حاضر دی چې په تاشکند کې طالب سفیر ومني.

د ريیس الوزرا د اقتصادی مرستیال د دفتر له خبرپاڼې سره سم د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له ملاعبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل: « هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ومني.»

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي «ازبیکستان ته له آمو سیند څخه د افغانستان د استفادې دریځ ارزښت لري او هېواد یې چمتو دی د دغه کانال په تخنیکي برخه او همدا راز د اوبولګولو د عصري سیسټمونو په عملي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.»

ملا برادر آخوند زیاته کړې چې، د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي چې اساسي تمرکز یې پر سیمه‌ییز اتصال دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سیمې او په ځانګړې توګه ازبیکستان همکارۍ ته اړتیا لري.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د دغه هیواد په ۳۰ کسیز پلاوي کې د کابینې یو شمېر نور غړي هم افغانستان ته راغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...